شعـــــرونه

غزل/ عبدالرحمن محمود

عبدالرحمن محمود

هلمنــــده ياغې غيږته دي دلبر په ولجه راوړ
د شپې په لړمانه کي دي سحر په ولجه راوړ

سرسام ابن الحرام د پاپ بچى دي په ګونډو کړ
تا لاس کي برمـــلا تيره خنجر په ولجــــه راوړ

شاګرد دکليسا دي بيا ژوندى په مځکه ښخ کړ
د مينې و محراب ته دي روڼ لمر په ولجه راوړ

راځې به ورک بلال دا ستا وغيږته ګرمسيره
ناوه موسى کلاه کي دي منبر په ولجه راوړ

مړوند دي پري را تاو کړه وخوږې غيږته ئي ضم کړه
غماز ئي کشتار کړى أوس ئي سر په ولجه راوړ

د عشق لاره أغزنه ده ايثار غواړي جنابه
ليلاته نذرانه کي قيس پرهر په ولجه راوړ

خپل سر مي نذرانه دى د رويبار وخوش آمد ته
محموده!کي ده يار يو خوږ خبر په ولجه راوړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x