کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / کاذبه تقوی/ لطف الله خيرخوا

کاذبه تقوی/ لطف الله خيرخوا

کالم: نکات

لطف الله خيرخوا

تقوی دلته يوازې پر شرعي مفهوم نه کاروو، بلکې د دې لپاره يې هم کاروو، چې څوک خپلې بدې ارادې ته د دلايلو جامه اغوندي. د زړه خبره نه شي اظهارولی، خو د دې لپاره، چې زړه وپالي ظاهرا داسې خبرې پسې نښلي، چې ده ته د دليل کار ورکړي. لکه تبوک غزا نه منافقين پاتې شول، يو منافق خپل ډار او مافقت پټاوه، دا دليل يې وايه، چې داسې قوم سره مو غزا ده، چې ښځې يې سرې سپينې دي، که زه لاړ شم په دې ښځو ګناهګار نه شم…کاذبه تقوی. بني اسرائيلو چې د غوا خبره پسې اوږدوله، همدې کاذبې تقوی هڅولي ول. الله جل جلاله د دوی د ټګۍ او برګۍ په اړه وويل : أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ. دا ايت هغو خلکو ته سخت متوجه دی، چې په روان وضعيت کې يې د زړه خبره پټه کړې او يو دليل پسې نښتي.

د بلاغت او نقد استاد محمد محمد ابو موسی وايي، چې د امت د وروسته والي د بلا لاملونو تر منځ يو لامل دا دی، چې زموږ پوزې نفاق زکام کړي. هغه سړی، چې ځان عالم عالم ښيي او عالم نه وي، د همده له امله رانه ښه عالم خطاء کيږي، نه يې پېژنو.

رښتيا ده، چې پرده پوښو خلکو زموږ پوزې زکام کړي. هغه انسان، چې په خپل اصل رنګ کې هم وي، رانه خطاء کيږي. شکونو او اندېښنو مو زړه او عقل محاصره کړی وي. دغه دورنګي ما «کاذبه تقوی» ګڼلې. زموږ اوسنی وضعيت ډېر ډولونه کاذبې تقواګانې لري. مثلا لومړی او بد ترين صورت يې د هغو خلکو دی، چې د ملي دلايلو تر شا خپله خېټه پټوي. د جهاد مخالفت به په دې کوي، چې ګويا دی سخت ملتپال دی. ځان به افغان افغان کوي، مګر په څلورو مذهبونو به د افغانيت پر ضد د نړۍ نادودې پر ځان مني. دا ملتپال د خپل ملت لپاره په وږې خېټه څه، چې په نيمه خېټه هم ګوزاره نه شي کولی. ځان له فراغته وروسته سمدستي همغه ځای ته رسوي، چې ډېر ډالر ورکوي، خو که تا سره د جهاد موضوع راواخلي، داسې به يې وايي، چې ګويا دا جهاد نه دی، ځکه يې نه کوي!! دا پردۍ جګړه ده!!

دوهم بد ترين صورت د هغو خلکو دی، چې د ملتپالنې شا ته خپله پرديپالنه پټوي. دوی غواړي، چې خپل ثقافت مسخ کړي..خپل تاريخ بدل وښيي..خپل خلک غبيان وبولي..د خپل ولس سرښندنو پورې ملنډې ووهي.. وايي وينې دي، انسانان وژل کيږي، خپلو کې يې سره ووژل…

دی په جار نه شي ويلی، ګنې په واز کومې به يې نارې کړې وې، چې دا امريکايان پرېږدئ، چې پر موږ حکومت وکړي. دا غرب و اروپا پرېږدئ، چې څه غواړي هغه وکړي. دا نو په روانه قضيه کې او د اسلام ومسلمانانو پر ضد اعلان شوې جګړه کې د کفر خوا نيول دي او دا د عقيدې د علماء کرامو له نظره صريح کفر دی. دوی خپل کفر دې کې پټوي، چې دا وطن جوړېدو ته نه پرېښوول کيږي، دا وطن بيا رغونه غواړي، دا وطن.. دا وطن…

دی د همغه بد سلف بد ترين خلف دی، چې د همدې وطن جوړولو ته يې يوازې ږيره نه شوه پرېښودی. دی د همغه بد سلف تربيه کې رالوی شوی، چې د همدې وطن د جوړلو لپاره يې خولۍ نه شوه پر سر کولی. دی له همغه بد سلفه متاثره رالوی شوی، چې د همدې وطن د جوړولو لپاره يې ساده افغاني لباس نه شو پر ځان کولی، مګر کله چې د خرييلې ږيرې، کش پتلون او لوڅ سر وخت راغی، يوازې د دغه ثقافت د پلي کولو لپاره يې دا نارې پيل کړې، يوازې د هغو خلکو د بقاء لپاره يې دا نارې پيل کړې، چې د همدې بربنډ ثقافت محصول دی!

