دیني، سیرت او تاریخ

د طالب سوال

الحمد لله على ما أنعم، و الصلوة و السلام على نبيه الأكرم، و على آله و أصحابه أجمعين.

داسي څوک هم شته چي د يرغلګر په څنګ کي اوسي خو ورنه د بيګنا وینبهني وحشت او بربريت تپوس نه کوي.

لوڅ لپړ انسانان د ځنګله د وحشیانو په څیر ویني خو ورنه د جواز دلائل نه پوښتي.

سود قمار او شراب ورته په تشه یادونه هم نه ارزي.

د تجارانو تښتونه، په ماشومانو جنسي تیري، او په تورسرو ډلیېز تجاوز یې د عیش وعشرت برخه ده.

داسي ډیر څه شته چي په اړه یې د دوي سترګي چوغري او زړونه مختوم دي، چي ته یې وریاد کړي نو په سر دي یوه ټاپه ولګوي او بس.

لدي ټولو سره سره یې له طالب نه تپوس کړی وو، چي غزالي رحمة الله علیه وایې سوال حرام ده تاسو یې ولي کوۍ؟

ستاسو ولي ټول وخت په سوال ګزاره ده؟

 کله چي مي دا لیکنه په فیس بوک وليدله د دوي بغض او عناد ته هک پک او حیران شوم

ومي ویل چي یا الله دا خلک څومره سخت کوشش کوي چي د دین ريښي ختمي کړي، ځکه دا دومره ساده پوښتنه ده چي له هر طالب سره یې ځواب شته دا کس چي ځان مسلمان بولي البت مسجد به هم لري که د خپل مسجد له امام نه یې تپوس کړی واي هرومرو به یې تشويش رفع شوی وو.

خو ده د دي لپاره دا خبر په فیس بوک نشر کړ چي له مدرسي او حجري نه د ده په توان د مسلمانانو توجه واړوي، خلکو ته ابلاغ کي چي ګورئ دا طالبان سوالګر دي او سوال کول حرام ده پدي کار کي ورسره مرسته مه کوئ،

د دوي په ګمان پدي سره به حجره شنډه او د مدرسي غیږ به له طالبانو خالي شي.

خو زه داسي خلکو ته خبر ورکوم چي ستاسو په دي محال خیال کي ستاسو معنوي نیکونه هم خاورو ته څوړ شو او تاسو به هم دا جنون تر قبره رسوي، ځکه حجره او مدرسه د قران د حفاظت وسیلي دي او د قران حفاظت الله اخستی ده.

خو لله الحمد چي د دوي او د دوي د مخکښو دسیسي هر وخت د دوي اورمیږونه تاووي.

زه وعده کوم او له الله تعالی نه توفیق غواړم چي د طالب او طالبیني مفصل احکام تاریخ فضائل او حقوق به په یوه رساله کي ثبتوم او نشر ته به یې سپارم، تر څو د داسي داړورو داړي پري ماتي او طالب تري په امن شي

خو دلته د اختصار په سبب د طالب د سوال حکم په لنډو ټکو وړاندي کوم، نه یواځي د طالب بلکي پري د پاسه د غازي حکم هم لیکم ترڅو هغه هم لدي ناولو تورونو خلاص شي ځکه د عقور دا عادت وي چي خوله یې له یوه طرفه وخیږي بیا یې بل طرف ته اچوي.

(ﻭﻻ) ﻳﺤﻞ ﺃﻥ (ﻳﺴﺄﻝ) ﻣﻦ اﻟﻘﻮﺕ (ﻣﻦ ﻟﻪ ﻗﻮﺕ ﻳﻮﻣﻪ) ﺑﺎﻟﻔﻌﻞ ﺃﻭ ﺑﺎﻟﻘﻮﺓ ﻛﺎﻟﺼﺤﻴﺢ اﻟﻤﻜﺘﺴﺐ ﻭﻳﺄﺛﻢ ﻣﻌﻄﻴﻪ ﺇﻥ ﻋﻠﻢ ﺑﺤﺎﻟﻪ ﻹﻋﺎﻧﺘﻪ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺤﺮﻡ (ﻭﻟﻮ ﺳﺄﻝ ﻟﻠﻜﺴﻮﺓ) ﺃﻭ ﻻﺷﺘﻐﺎﻟﻪ ﻋﻦ اﻟﻜﺴﺐ ﺑﺎﻟﺠﻬﺎﺩ ﺃﻭ ﻃﻠﺐ اﻟﻌﻠﻢ (ﺟﺎﺯ) درالمختار”جــ2 صــ355

ژباړه: هغه چاته سوال کول حلال نه ده چي ورځني خواړه لري او یا په بدن جوړ وي کار کولی شي، او هغه څوک ګناکار ده چي د دي سوالګر په حال خبر وي بیا هم څه ورکوي، ځکه دا په ګنا کي کومک ده، او که یې سوال کول د جامي لپاره او یا لدي وجي چي په جهاد او یا طلب د علم مشغول وو بیا جواز لري.

