شعـــــرونه

ژوند او ډېوه /غزل

فتحان حنفي

تا بلوله ما لیدله ډېوه
شپه نیمای وه بلیدله ډېوه

رڼا یې ستا په ښکلي مخ پرته وه
تا چې په خپل لاس لګوله ډېوه

له ورین تندې دي پرې خولې څڅېدې
ځکه خو ټپ ټپ ټپېدله ډېوه

څه نرمه نرمه پرې هوا لګېده
په یو او بل خوا ړنګېدله ډېوه

هغه شپه ته، لکه بدخابه چې وې
چې دي وه مخ ته ځلېدله ډېوه

سترګي دي سرې وې، وې له خوبه اشنا
ستا په احساس وه کړېدله ډېوه

د مرګ سحنه وه کشمکش و د مرګ
ستا زنکدن ته زورېدله ډېوه

سلګو دي هغه وخت په زړه ظهیر کړم
سخت مې ژړل وژړېدله ډېوه

لحد بندې کړې نن دې خړ مزار ته
نشته اوس مړه ده هغه بله ډېوه

فتحان يې ساتم د زړګې په کور کې
هغه یادګار هغه ستا ګله ډېوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x