ادبي لیکني

لنډه کيسه: زوى، د سيد رحمان فقيرزي ليكنه

afghan_manزوى

د سيد رحمان فقيرزي ليكنه

تور پيکۍ له ډير وخته وروسته بازار ته راغلی وه ؛

د خوارکۍ د ښار له سيله هيڅ سترګي نه مړيدې کله به يې يوې خوا ته کتل او کله بلې خواته ؛ بس نو داسي وه لکه زموږ د کلي ګل مير ؛  ګل مير مو نه دی ليدلی ؟

ځه خدای دې نه در وينې!

دی بيچاره به چې له کلي نه  بازار ته راغی نو نورو کليوالو به ځوراوه  او ورته ويل به يې چې د سړک په منځ منځ کې ځه چې موټر دې ونه وهي. تور پيکۍ په خپل پلار پسې روانه وه ؛ يوې خواته يې پلو نيولې و او بلې خواته يې په يوه سترګه  د ښار له نندارو خوند اخيست .

تور پيکۍ ډيره ورو ورو روانه وه پلار به يې چې وليدله،  چې له ده نه يې واټن زيات شوی ورته تم به شو؛ او ورته ويل به يې چې:

زویه  لږ را وچته شه دا دښار ښځي نه وينې بيخي بې زړه نه ښکاريږي او ته داسې پښه نيولې يې ته به وايي  چې دوزخ ته ځې !

په  تور  پيکۍ باندې د زوی نوم ډير ښه لګيده؛ پلار به يې،  چې زوی ورته وويل دې به د يو ډول غرورو احساس کاوه .

تور پيکۍ يې نن پلار د دې د واده   سو دا  اخېستو ته  را وستې وه ؛

د هغې پلار په ګاډي  کې هم  د کليوالو ځينې غوږوهنې واوريدې ؛

چابه ويل چې –

پخوا ښه وو د ودونو دومره درب نه وو په کجاوه کې به دې  ناوې را واچوله اورا په کور به دې کړه؛ اوس خو ګاډي   په ګلانوورته  پوښي او په ناوې پسې يې د ګاډو  کاروان روان  روان وي

سمدلاسه به بل ورغبرګه کړه

–  ها بل کال مو په ياد دې چې د خيرګل اکا وړه لورد سيپ الدين د لور په واده کې  ګاډي  وو هله او واده يې په وير واړاوه ؛ دا خو ورکي کړه ځنو خو په غټه ږيره خپلې لوڼې تر بازاره د واده د سودا پسې روانې کړي وي ؛

خو د تور پيکۍ پلار په دې خبرو پسې دومره سرونه ګرځاوه او د ټولو خبرې يې بابيزه  وګڼلې؛ ځکه هغه يوه لور درلوده او نه يې غوښتل چې لور دې يې له کوره خفه لاړه شي،  بله دا چې  د هغې مور د دې په زيږيدو سره  مړه شوې وه او اوس يې د خپلې مور د خوږو خبرو پرځای د هغې  ترخې او کرکجنې هغه اوريدې. تور پيکۍ اوس خپله ميره ادې بلله خو هيڅ کله يې له هغې  نه د مور د مينې څه نه وه ليدلې .

د تور پيکۍ پلار د کليوالو پرخبرو خپل غوږ ونه ګراوه؛ او اوس يې نو تور پيکۍ د يوې هټۍ مخې ته درولې وه چې ځان ته کالي خوښ کړي خو د تورپيکۍ جامي نه خوښيدې او له يوې هټې وتله اوپر بلې ننوتله ؛

د تورپيکۍ دې کار نور د هغې پلار ته هم حوصله نه وره ورپريښي هغه غوښتل چې ورته ووايي چې نور نو کار خلاصوه چې ځو تر کله به په بازارونو ګرځو خو ويې ليدل چې تور پيکۍ په منډه  يوې هټۍ ته چې د ښځو جامي هيڅ پکې نه وې ورکږه شوه او له يو زلمي هلک سره داسې په ورو غږ ژر ژر په خبرو شوه چې  تابه ويل  له پخوا ور سره پيژنې او نه غواړي دا خبرې يې پلار واوري    .

زلمي هلک په خپلو غوړو کړيوڅڼو لاس تير کړاو هغه ته يې د هو سر وخوځاوه.

هټۍ ته د تورپيکۍ د پلار په ورتګ سره چوپه چوپتيا شوه او زلمی هلک د خپلې هټې د شا خونې ته ولاړ .

د تورپيکۍ پر پلار ځمکه سره اور شوه .

له ډيره قهره تورواوښت.

غوښتل يې چې پر خپلې لور غږ کړې چې دا څه بي حيايي ده .

خو د تور پيکۍ د پزی په کشيدو سره هغه وپوهيد چې لور يې ژاړي .

د تورپيکۍ  پلار د هغې پر اوږه لاس کيښود او د هغې مخ يې د ځان خواته کړ ؛

د تورپيکۍ له سترګو  اوښکې راماتې وې .

پلار يې   په زوټه وويل –

نور څه غواړي کليوال خو دې ټول راباندې وغږول؛

تورپيکۍ  په داسې حال کې چې د پوزې له لارې يې  اوږده ساه اخيسته او له لکه ماشوم په سلګووه ؛ په خبرو شوه ؛-

پلاره  زه دې لور نه يم زه دې زوی يم ته به زما په واده خفګان نه کوي زما واده به دخپل زوی واده ګنې .

د هغې پلار چوپه خوله ولاړ و چې سترګي يې د هټې له شاه خونې نه په هلک وليګېدې، چې راووت .

تور پيکۍ خپلو خبرو ته دوام ورکړ .

پلاره ته به زما په واده وريښمنه پګړی پر سر کوي،  هغې ژر ژر ساه اخيسته او غوښتل  يې چې نور څه وايي چې زلمي هلک په کاغذونو کې پوښلې وريښمنه پګړۍ د هټۍ پر غولې واچوله .

اوتور پيکۍ ته يې وويل –

دغه  ده؛ دا وريښمنه پکړۍ ده ؛ په بازار کې بل چا سره نشته،  له موږ سره له پخوا پاتې دي .

تور پيکۍ پکړۍ را واخيسته او پلار ته يي ونيوله –

پلاره دا وريښمنه پګړۍ به په واده پر سر کوي،  سترګي مې دې ووځي چې به د خپلو کاليو د اخستو لپاره راغلی يم ؛پلاره زه پوهيږم ته په ما سختي نه کوي خو په ځان دې هيڅ هم نه لوريږي .

د هغې پلار وريښمين پګړۍ ته  په کتو خپله کوت کوت شمله سترګو ته يوړه او خپلې اوښکې يې پاکې کړي او جيب ته يې لاس کړ، چې د هټيوال پېسې ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx