دجانان کډې په رښتیا له ملکه ځینه

فرهاد کابلی

له کله نه چې د ګډ حکومت په نامه تپل شوې اداره رامنځته شوې بې له دې چې د ناخوالو ستونزو او مشکلاتو ګیډۍ راوړي بله لاسته راوړنه نلري.

په لمړیو کې که څه هم کوردننه او بهر اکثریت مطبوعاتو،  او دچارو شنونکو دا پروسه یوه ناکامه طرحه او نړیدونکې تګلاره ګڼله خو د امریکایانو دمستقیم دخالت اغیزمنتیا د دې شړیدلې ادارې هیلې تریو سرحده را ورسولې.

او هغه څه چې دوی ته مطلوب ؤو هغه یې په لمړیو تر لاسه کړل.

نړیوالو غوښتل د اشرف غني ماضي ته په کتو سره له یوې خوا خپل سیاسي مخالفین وځپي له بلې خوا په سیمیزه کچه د خپلو همغږو قدرتونو ګټې خوندي وساتي.  امریکا په لږه موده کې په خپل مخترع حکومت ډیرڅه وکړل. تړون امضا شو،  خپل اولویتونه چې د دیموکراتیک نظام راتلل دي وشو،  همداراز سیاسي مخالف  اپوزیسیونونه بې واکه یاهم منزوي شول. له دې سره سره امریکا وکولی شول د ارګ له منځپانګې (رولا) څخه   په مستقیمه توګه سره د فحاشي او لویدیځوال کلتور د ترویج لپاره پراخ کمپاین وکړي،  له دې سره یې د سیمې له همغږي هیواد پاکستان سره تپل شوې کرښه هم د تصدیق تر مرحلې ورسوله او……………

له دوه کالو وروسته چې دګډې حکومتولی قانوني موده پای ته په رسیدو ده.  امریکا غواړي دا تپل شوې څیرې له مخې لرې او انتقالي اداره رامنځ ته کړي.

دوی غواړي له دې طریقه کاواکه دوستم نور هم منزوي او دنامعلوم مسیر په لوري وشړي.

ویل کیږي عبدالله عبدالله به هم له دې سیاسي نازولي پوست څخه وشړل شي. یواځې تیره ورځ د عبدالله په دفتر کې ۴ غونډې وشوې چې دوه پکې له امریکایی سفیر، او جنرال نیکولسن سره وې. نن هم نوموړي. د هند سفير ، د  اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو استازو  سره ليدلي  او پر روانو سياسي حالاتو يې خبرې کړي.

که عبدالله اوغني له دندې ګوښه شول! ؟

د ارګ څخه کره منابع وایی پدې ورستیو کې د دوو نږدې ملګرو اشرف غني او اتمر تر منځ ترینګلتیا په ډیریدو ده او اتمر نور د غني له خپل سري کارونو او بې ځایه خبرو تنګ راغلی نو غواړي د سیمیزو قدرتونو په تیره بیا د امریکا توافق خپل، او ځان د اشرف غني په نسبت مطرح ثابت کړي.

بلخوا بیا د اور او اوبو تر منځ هم جوړه په کیدو ده.  اتمر غواړي له خپل سرسخت  رقیب جنرال عطامحمد نور سره اتلاف وکړي.  په دې سره به دشمال تر ټولو بانفوذه څیره د ځان سره کړي او اشرف غني به په سیاسي او ایډیالوژیک فشار له ساحې لرې کړي،  آخوا به جنرال عطا دا کوښښ کوي چې د عبدالله پښې ووهي ،.

اوس هم جنرال عطا او صالح د کنګرو په جوړولو بوخت دي.  دې ته په کتو سره به د امرالله صالح،  اتمر، او عطا ترمنځ توافق نامه امضا، او د نظام چارې په مخ تر خپل کنترول لاندې راولي.

له دې توقعاتو څخه حزب اسلامي  هم ویره لري او خپل ټول ځواک په مصالحه اچوي.  حزبیان غواړي له ټولو هغو شرائطو هم تیر شي چې دوی تیر ۱۳ کلن جنګ جګړو ته تراشل.  ځکه دوی خپله روغه جوړه د اشغال په اختتام او د نړیوال ښکیلاک په خروج پورې تړله.  خو اوس دا حالت غیرمترقبه له دې کبله غوره ګڼي چې له یوې خوا  شورای نظار نه غواړي چې حزب دکابل کوڅو کې څادر واچوي ،  بلخوا د کمونست اتمر او دحزبیانو عقیدوي روابط ځمکه آسمان فرق لري.

ویل کیږي چې اتمر د حزب د پیوستون خنډ ده

په تیر کې هم حزب دعوه کوله چې د اشرف غني په میز دوسیې پرتې خو څوک یې د کتلو او امضا نشته اوس هم پخوانۍ ګیلې تر کابله را رسولي.

نتیجه:

که څه هم داهڅې به  د هیواد په روانو حالاتو کوم مثبت اغیز ونه ښندي خو بیا هم د همسایه هیوادونو په تیره بیا د ایران چې په دې وروستیو کې د اتمر سفر هم ورته وو او د  دوی دواړو د توافق لامل هم بلل کیږي.  کلتوري،  فرهنګي او سیاسي یرغل ته لار پرانیزي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

یهودی انګریزان له اوله زمونږ د هیواد د خبلمنځی جنګو د پاره یوه میرمن دوه میړونو ته په نکاح کړه کومی چه هغه دوه میړونه د بادارانو میرمنی وی . انګریزانو د سطرنج د چالونو به شان دوه چاله په یو وخت یا په یوه مهره دوه چالونه مخی ته بیول هغه چالونه د طالبانو سره د دوی په خوښه روغه جوړه او که ممکنه نه وه د ع او غ د دوه سری شمال او جنوب په ګډ حکومت زمونږ مظلوم اولس لکه د روسانو له ماتی وروسته خبل منځی جنګ ته ټیله کول دی . د طالبانو سره… نور لوستل »