افغانستان

طالبانو د «دهنه غوري» ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی جنګیالیو د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله.

یاده ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه، چې د ذبیح الله مجاهد په وینا، نن ماښام ۸ بجې په ټولیزه توګه د دوی لاس ته ولوېده.

د طالبانو ویاند وايي چې ۳۳ تنه عسکر یې ژوندي نیولي او ګڼ پوځي مهمات یې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په «مرکزي بغلان» ولسوالۍ کې هم د طالبانو د پرمختګونو راپورونه ورکول کیږي، په بغلان کې د طلوع تلویزون خبریال ویلي چې طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ څلور پوځي قرارګاوې او ګڼ کلي نیولې او دوه نورې قرارګاوې یې محاصره کړي دي. طالبانو په دغې ولسوالۍ کې د اربکیانو مشهور قومندان «سرباز» هم وژلی دی.

د بغلان ولایتي شورا غړي «فیروز الدین ایماق» د دهنه غوري ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړې ولسوالۍ نن ماښام ۸نیمې بجې د طالبانو لاس ته ولوېده.

نن د ورځو په اوږدو کې دا دوهمه ولسوالۍ کې طالبان یې د سقوط خبر ورکوی، مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وه چې د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی لاس ته ورغلی.

خو دولتي چارواکو تر دې دمه د دواړو ولسوالیو په اړه د طالبانو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x