ټولنیزه برخه

د مرحوم احمدیدات څخه پاپ جان پال دوهم وتښتېدﺉ!

عبدالغفار جُبير

پاپ جان پال دوهم په ۱۹۹۴ میلادي کال کي یو کتاب (Crossing the threshold of hole) ولیکی، په دې کتاب کي یې ۴ پاڼې صرف پراسلام باندي لیکلي دي، په دې پاڼو کي يې داهم لیکلي دي چي مسلمانان دي زما سره بحث وکړي، چي دده له بحث څخه موخه داده چي مسلمانان مرتد کړي، مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه لومړی په جنوبي افریقاکي او بیا په لندن او د امریکا په متحده ایالاتو کي تر دې عنوان لاندي:

« اسلام ومقدس پاپ ته ځواب ورکوي»

Islam Answer to the Pope.

لیکچرونه ورکړل، اخر مقدس پاپ په دې نه پوهیدی چي دغه د احمد دیدات بیانونه زما په خلاف او ماته اخطار دی، نو مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه مجبوره شو لیک یې و مقدس پاپ جان پال دوهم ته چي په واتیکان کي وو ورولیږی، هیڅ ځواب یې ونه موندی، بیا یې تلیفون ورته وکړ، هیڅ ځواب یې ونه موندی، بیا یې فکس ورته ولیږی، مقدس پاپ جان پال دوهم پټ شو، مرحوم احمد دیدات په امریکا او اروپاکي ډیر کوښښ وکړ چي پاپ پیداکړي او ځواب یې ورکړي خو مرحوم احمد دیدات ناهیلی شو.

ولي پاپ پټ شو؟؟؟

و ښاغلي پاپ ته د مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه منطق، استدلال او معلومات معلوم وه، پاپ په دې پوهیدی چي که چیري زه د احمد دیدات سره بحث وکړم، ضرور به ماته خورم، نو زما ماته د ټوله مسیحیت ماته ده، نو ښه خبره داده چي ځان پټ کړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x