افغانستان

طالبان: د وانټ وایګل ولسوالي مو ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي چې ددوی ځواکونو د وانټ وایګل ولسوالي د یولس پوستو په ګډون په بشپړه توګه ونیوله.

بل خوا د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي چې دولتي ځواکونه توانیدلي چې د طالبانو برید پر شا وتمبوي او زیات شمېر تلفات ور واړوي.

نوموړي ویلي چې په دغه برید کې ۴۰ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هغو څخه د ۱۶ جسدونه په ساحه کې پاته شوي. والي په دغه جګړه کې د دوه دولتي سرتیرو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په تازه را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د وانټ وایګل ولسوالي د ۱۱ پوستو په ګډون په بشپړه توګه ونیوله او د قومندان جلال الدین په شمول یې ۱۵ تنه عسکر ووژل.

مجاهد هم ویلي چې ۱۵ دولتي عسکرو مړي په سیمه کې پراته دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال جګړه د دولتي عسکرو پر قرارګاه باندي روانه ده چې هلته هم تلفات اوښتي خو لا یې دقیق شمېر نه دی مالوم او زیاته کړې چې ددوی ۵ تنه طالبان ژوبل شوي دي.

ددې تر مخه ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د ولسوالۍ د ژغورلو په خاطر راغلي کمانډويي ځواکونه د کونړ په وټه پور کې ددوی تر بریدونو لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x