نړۍ

امریکا: په نیویارک ښار کې د مسجد امام وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په نیویارک ښار کې د یوه نامعلوم کس په ډزو د مسجد امام وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې پيښه د اوزون په نامه پارک کې د الفرقان جامع مسجد ته نیژدې را منځته شوې.

دوی زیاته کړې چې ډزي کوونکي کس شین رنګي جامې به تن وې او په لاس کې لوی ماشین وو، تر ډزي کولو وروسته په تیښته بریالی شو.

د نیویارک د پولیسو ویاندي «تیفاني فیلیبس» رسنیو ته ویلي چې د مسجد امام او بل ټپی شوی کس دواړه د شپیتو کلنیو په عمر کې وه، د کوینز په سیمه کې د اوزون په پارک کې ډزي باندي وشوې.

که څه هم تر اوسه د ډزي کوونکي په اړه معلومات نشته خو داسي ښکاري چې دا به د مسلمانانو پر خلاف په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او مذهبي عنصریت یوه پيښه وي.

په دې وروستیو کې په امریکا کې مذهبي عنصریت زیات شوی او په ځانګړې ډول د مسلمانانو سره په کار ځایونو، مارکیټونو، هوايي ډګرونو، عامو ځایونو او ریسټورانټونو کې بد چلند کیږي او د مسلمان نوم لرلو په وجه د توهین سره مخ کیږي او یا هم له خپلي دندې، هوايي ډګر، الوتکو او ملي بسانو څخه شړل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x