نظــر

ناټو د شړیدو په درشل کې

له هغې وروسته چې دامریکاد داستخباراتي سازمان (CIA)یوه قرارداداي مامور (اېډورډ سنوډن) دنړیوالو رسنیوله لارې دامریکا جاسوسي پلانونه رسوا کړل، نو دمهاله دناټو پکت ترسیورې لاندې راټول لویدیځوال دامریکاپه بدو ارادو وپسخیدل اوهره یوه یې په خپل نوبت سره ګوتڅنډنه وکړه، چې که امریکاداسې کارونه کوي نو ددوئ په اصطلاح !

ددهشتګردۍ پر ضد جنګ ته به زیان واړوې  ، دا ددې تمهیدي نښه ده چې نور به ناټو تړون شړیږي او دنړۍ مسلمانان به یې له شره خلاصیږي .

د ناټو د شمالي اتلانتيک تړون په ۱۹۴۹ کال کي لومړی د بلجيم د بهرنيو چارو د وزير کارل هيندري سپاک له خوا لاسليک شو. تر هغه وروسته د ډنمارک، فرانسې، بريتانیا ايسلند، ايټاليا، کاناډا، لوکزمبورگ، هالند، ناروې، پرتگال او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو ددغه سازمان اساس نامه لاسلیک کړه. ددغه سازمان اصلي هدف سوله او ازادي دهد ،خو له بده مرغه چې  د(وارسا ) له انحلال وروسته یې دسولې او آزادۍ لاره پریښوده او دخپلواکیو هیوادونو پر اشغال یې لاس پورې کړ، چې ژوندۍ بیلګه یې افغانستان ، عراق او………….دي . په ۱۹۵۷ کال کي په پاريس کي د ناټو لومړۍ غونډه :

ناټو تر خپل تاسيس اته کاله وروسته د ختيځ بلاک له ننگوني سره مخامخ شو. تر دې دوه کاله  مخکي د( وارسا) پکت تاسيس شو. دا هغه وخت وو، چي شوروي اتحاد د سپوتنيک په نامه خپل لومړی توغندی فضا ته ولېږه. او د امریکا متحده ايالات په اټومي سيالۍ کي پاتې راغلل .

دې وروستیوکې  اروپایان او نړیوال دامریکا دیوه بل هیښونکې او حیرانوونکي کار شاهدان دي  او په وجه یې لویدیځوال  دډیر کسر شان سره مخ دي  هغه داسې چې :

دامریکا حکومت له لورې د څار پروګرام افشا کونکې، د سي آی ای پخواني کارکوونکې  (۲۹)کلن اېډورډ سنوډن برتانوۍ ورځپاڼې (ګارډین )ته ویلي و، چې د امریکا حکومت په پراخه کچه د انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو څارنه کوي اوپه میلونونه ټیلفونونه یې له ځانه ثبت کړي دي .

د یوې فرانسوۍ ورځپاڼي د خبر پر اساس فقط د ۲۰۱۲ د دیسمبر په میاشت کي امریکایي جاسوسي ادارې له اویا ملیونه  (۷۰۰۰۰۰۰۰)زيات ټيلفوني تماسونه اوریدلي دي.
د فرانسې حکومت د امریکایي استخباراتو لخوا د فرانسې ټیلفوني تماسونو ته په پټه غوږ نیول په کلکه غندلي دي او پر همدې تړاو یې په خپل هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی و.

که څه هم امریکا او فرانسه ښې دوستانه اړیکي لري ،خو دهمدې خبر په خپريدو سره پاریس قهرېدلی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې د امريکا سفیر ور احضار کړی.

ویل کېږي، په دغو تماسونو کي د شکمنو کسانو او سیاسي څېرو تر څنګ د تجارانو او عامو خلکو خبري اتري هم شاملي دي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا استخباراتي ادارې په هالنډ کي هم نژدې د دوو ملیونو کسانو ته په پټه غوږ نيولی دی

دې مسئلې اروپایان له خورا زیات حساسیت سره مخامخ کړي اودپوره بې باورۍ ښکار شوي دي .

له دې څخه مخکې د سي ای اې پخواني مرستیال تخنیکر سنوډن ویلي و، د پرزم نومي پروګرام افشا کولو پرېکړه یې د ټولې نړۍ د خلکو ازادۍ ژغورنې لپاره کړې.

د نوموړي په وینا له استبداد نه د آزادو خلکو ژغورل یې مسوولیت دی.

(اېډورډ) د امریکا د ملي امنیت د ادارې له خوا په پراخه کچه د ټیلیفون او انټرنېټ څارنې د پروګرام په باب د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و، او یادې ورځپاڼې د هغه په غوښتنه د نوموړي نوم افشا کړ.

اېډورډ برتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي و، زه نه غواړم داسې ټولنه کې ژوند وکړم، چې په کې دغه ډول کارونه کېږي، زه نه غواړم داسې نړۍ کې واوسېږم، چې زما هر قول او فعل په کې ثبت کېږي.

د یادونې ده، برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین یوه رپوټ کې ویلي و، چې ګواکې د امریکا ملي څارګره اداره، په پراخه کچه د انټرنیټ او ټیلیفون څارنه کوي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي وو، د څارګرې ادارې د دې پروګرام له مخې د خلکو شخصي ویډیوګانې، انځورونه او برېښنالیکونه کتل کېږي، چې یو شمېر خاص خلک په نظر کې وساتل شي.

