نظــر

د کابل د ځمکو غاصبين، قومندان زلمی او قومندان ممتاز

احمدولي سرحدي

دکابل دځمکو ستر غاصبین قوماندان زلمی طوفان
اوداستاد سیاف وراره قوماندان ممتاز

دولسمشرۍ ماڼۍ دپام وړ!

کابل چې دافغانستان پایتخت دی، باید دهیوادوالو لپاره دهرډول اسانتیاوو ترڅنګ دقانون حاکمیت یو اصل وي بدختانه ددرې ګونو قواوو په شتون کې بیا هم کابل کې دځمکو غصب، انسان تښتونې، ځورونې، وژنې ، فساد او نورو غیرقانوني او ناروا کړنو په مرکز بدل شوی، دومره څوک نشته چې مخنیوی او پوښتنه وکړي چې چا او ولي دا غیرقانوني / ناروا کار کړی؟

دځمکو ستر غاصبین قوماندان زلمی مشهور په طوفان او ممتاز چې په سپینه ورځ دکابل مهمي ځمکي غصبوي ، دحزب اتحاد/ دعوت ګوند او حراست شورا دمشر استاد عبدالرب رسول سیاف نیږدې کسان او قوماندانان دي، داساسي قانون خلاف په غیرقانوني ډول دکابل ښار مهمي ځمکي لاندي / غصب کړي او هغه کسان چې دده وحشت، خپل سري او نارواکړنو په وړاندي ږغ اوچتوي، په یو او بل نوم یې وژني.

ترټولو ښکاره جنایت يې دکابل په پنځمه حوزه کې د کور لپاره دڅوجریبه ځمکې غصب او دتجارت دودي په موخه پر دولتي ځمکه دچاردي هي بیزنس په نوم سینټر/ ودانۍ جوړول دي.

قوماندان طوفان چې دځان سره لسګونه غیرمسول وسله وال لري، دکابل دکمپنۍ دپله څخه بیا تر ارغندۍ پورې دسړک یوې او بلې غاړي ته ځمکي غصب کړي ، په زور او غیرقانوني ډول دپیسو/ عوایدو زیاتولو/ لاسته راوړلو لپاره په کرایه او خرڅي کړي.

قوماندان طوفان چې دمافیا ستر لوبغاړی دی، دخپلو غیرمسول وسله والو دمعاش او بادارانو دمړولو لپاره هرڅه کوي خوافسوس پردې راته دریږي چې اخیر ترکومه به ددې ظالمانو پروړاندي چوپ او دظلمونو قرباني کیږو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

پخوا وختونو کې به د تنکيو ځوانانو د بې لارې کېدو ویره وه او مشرانو به هر وخت ورته نصیحت کا چې له فلان بد فعل ، له فلان لوچک ، بستان حراموني، او رهزن او قمار باز سره ناسته ولاړه مکوی، نن هماغه نصیحت کوونکي مشران په سپینو ږیرو خدای تعالی شرمولي او له بی لارو، غلو او داړمارانو سره ناسته پاسته، ملګرتیا او خپلولي پالي. جنایتکار طوفان چې ځان د وردګیانو خوریی تراشي، کابل میشتي وردګ مشران (د وردګیانو د نام نهاده شوری مشران) چې هر یو یې ځان ته د غرونو په وزن درنښت قایل دي د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x