ټولنیزه برخه

د ژوند له انديښنو نه ستړو شويو ته مهم پیغام

ژباړه: قاري هاشمي

هغه چاته چې په ژوند کې مشکلاتو ګير کړی، غم ځپلی خفه ،پريشانه ،او مریض وی .

آيا مور يا پلار دی وفات شوی ؟؟

رسول الله په داسی حال کې را لوی شوی چې مور او پلار يې دواړه وفات وه.

آيا کوم اولاد دی وفات شوی ؟؟؟

له فاطمة الزهراء پرته درسول الله ټول اولادونه دهغه په ژوند کې وفات شوی او فاطمه هم دهغه له وفات نه يوه مياشت وروسته وفات شوه.

آيا ستا په عزت چا تهمت او بهتان پوری کړی ؟؟

درسول الله بی بی ام المؤمنين عايشه رضی الله عنها باندی تهمت پوری شوی وو چې الله تعالي يې د اوو اسمانو نه پورته دهغي پاکې نازله کړه.

آيا قرضدار( پوره وړی ) يې ؟؟
رسول الله په داسی حال کې وفات شو چې زغره يې له يهودي سره ګرو وه.

آيا دومره بي وسی درباندی راغلی چې په کور کې ديو وخت ډوډی وسه دی نه وی.؟؟
د رسول الله په کور کې به په میاشتو مياشو اور نه بليده.

آيا ته له خپل کلی او کور نه شړل شوی او مجبور کړی شوی يې ؟؟
رسول الله خپل قوم له کلی نه وتلو ته اړ کړ.

آيا چا ستا دوژلو هڅه کړی ؟؟
يهودو او مشرکانو څو ځله د رسول الله دوژلو ناکامي هڅی کړی.

آيا تاته کوم يو ګاونډی اذيت او تکلیف رسولي.؟
درسول الله يو يهودی ګاونډی وه چې هغه به يې اذيت کاوه خو سره له دې به هم چې کله يهودی مريض شو رسول الله به يې پوښتنی ته ورته .

آيا هغه څوک چې ته ورسره مينه او محبت لری ستا ددښمنانو خبری ته غوږ ايښي؟؟
ابوطالب درسول الله تره وه خو دابو جهل خبرو ته يې غوږ نيوه او درسول الله ددين پيروي يې نه کوله.

آيا چا ستا توهين او سپکاوي کړی ؟؟
رسول الله ته خپل ښکنځل وکړه او د اوښانو لری يې دهغه لپاسه اچولي دی .

آیا ته کله ددښمن لخوا محاصره شوی يې چې د رزق له تنګ والي او مشقت مخامخ شوی يې پداسی حال کې چې ته ديوي ډلی مشري هم په غاړه ولری؟
رسو ل الله دری کاله خپل قوم په شعب ابې طالب کې محاصره کړی او اقتصادی بنديزونه يې پری لګولی وه.

آيا تا ديو کار په اړه غم او ستړيا ګاللي.
رسول الله سره به تل ددعوت او اسلام ته دبلنی غم او فکر ملګری وه.

آيا چا ته درواغجن ګڼلی ؟ او ستا وينا يې رد کړی ؟؟
د رسو ل الله وينا څو ځله خپل قوم رد کړی او هغه ته يې ددرواغو نسبت کړی.

آيا غاښونه دی کله په درد شوی ؟
درسول الله رباعي غاښونه مات شوی دی .

آيا په داسې کار به باندی متهم شوی يې چې تا نوی کړی ؟
رسول الله په سحر او ليونتوب باندی متهم شوی.

آیا د الله تعالی په عبادت باندی کله ستړی شوی يې ؟
رسول الله به دومره دالله تعالی عبادت کاوه چې قدمونه مبارک به يې د ډیری ولاړې له امله وپړسيدل.

تاته به له پورتنيو مصيبتونو څخه يو يا دوه رسيدلی وی او ته دومره خفه او غمجن يې دهغه شخصيت به څه حال وه چې دا ټول مصيبتونه ورباندی راغلی وه ؟؟؟؟؟

آيا پدی هکله دې کله فکر کړی ؟؟

سره له دی هم رسول الله هيله مند وه . او دالله په اطاعت کې به يې خپل راحت او سکون لټاوه .

دا پيغام ټولو هغه ورونو ته دی چې غمونه او مصيبتونه ورته رسيدلی وی او په اړه يې غمجن او فکرمند وی .
آيا هغه څه چې تاته دالله له لوری رسيدلي ورباندی راضي نه يې ؟ په دی هريو مصيبت به الله تاته اجرونه درکوی هيله من اوسه او رسول الله دخپل ځان لپاره يوه غوره نمونه وګڼه دهغه پيروی وکړه…….

صلوا على نبينا محمد ﷺ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x