درېيم صورت يې د هغو خلکو دی، چې د عقلانيت تر شا خپل ډار او بې ننګي پټوي. دی به د قضيې درک نه شي کولی، که يې کولی هم شي، له ډاره يې مسئوليت نه شي منلی، نو د جهاد پر ضد به دلايل وايي. دی دومره فکر نه کوي، چې د يو مسلمان په توګه سړی اخر څه کوي؟ اخره خبره همدا ده، چې سړی په همغه تول پوره وخيژي، چې قرآن کريم ورته ټاکلی. د نړۍ پر مخ به داسې انسان نه وي، چې نه ډاريږي، مګر زړور هغه چا ته وايي، چې ډار ته ځان ټينګوي. دا خلک ځان باندې د ډار بوج نه شي منلی، مګر کاش چې پر خپل ډار يې اعتراف کولی. اعتراف خو يو کرت نه شته، چې لا بالعکس دلايل وايي : دا معقوله لار نه ده…داسې نه کيږي…دا لومړيتوب نه دی…

څلورم صورت يې د هغو خلکو دی، چې د کفر مخالفت کوي، مګر د مسلمانانو د صف يووالی هم نه ساتي. په هرزه دلايلو يې ځان ته د اختلاف لار پيدا کړې وي. واقعيت دا دی، که سړی په اسلامي قضاياو فکر کوي، د ټولو سر يو ځای ته وځي، چې يوه رهبري نه شته او يوه رهبري کله له دې نه وي، چې رهبران د دې جوګه نه وي، چې ټول خلک پر ځان راټول کړي او کله له دې نه وي، چې د خلکو ذاتي رجحانات ډېر وي. په يوه رهبر د راټولېدو اخلاق نه لري.

اجتماعي اوسېدل او اجتماعي پاتې کېدل هم څه اخلاق غواړي. تحريکي ژوند کې د خبرې يووالي ساتلو لپاره ډېره تربيه ورکول کيږي. په هغې تربيه کې يوه خبره دا ده، چې حق به وايې، بې شکه به يې وايې، خو هر وخت او هر ځای د حق ويلو هم نه وي. د دې دا معنا نه ده، چې يو سړی دې په دې دلايلو حق پټ کړي، بلکې معنا دا ده، چې حق ويل دې تاخير کړي. مناسب وخت دې ورته وګوري، مناسب چاپېريال دې ورته انتخاب کړي.

يو روايت کې راځي، چې ابن عباس رضي الله عنهما او شاګرد يې يو مسجد کې ناست ول. ابن مسعود رضي الله عنه خبرې وکړې او موضوع د ابن مسعود او ابن عباس رضي الله عنهم تر منځ اختلافي وه. ابن مسعود رضي الله عنه همغسې په خپلو دلايلو وغږېد. ابن عباس رضي الله عنهما چپ ناست و. مجلس ختم شو، سره خواره شول. ابن عباس رضي الله عنهما ته د ده شاګرد وويل، چې نن دې هيڅ ونه ويل؟ ابن عباس رضي الله عنهما وويل، چې خبرې دوه کېدلې، اختلاف ټوکېده، ځکه مې څه ونه ويل. شاګرد يې غلی شو.

يو څوک چې داسې وخت کې دلايلو ته زور ورکوي، چې بايد چپ پاتې شي او بيا د دلايلو پر بنسټ(اګر که دلايل توجيه کېدی شي) اختلافاتو ته لمن وهي، دی د کاذبې تقوی څښتن دی. بالخصوص هغه سړی، چې پر ځان ښه پوهيږي، چې ده دا دلايل د کومې کينې له امله ټينګ کړي.

يو استاد د بلاغت په اړه ويل : بلاغت دې ته نه وايي، چې خامخا خپلې خبرې ته مناسبت ولټول شي او وويل شي، بلکې کله مناسبت دا وي، چې سړی غلی شي، ځکه ځای د خبرو نه وي، د دلايلو نه وي، همدا د مقتضی الحال مراعات دی.

پينځم صورت يې د هغه خلکو دی، چې جهادي صف ته د پيسو، معاش او رفاه لپاره ننوځي. نه جهادي رويه لري، نه تحريکي اخلاق لري او نه د کار جذبه. همدومره کوي، چې د حرکت خلکو سره ورته جامه پر تن کړي او د جېب وارده شماري.

دغه خلکو اجتماع خرابه کړې. دغه خلکو نظام ته تاوان رسولی. دغه خلک تحريکونه ړنګوي. دغه خلک… دغه خلک…a


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. غوربندي

    خيرخواه صاحب

    ډېره اموزنده او له ځمکنیو حقایقو سره برابره لیکنه مو کړې ده،

    زه ویره لرم چې زمونږ ټولنه به په همدې پنځو ډلو کې خلاصه کیژي، الله تعالی دې اسلامي اخلاق زمونږ له څرمنې څخه ټول وجود ته شامل کړي، آمین