(ﻗﻮﻟﻪ: ﺃﻭ ﻻﺷﺘﻐﺎﻟﻪ ﻋﻦ اﻟﻜﺴﺐ ﺑﺎﻟﺠﻬﺎﺩ) ﺃﺷﺎﺭ ﺇﻟﻰ ﺃﻥ ﻟﻪ اﻟﺴﺆاﻝ ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻥ ﻗﻮﻳﺎ ﻣﻜﺘﺴﺒﺎ ﻛﻤﺎ ﺻﺮﺡ ﺑﻪ ﻓﻲ اﻟﺒﺤﺮ ﻋﻦ ﻏﺎﻳﺔ اﻟﺒﻴﺎﻥ.

ژباړه: “او لاشتغاله عن الکسب بالجهاد” پدي کلام کي ديته اشاره ده چي غازي او طالب که په بدن جوړ او کسبګر وي بیا هم سوال کول ورته جائز ده.”ردالمحتار”جــ2 صــ355

ﻭاﺳﺘﺜﻨﻰ ﻣﻦ ﺫﻟﻚ ﻓﻲ ﻏﺎﻳﺔ اﻟﺒﻴﺎﻥ اﻟﻐﺎﺯﻱ ﻓﺈﻥ ﻃﻠﺐ اﻟﺼﺪﻗﺔ ﺟﺎﺋﺰ ﻟﻪ، ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻥ ﻗﻮﻳﺎ ﻣﻜﺘﺴﺒﺎ ﻻﺷﺘﻐﺎﻟﻪ ﺑﺎﻟﺠﻬﺎﺩ ﻋﻦ اﻟﻜﺴﺐ اﻩـ.

ﻭﻳﻨﺒﻐﻲ ﺃﻥ ﻳﻠﺤﻖ ﺑﻪ ﻃﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ ﻻﺷﺘﻐﺎﻟﻪ ﻋﻦ اﻟﻜﺴﺐ ﺑﺎﻟﻌﻠﻢ؛ ﻭﻟﻬﺬا ﻗﺎﻟﻮا: ﺇﻥ ﻧﻔﻘﺘﻪ ﻋﻠﻰ ﺃﺑﻴﻪ، ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻥ ﺻﺤﻴﺤﺎ ﻣﻜﺘﺴﺒﺎ..
“بحر الرائق”جــ2 صــ268

ژباړه: او لدي حکم نه غازي ایستل شوی ده په غاية البیان کي، ځکه چي هغه ته زکات غوښتل جائز ده که څه هم قوي او کسبګر وي ځکه هغه له خپله کاروباره په جهاد مشغول وي.

او مناسبه دا ده چي طالب العلم هم د غازي حکم ولري ځکه هغه هم له کسب نه په علم مشغول وي او لدي وجي علما وایې چي د ده نفقه د ده په پلار ده که څه هم جوړ کسبګر وي.

