شعـــــرونه

ځوانان راځنې وژني

الفت الله محب زی

داباغ خالې خالې شو چې باغوان راځنې وژنې
خزان سیلۍ رألوتې چې ګلان راځنې وژنې

عراق اوفلسطین اوپه سوریه کې دې یهودو
اور بل ئې په کابل کړ افغانان راځنې وژنې

چې مونږ مسلمانان سره پخپلوکې جدایو
کفارو دسیسې دې مؤمنان راځنې وژنې

مسجدئې رابمبارکړ مدرسې موشې ویجاړې
عالم ئې هم شهیدکړ مقتدیان راځنې وژنې

ډالرئې راسست کړې اووسلې هم مفت رالیږې
چاپو اوډرون بریدوکې جهادیان راځنې وژنې

هم زمونږه پښتنوکې ئې دسرسړی پرې نخود
وحشې ظالمان خلک ټول ځوانان راځنې وژنې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x