که څه هم له دې نه یوه ورځ مخکې د امریکايي استخباراتو مشر جیمز کلیپر هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې امریکايي جاسوسانو د ۳۰ ورځو په مودې کې د فرانسویانو ۷۰ میلیونه ټیلیفوني اړیکي ثبت کړي وو.

هغه په دې اړه د فرانسوۍ ورځپاڼي “لوموند” رپوټ رد کړ او په وینا یې “دغه رپوټ کې بې لارې کوونکي معلومات وړاندې شوي دي.”

خو دې موضوع په لویدیځ کې یوه واویلا جوړه کړي اویو یو اروپایي مشر پر امریکا نیوکي کوي او ورڅخه سپیناوی غواړي ،ددې څخه مخکې فرانسي هم داحتجاج په توګه دامریکا سفیر احضار کړی و.

دنړیوال جنګ دوارثینوتر منځ بیا  بې باوري زیاته شوي او دجرمني صدراعظمې امریکاته داسې ګوتڅنډنه وکړه چې :

د امریکا جاسوسي ‘د ترهګرۍ ضد جګړه زیانمنوي’

میرکل له امریکا وغوښتل، چې د امریکا د محرمانه عملیاتو په باب د خپرو شویو رپوټونو په اړه توضیحات ورکړي.

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل وايي، جرمني او فرانسه د جاسوسۍ په باب د هغو انکشافاتو رابرسېره کېدو له کبله، چې ګواکې ټیلیفوني اړیکي یې څارل شوي، د امریکا له متحده ایالتونو سره د خبرو لړۍ پیلوي.

د هغې په وینا، له هغه وروسته، چې د بدګومانۍ تخم کرل شوی استخباراتي همکاري رامنځ ته کول نوره ستونزمنه کېږي.

خو هغې ټینګار وکړ چې د مخکې تګ لپاره یوه اساس پسې ګرځي، خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني په وینا دغو انکشافاتو د امریکا او اروپايي متحدینو اړیکي خړپړ کړي دي.

جرمني د امریکا سفیر د لانورو توضیحاتو لپاره ورغوښتی دی.

انګیلام میرکل د اروپايي اتحادیې د لومړۍ ورځې پای کې وویل چې رامنځ ته شوې بې باوري له امریکا سره د معلوماتو شریکولو په لړ کې همکاري ستونزمه کړې ده.
دا لومړی ځل دی، چې اروپايي اتحادیه برسلز کې د پنجشنبې پر ورځ پر دا ډول موضوع غږېږي.

د  میرکل په وینا، جرمني او فرانسه له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو د همکاریو په لړ کې پر نوې تګلاره غور کوي.

پر همدې مهال، واشنګټن پوست ورځپانې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خولې ویلي چې امریکا لوېديځو استخباراتي سرویسونو ته د دوه اړخیزه همکاریو د افشا کولو خبرداری ورکړی.

د دغې ورځپاڼې په وینا، هغه معلومات چې (اډوارډ سنوډن) افشا کړي، کولی شي د هغو بېلابېلو هېوادونو استخباراتي همکارۍ په ډاګه کړي، چې ظاهراً ځینې یې له امریکا سره همکاري نه لري.

تردې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د خپل هېواد د وګړو د ګرځنده تیلیفونونو اورېدل شویو مکالمو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه وښووله.

په دې دوه اړخیزه همکارۍ کې د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونو جاسوسي هم شامله ده.

 میرکل له امریکا وغوښتل، چې د امریکا د محرمانه عملیاتو په باب د خپرو شویو رپوټونو په اړه توضیحات ورکړي.

هغې په تېره چارشنبې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره پر تیلیفون د دې موضوع په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د خپل هېواد د وګړو د ګرځنده تیلیفونونو اورېدل شویو مکالمو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه وښووله.

بل خوا، ایټالوي استخباراتو د خپل هېواد د وګړو په اړه د تیلیفوني او انټرنېټي اړیکو اورېدو په باب امریکا او برتانیا پړه بللي دي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د امریکا سفیر د هغو ادعاوو د سپيناوي په ا ړه احضاروي چې وايي د جرمني د چانسلرې انګلا مېرکل ټیلیفوني مکالمې د امریکايي استخباراتي ادارو له خوا څارل شوي دي.

وروستي رپوټونه وایې چې (اېډورډ سنوډن) بې درکه دی خورسنیو خبر ورکړ ، چې  (اېډورډ سنوډن)لومړی دچین هانکانګ او بیا روسیي ته تللی ،نوموړی ځان بې هیواده شخص بولي او امریکایي محکمه کې دبغاوت ،جاسوسي او حکومتي رازونوپه افشاکولوتورن وپیژندل شو،چې له امله یې لس کاله سزا کتلای شي .

په لومړي ځل دناټو دمتحدینو تر منځ په دومره لویه پیمانه بدګماني اوناندریزې څرګندونې ، په ناټوتړون کې سرې اشاري بلي کړي ،چې ګوندې دناټو تړون چې لومړی  دساړه پر وخت  د (وارسا) په مقابل کې جوړ او اوس داسلامي امت په وړاندې جګړه کوي ، وشړیړیږې او له شره به یې دنړۍ ټول یو نیم میلیارد  مسلمانان خلاص شي .

(شاهد)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x