شعـــــرونه

لکه ورور/ سيين کوچی

سپين کوچی

قدم راسره اخلي په کراره لکه ورور
خولې ستړی،ستومان د ژوند په لاره لکه ورور

د ژوند د قافلې په هر پړاؤ، هره دمه کې
یو څوک مې اوږې سپکې کړي له باره لکه ورور

زه دلته د حالاتو ، ورکو لارو کې راګیر یم
خو هلته خورې څوک زړه له انتظاره لکه ورور

هغه مو نن د سرو وینو بخښنه کړي قاتل ته
پر موږ باندې چې ګران ؤ رب لپاره لکه ورور

پخپله د حالاتو سرو غرمو ته وي ولاړ
په ما د مینې سیوری کړي چیناره لکه ورور

د زړه کوڅو کې غلی،غلی ویر، غلې سلګۍ وي
چې څوک مې غلی ځي د زړه له ښاره لکه ورور

زه پروت ټپي،ټپي یمه زګیروي کړمه،دا ژاړي
یو څوک مې سر ته ناست وي تر سهاره لکه ورور

شیندلی، خور و ور زړه مې راټول شي پرې چې څوک
پر مخ راشي کوچیه سپینه یاره لکه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x