ادبي لیکني

چاپه «لنډه کيسه»

نسیم څپاند

د ژمي سړه شپه وه نري باد یخ نور هم زیات کړی و  د کلي خلګ په خواږه خوب ویده ول  ناڅاپه د چورلکو دروند غږ  د کلي چوپتیا ماته کړه ،چورلکې ورو ورو  د کلي خوا ته رانږدې کیدې یو څه وخت وروسته  کلي ته نږدې په یو خالي میدان کشېنستې ډله ډله کمانډو ځواکونه ترې راوووتل .

کونډې مور په خپل ۱۸ کلن ویده زوی چې نیم ساعت مخکې له کاره راغلی و غږ وکړ

”زویه راکینه لکه چې بیا چاپه ده“. ۱۸ کلن ځوان په خوبولو ګامونو د دروازې خواته روان شو د خونې دروازه یې لا نه وه خلاصه کړې چې د کور لویه دروازه ماته شوه او یوه ډله کمانډویان په کور ورننوتل .

ځوان له کوټې نه له وتلو سره سم یو ډډ غږ واورېد ”لاسونه پورته کړه حرکت ونه کړې“

یو سرتیری ورمخکې شو او دځوان چاودې لاسونه یې تر شا ور وتړل.

د ځوان مور د یو سرتيري خواته ورغله او په ژړغونې غږ  یې ورته وویل”زویه خدای ته وګورئ همدا یو زوی مې ده  مه یې را څخه بیایاست ټوله ورځ مزدوي کوي ماښام کورته راځي“،سرتیري  د خبرې په مینځ کې لا مخ ورڅخه واړوی ځوان یې له ځان سره روان کړ  دباندې نورو سرتيرو نور خلګ هم راایستلي ول او ټول یې یوې چورلکې ته پورته کړل.

یو وار بیا چورلکې پورته شوې یو څه وخت وروسته  د کلي فضا د چورلکو له غږه ارامه شوه خو له هر کور نه د ژړاوو غږ اوريدل کېدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx