دیني، سیرت او تاریخ

ولور که دنجونو خرڅونه؟

عبدالله حیران

مَن‌ْ زَوَّجَ کَرِیمَتَهُ مِنْ فَاسِقٍ فَقَدْ قَطَعَ رَحِمَهَا (الحدیث)

(ژباړه) چاچې لور فاسق سړي ته په نکاح ورکړه هغې دلور سره خپلولي له منځه یوړه

په افغاني او تیره بیا پښتني ټولنه کې ډیر داسې دودونه شتون لري چې د اسلام د سپېڅلو احکامو او ټولنیزو حقونو سره په ټکر کې راځي، له هغې ډلې یو ولور دی، ولور هغه ملا ماتوونکی بار دی چې زمونږ ډېر ځوانان یې په پردیو هیواد وکې خواره واره کړي دي، په کلونو مسافرۍ کوي او د خپلې ځوانۍ خواږې او له ډیرو تنکیو هیلو ډکې شیبې دبل بابا په چوپړ کې تیروي، داوسني عصر جاهلیت په ډیرو افغانانواو بیاهم په زیاته کچه پر پښتنـو باندې داسې اغیزې کړې دي ، چې له نجونو او پیغلو څخه یې د خرڅلاو توکي جوړ کړي دي چې پلورلی او پيرودلی شي، او له همدې امله دواده خوند هم لاړ شي ځکه چې ځوان یا زوم تر کلونو له قرض لاندې وي، دا چې ولې پلرونه لوړ ولور او مهر اخلي او نه یواځې د مقابل لوري بلکې، دخپلو لوڼو راتلوونکي ژوند ته هم پاملرنه نه کوي؟

دې پوښتنې ته به د شرعي احکامو په رڼا کې داسې ځواب ووایو: دا دالله جل جلاله خوښه ده چې د ژوند د دوام او پایښت لپاره یې نر او ښځه پیدا کړل او هر یوه کې یې داسې غریزه کیښوده چې یواو بل سره وتړي، اسلام دغه اړیکې تنظیم کړې نو دواده قانون او اصول یې وټاکل او ټینګار یې وکړ چې زیاتو سړیو او ښځوته دواده فرصتونه برابر شي تر څو له حلالونه ګټه واخلي خودا هغه مهال امکان لري چې دواده په وړاندې خنډونه نه وي، تر ټولو ستر خنډ .ولور. او لوړ مهرونه دي ځکه چې د ټولنې کثریت وګړي بې وزله او تش لاسي دي له پوره کولو څخه یې عاجزدي، اسلام د مهرونو دکچې لوړول ناوړه ګڼلي دي تر څو ډېری وګړي وتوانیږي په شرعي طریقه او حلاله وسیله خپلې غریزې پوره کړي او ټولنې د اخلاقي فساد او زنا نه پاک او وژغوري ،(اسلام هغه واده ته مبارک ویلي دي چې مهر یې کم وي او ټیټ مهر یې دښځې در نښت بللی دی) ټیټ مهر د ښځې دنسب او عزت په لوړ والي دلالت کوي، که څه هم په پښتني سیمو کې ډېرې داسې ناخوالې شته چې په یادولو یې سړي ته له ځورېدو پرته بل څه نه لري، خو د دې ستونزې د حل لار څه ده؟

او څوک مسؤولیت لري چې د دغه ناروا عمل د مخنیوي لپاره دخلکو افکار مثبت لوري ته واړوي؟

زمونږ په اند هغه مهال زمونږ خلک له غیر اسلامي او غیر انساني عمل څخه دخلاصون لار موندلي شي چې کله هم د ټولنې باوري او عقیدتي ځواک چې هغه علما،مجاهدین، قومي مشران چې په شرعي احکامو پوه وي او پوهې خاوندان دي چې په يووالي سره ددغه شومې پدیدې د مخنیوي لپاره خلکو ته تبلیغ وکړي، دهغوی افکار دبیځایه ولورپه ضد عیار کړي هغوی ته په ټولنه کې د ولور څخه د زیږیدلو ناوړه پېښو ژوندۍ بیلګې وړاندې کړي، چې داهم د دې ډول ناروا کړونو دمخنیوي ښه لار ده دا کار تر بل هر قوم څخه په پښتنو کې ډیر زیات ده(رسول الله ص په یو حدیث کې فرمایلي چي هر چا ژوندي انسان خرڅ کړه نو د قیامت په ورځ به زما لاس د هغه انسان په ګروان کي وي چاچې خرڅ کړي وي) هغه څوک چې خپل کور جوړه ول غواړی بیا صحیح انتخاب وکړي چې ښخه دغه مسؤولیتونه ولري چې په لاندې ډول دي.

1. ښځه باید دینداره وی

2. ښځه باید ښه ښکولې او د بدن صحت یې ښه وي

3. دښه نسب واله وي

4. د اولاد راوړونکې ښځه

5. ښه ځوانه پغله وي

6. او هغه ښځه چي کورنۍ (نسب) د ځوان له نسب لرې وی

او هم داسي ښځه هم حق لري چې ښه انتخاب وکړې چې په لاندي ډول دي

1. دسړي دینداري او تقوا په کې نیول

2. د ځوان اخلاق په نظر کې نیول

3. د شرف او عزت څښتن او غیرتي ځوان

4. د ځوان به ظالم فاسق او شراب خوړونکی نه وي

د دینداره ځوان سره د نکاح ګټې

1.

2. دینداره ځوان ښه خلاق لري

3. دینداره ځوان په خپلې ښځې ظلم نه کوي

4. دینداره ځوان یواځې له خپلې ښځې سره مینه کړي

5. دینداره ځوان دخپلې ښځې اکرام او عزت کوي

6. دینداره ځوان د خپلې ښځې د عزت او ابروساتنه کوي

دپېغلو صفات

1. خوشحالوونکې وي

2. دخپل ناوس اوعزت ساتنه و کړي

3. اصراف نکول

4. دخپل میړه سره محبت ،مینه کول

5. د میړه د کور ساتنه کول

6. د میړه خدمت کول

)حدیث) دښځې لپاره د میړه خدمت کول صدقه ده

7. د میړه اطاعت کول

8. په بچیانو باندې مهرباني کول

9. میړه په نیکی اقرار کول

10. د میړه نه طلاق نه غوښتل او خلع یعنی لرولې نه کول

11. د میړه د اجازې ته انتظار کول

12. میړه ته تکلیف نه رسول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x