دیني، سیرت او تاریخ

یهودیت څه شی دی؟

عبدالغفار جُبير

دا چي تاسي په نړیوالو مذهبونو کي مهارت لرﺉ لطفاً لاندي سوالونه راته ځواب کړی:
رقیه- ماسکو

۱: یهودیت ته ولي یهودیت وايي؟

۲: د یهودو مقدس کتابونه کوم دي؟

۳: تر حضرت موسی علیه السلام مخکي یهودیت په کومه بڼه سره وو؟

۴: د اوسني یهودیت مذهبي اصل څه شی دی؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: د حضرت ابراهیم علیه السلام دوه زامن وه، حضرت اسماعیل علیه السلام او حضرت اسحاق علیه السلام، د حضرت اسحاق علیه السلام د یوه زوی نوم حضرت یعقوب علیه السلام وو، د حضرت یعقوب علیه السلام ۱۲ زامن وه، د مشر زوی نوم یې یهودا وو او د کشر زوی نوم یې بنیامین وو، په کومه علاقه کي چي د حضرت یعقوب علیه السلام دغه زامن اوسېدل د وخت په تېرېدو سره دغه سیمه یهودیه و نومول شوه، دغه د یعقوب علیه السلام خاندان هم په یهودو سره و نومول شو، او وروسته ټول هغه رسوم،عقاید چي دغو خلکو درلودل و هغو ته یهودیت وویل شو.

۲: د یهودو مقدس کتابونه په عمومي ډول سره دوه دي:

لومړی: عهدنامه عتیق، چي چي د اوسني بایبل ۴۶ کتابونه تشکیلوي.

دوهم: تلمود، چي و دې ته یهودي فقه هم ویل کیږي، دغه تلمود بیا پر دوو برخو ویشل شویدی، مشنا او ګمارا.

۳: تر حضرت موسی علیه السلام مخکي یهودو متعدد دیوتاګان (معبودان) درلودل لکه:

–       خانداني دیوتاګان، دا هغه دیوتاګان وه چي هر خاندان به خپل ځانته یو مشخص دیوتا درلودی او د هغه عبادت به یې کاوه.

– قومي دیوتاګان، دا هغه دیوتاګان وه چي د یهودو مختلفو غټو قومونو په ګډه سره یو دیوتا درلودی، او د کوچنیو دیوتاګانو څخه
وروسته به یې بیا ددغو غټو دیوتاګانو عبادت کاوه، دغه دیوتاګان به له ډبرو، خټو او لرګیو څخه جوړیدل، بیا به یې خلکو عبادت کاوه،او ددې دیوتاګانو په نامه سره به یې شُکرانې ټولولې: چي مشهور دیوتاګان یې لکه: بعل، مولک، الشدوايی او نور… وه، دوی د حضرت عزیرعلیه السلام عبادت هم کاوه دا ځکه دوی عقیده درلوده چي هغه د خدای زوی دی.

۴: د یهودو مذهبي اوسني اصول دوه دي:

لومړی:وحدانت، چي خدای یو دی، اوس دوی بتان نه مني.

دوهم: د اسریلو فضیلت، دوی دا فکر کوي چي بنی اسرايل تر ټولو مخلوقاتو اعلی او بهتره قوم دی، نو ځکه دوی نه د چا خبره مني ا ونه هم  د بل چا دین قبلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x