شعـــــرونه

ستراتيژيک تړون نه غواړو

مونږ پر دې خـــاوره بې قرآنـــه بل قانـــــون نه غواړو
د خپــــل قاتـــــل سره دا ستراتيژيک تـــړون نه غواړو

كه غريبــــان يـــو كه بې وســــه قنــــاعت پـــرې كـــوو
د بشردوستو دا ( بي باون ) او دا ( ډرون ) نه غواړو

بايد عيـــــان وي د مومــــن او د كافــــر تر مينځ فـرق
مونږ د كفـــــارو سره هيـــــڅ ډول سمــــــون نه غواړو

مونږ پښتــــانه يـــــو قــــدم ږدو د پلار نيكه پر قـــــدم
د پلار نيكه په عنعنــــاتــــــو كي بدلـــــون نه غـــــواړو

مونږ سنت ږيره سپين پټكى مسنــون لباس كي غواړو
دا د غربيانـــــــو نيكټايي او تنګ پتلـــــون نه غــــواړو

تــرويجول د فحــــاشيـــــو يې أصلــــي هـــــــدف دى
ډيمــوكــراســي وركه شـــه دا قانون ملعــون نه غواړو

د مسكنت ډوډۍ به خورو د خپـــــــــل عيــــــالـــه سره
د غلامۍ په ډالـــــــر ډک مـــو خپــــــل لړمون نه غواړو

سره تر څېنګلــــــو يې لاســـــونــــه د ملت په وينـــــــو
د مېږو پوست كي شرموښـــان مونږ د پرون نه غـواړو

پـــــرون يې نـــــوم د مجاهــــد وو ، نن خادم د كافـــر
د ډالرخورو په شــــان داســـــــي اووښتــون نه غواړو

د شيطانانــــــو د سيسي او لــومي ښــــــه پېژنـــــــو
دا اربكيان دي مونږ خــــو دا ميلي پاڅـــون نه غـواړو

لكه روســــــان چي شول په تېښتــه د زمــــرو له كوره
د دې راغلــــو ځينــــــاورو هــــــم ژوندون نه غـــــواړو

يو مــــو قرآن يو مـــــو إسلام دى او يوه مــــو خـاوره
توپيـــــــر تر مينځ د هــــزاره او د پښتــــــون نه غواړو

هغه بيـــان چـــي وي د ديــــــن او د وطــــن په ګټـــــه
بس دغه غواړو مونږ ( نظامـــه ) بل مضمـون نه غواړو

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x