غواړئ ځوان پاتې شئ؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځواني هغه دوره چې انسان له خپلې خوښې سره سم په کې ژوند کولی شي؛ په ځوانۍ کې په اسانۍ سره خپلې موخې تعقیبېدلی شي؛ ځکه له لوړو او ژورو به درته تېرېدل اسانه وي. ځواني هم تل له چا سره ملګرې نه وي، وخت به راځي چې نور به ورسره مخه ښه کوئ، خو له ځوانۍ پرته هم خپله بدني پیاوړتیا ساتلی شئ.

هېڅوک نه غواړي بوډا شي؛ ځکه بوډا توب هغه دوره ده چې انسان په کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. بدن یې کمزوری وي، د سترګو دید له لاسه ورکوي، غوږونه یې په سختۍ اوري، کار او خوراک نه شي کولی او دې ته ورته نورې په لسګونه ستونزې.

خو که د ژوند په اوږدو کې سالمه تغذیه ولرئ او یو شمېر ډېر واړه ټکي په پام کې ونیسئ، کولی شی د دې دورې بدني پیاوړتیا مو حفظ کړئ. روغتیا پالان د عمر په اړه تل له یوه شي خبرې کوي. امګا ۳؛ دغه غوړ اسیدونه کولی شئ پر چهارمغزو او کبانو سربېره به ګڼو نورو موادو کې ومومئ.

دوی وایي، که غواړئ ځوان پاتې شئ په ورځني ‌ډول امګا۳ واخلي؛ ځکه د دغه اسیدو نخ شتون مو د پوستکي د زړښت او د ذهن د کونډتوب لامل کرځي. هره ورځ یوه اندازه چهار مغز او یا هم د ماهي غوښه وخورئ تر څو تل مو په بدن کې امګا۳ شتون ولري.

د دې لپاره چې ځوان پاتې شئ، په بدن کې مو د انتي اکسیدان شتون ضروري دی، دغه مواد له مېوو او سبزیو په اسانۍ لاسته راړلی شئ، ورڅخه ګټه اخیستل هم اسانه دي؛ ځکه د نورو خوراکي موادو په څنګ کې یې کارولی شئ.

انتي اکسیدانونه لږ تر لږه تر شپږو ساعتونو پورې دوام کوي، نو که غواړئ بدن مو له انتي اکسیدانو خالي نه شي د ورځې په
اوږدو کې مېوه وخورئ؛ ځکه که مو په بدن کې انتي اکسیدانو شتون درلود، بدن به مو د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لرونکی وي.
د دې لپاره چې زړه مو روغ وي، په بدن کې مو د فیبرو شتون حتمي دی.

څېړونکي له کلونو څېړنې وروسته اوس دې پایلې ته رسېدلي چې په دوامدار او منظم ډول په بدن کې د فیبرو کارول د دې سبب ګرځي چې په وینه کې مو د قندو شتون ثابت شي او له ډول ډول سرطانونو څخه په امن کې و اوسئ. د یوه سالم انسان بدن هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ ګرامه فیبرو ته اړتیا لري.

له زړښته د مخنيوي تر ټولو غوره لاره:

حضرت محمد (ص) فرمایي: مخکې له دې چې ماړه شئ، ډوډۍ خوړل بس کړئ.

که غواړئ زر زاړه نه شئ، هڅه وکړئ مخکې له دې چې ماړه شئ، ډوډۍ بس کړئ او بل دا چې په ډوډۍ خوړلو کې بېړه مه کوئ، د ډوډۍ له ژوولو خوند واخلئ، نه له مړښته.

کله چې انسان په ارامۍ سره ډوډۍ خوري، ژر د مړښت احساس کوي، د کمې ډوډۍ خوړل دا معنا چې نور نو تاسو له چاغښت سره خدای په اماني کوئ. هغه کسان چې سالم وزن لري، پوه شئ چې د ژر زړښت مخه یې هم نیولې ده.
پروتینونه مه هېروئ:

د بد د فعالیتونو یوه ستره برخه پروتین دي؛ پروتین مو د بدن د سلامتیا او پیاوړتیا لامل ګرځي. دغه مغذي ماده په ډېرې چټکۍ سره په بدن کې د سلولونو ستونزې له منځه وړي.

د پروتینونو تر ټولو ښه منبع سره غوښه، او یا هم د چرګانو او کبانو سپینه غوښه ګڼل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د