اﺳﺘﺤﻘﺎﻕ ﻃﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ ﻟﻠﺰﻛﺎﺓ:
4 – اﺗﻔﻖ اﻟﻔﻘﻬﺎء ﻋﻠﻰ ﺟﻮاﺯ ﺇﻋﻄﺎء اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻟﻄﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ، ﻭﻗﺪ ﺻﺮﺡ ﺑﺬﻟﻚ اﻟﺤﻨﻔﻴﺔ ﻭاﻟﺸﺎﻓﻌﻴﺔ، ﻭاﻟﺤﻨﺎﺑﻠﺔ، ﻭﻫﻮ ﻣﺎ ﻳﻔﻬﻢ ﻣﻦ ﻣﺬﻫﺐ اﻟﻤﺎﻟﻜﻴﺔ، ﺇﺫ ﺃﻧﻬﻢ ﻳﺠﻮﺯﻭﻥ ﺇﻋﻄﺎء اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻟﻠﺼﺤﻴﺢ اﻟﻘﺎﺩﺭ ﻋﻠﻰ اﻟﻜﺴﺐ، ﻭﻟﻮ ﻛﺎﻥ ﺗﺮﻛﻪ اﻟﺘﻜﺴﺐ اﺧﺘﻴﺎﺭا ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺸﻬﻮﺭ.
ﻭﺫﻫﺐ ﺑﻌﺾ اﻟﺤﻨﻔﻴﺔ ﺇﻟﻰ ﺟﻮاﺯ ﺃﺧﺬ ﻃﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻭﻟﻮ ﻛﺎﻥ ﻏﻨﻴﺎ ﺇﺫا ﻓﺮﻍ ﻧﻔﺴﻪ ﻹﻓﺎﺩﺓ اﻟﻌﻠﻢ ﻭاﺳﺘﻔﺎﺩﺗﻪ، ﻟﻌﺠﺰﻩ ﻋﻦ اﻟﻜﺴﺐ.
ﻧﻘﻞ اﺑﻦ ﻋﺎﺑﺪﻳﻦ ﻋﻦ اﻟﻤﺒﺴﻮﻁ ﻗﻮﻟﻪ: ﻻ ﻳﺠﻮﺯ ﺩﻓﻊ اﻟﺰﻛﺎﺓ ﺇﻟﻰ ﻣﻦ ﻳﻤﻠﻚ ﻧﺼﺎﺑﺎ ﺇﻻ ﺇﻟﻰ ﻃﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ، ﻭاﻟﻐﺎﺯﻱ، ﻭﻣﻨﻘﻄﻊ اﻟﺤﺞ.
ﻗﺎﻝ اﺑﻦ ﻋﺎﺑﺪﻳﻦ: ﻭاﻷﻭﺟﻪ ﺗﻘﻴﻴﺪﻩ ﺑﺎﻟﻔﻘﻴﺮ ﻭﻳﻜﻮﻥ ﻃﻠﺐ اﻟﻌﻠﻢ ﻣﺮﺧﺼﺎ ﻟﺠﻮاﺯ ﺳﺆاﻟﻪ ﻣﻦ اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻭﻏﻴﺮﻫﺎ ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻥ ﻗﺎﺩﺭا ﻋﻠﻰ اﻟﻜﺴﺐ ﺇﺫ ﺑﺪﻭﻧﻪ ﻻ ﻳﺤﻞ ﻟﻪ اﻟﺴﺆاﻝ.
ﻭﺧﺺ اﻟﻔﻘﻬﺎء ﺟﻮاﺯ ﺇﻋﻄﺎء اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻟﻄﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ اﻟﺸﺮﻋﻲ ﻓﻘﻂ.
ﻭﺻﺮﺡ اﻟﺤﻨﻔﻴﺔ ﺑﺠﻮاﺯ ﻧﻘﻞ اﻟﺰﻛﺎﺓ ﻣﻦ ﺑﻠﺪ ﺇﻟﻰ ﺑﻠﺪ ﺁﺧﺮ ﻟﻄﺎﻟﺐ اﻟﻌﻠﻢ.”الموسوعة الفقهیة الكويتية”
د موسوعي د عبارت مفهوم هم هغه ده چي پورته ذکر شو، مفصله ژباړه نه کوو.

دا پورتني ټول د فقهي معتبر او قدیم کتابونه دي چي مسلمه امت ټول ورځني کاروبارونه د دوي په رهنمایې تر سره کوي، دلته ما څو ذکر کړو، کنه ډیر زیات کتابونه پدي مسئله قائل دي.

اوس زه غواړم چي له نیوکګر نه د ده د څو کارونو وپوښتم چي له حرمت سره سره یې ورته جواز له کومه پیدا کړ؟

۱- د حربي کافر معاونت په کتاب الله، سنت رسول، او اجماع د امت سره حرام ده ته یې ولي پلوي او همکاري کوي؟

۲- ټایې د مسیحیانو شعار ده ته یې ولي په خپله غاړه اچوي؟

۳- ږیره خریل په اسلام کي ممنوع ده ته یې ولي خریې؟

۴- له کفارو سره تشبه حرامه ده ته ولي د هغوي په څیر ځان جوړوي؟

دا ټول هغه حقائق دي چي نیوکګر پري اقرار کوي او اصرار کوي چي دا ښه کوم

که رښتیا دی ښه او بد د شریعت په تله تلي نو د دي کارونو لپاره دي یو شرعي دلیل پیش کړي.

(و السلام علی من اتبع الهدی)

“رحیمزی صاحبزاده”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x