fbpx

د څښلو د اوبو ځانګړتیاوې او د ککړو اوبو منفي اغیزې‎

 ابوبکر همت

اوبه، د ژوندیو موجوداتو د پایښت لپاره اړینه ماده ګڼل کیږي. ژوندي موجودات د ژوندي پاتي کیدلو لپاره اړینې اوبه د ځمکې په سطحه له روانو اوبو ، رودونو، نهرونو ، بندونو او داسي نورو سرچینو څخه تر لاسه کوي.په دې وروستیو کلونو کې د نفوس زیاتوالۍ ، د صنایع پرمختګ او په ښارونو کې د ګڼي ګوڼې په نتیجه کې د اوبو او د اوبو د سرچینو د کموالي څخه سر ټکول کیږي. اوبه او د اوبو سرچینې مو ککړې شوي دي. په افغانستان کې د نورو ستونځو سربیره په کافي اندازه د پاکو اوبو نه لرلو له ستونځې سره لاس او ګریوان یو. په افغانستان کې په عمومي ډول مرکزي د ککړو اوبو چاڼ سیستم (centralized wastewater treatment plant) نه موجودیت موجوده ستونځې لا پسي ډیري کړي دي.

د انسان په روغتیا باندي اغیزه لرونکی مهمترین عنصر اوبه دي. زمونږ د وجود زیاته برخه له اوبو را منځ ته شوي ده.د یو انسان د وجود د وزن۶۵-۷۰٪ له اوبو څخه را منځ ته شوی دی .د ژوندیو موجوداتو د حجرو د ژوندي پاتي کیدلو او فعالیت د اوبو په وسیله صورت نیسي. اوبه د ژوندیو موجوداتو د طبیعت اصلي عنصر دی د اوبو په نه شتون کې ژوند ناممکن دی.یو ځوان د ورځني فزيولوژيکي فعالیت (physiological activity) لپاره په تخمیني ډول ۲.۵ لیتره اوبو ته اړتیا لري. د دې اړتیا د پوره کولو لپاره یوه اندازه اوبه له بهر څخه تر لاسه کوي، په ډیره کمه اندازه خپله وجود تهیه کوي. انسان د وجود لپاره اړینې اوبه ۵۰٪ د څښاک له لاري، ۳۵٪ له خوراکې توکو او ۱۵٪ د میتابولیزم په وخت کې د کیمیاوي تعاملاتو په نتیجه کې را منځ ته شویو اوبو څخه ورځنی احتیاج پوره کوي.که چیري یو انسان د ۷ ورځو څخه د ډیر وخت لپاره اوبه یا اوبه نه لرونکي خوراکي توکي تر لاسه نه کړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د اورښت په نتیجه کې د ځمکې سطحې ته رسیدونکي اوبه یوه اندازه منرالونه له ځان سره اخلي، په نتیجه کې د اوبو کیمیاوي جوړښت د تغیر سبب ګرځي .د هوا ککړتیا هم د باران او واورې د اوبو په ځانګړتیا وو باندي اغیزې لري،د دې له امله د باران او واورې اوبه د څښلو لپاره مناسبي نه دي. په دې سربیره د ځمکې د سطحې او د ځمکې د بیخ اوبه د کیمیاوي، راډیواکټیف او باکټریالوژیکي ککړتیاوو سره لاس او ګریوان دي.

د څښلو د اوبو څرنګوالی په عمومي ډول فزیګي ځانګړونو لکه خړوالۍ(turbidity)، رنګ، تودوخه، کیمیاوي ځانګړونو لکه سخت والۍ (hardness)،قلویت(alkalinity)،(pH) ، نایتریت ، اوسپنیزعنصر، میکروبیولوژیکي ځانګړنو لکه بکتریا او ویروس په وسیله ټاکل کیږي.

په دې ډول د څښلو د اوبو ځانګړنې په لاندي ډول دي:

 اوبه باید بې بویه ، بې رنګه ،روښانه او خوږې وي.

 په اوبو کې باید د ناروغیو را منځ ته کوونکي میکرواورګانیزمونه وجود و نه لري.

 په اوبو کې روغتیا ته تاوان لرونکي کیمیاوي مادې باید وجود و نه لري.

اوبه باید بې بویه ، بې رنګه ،روښانه او خوږې وي:

په اوبو کې فینول (phenols) ، غوړي او داسي نور اوبو ته بد بوی او خوند ورکوونکي مادې باید وجود و نه لري.اوبه بې رنګه ،روښانه او د څښلو وړ مناسبه د تودوخي درجه باید ولري.د څښلو اوبو لپاره مناسبه د تودوخي درجه د 8-12 °C تر منځ ده ، په اوبو کې د حل شوي اکسیجن غلظت (concentration) له 5 mg/L څخه باید ډیر وي.

په اوبو کې باید د ناروغیو را منځ ته کوونکي میکرو اورګانیزمونه وجود و نه لري:

په اوبو کې ځیني میکروارګانیزمونه د مختلفو ناروغیو سبب ګرځي.له اوبو څخه د ناروغیو را منځ ته کوونکو میکروارګانیزمونو (pathogenic microorganisms) د لیري کولو لپاره مناسب میتود (appropriate method) د میکروب وژلو (disinfection) څخه عبارت دی. په اوبو کې که چیري پاتې شوني کلورین(residual chlorine) د 0,1-0,2 mg/L په غلظت سره د مناسب وخت لپاره (contact time) پریښودل شي کولای شو په دې ډول د ناروغیو رامنځ ته کوونکو بکتریاوو څخه اوبه پاکي کړو. د ویروسونو د له منځه وړلو لپاره د لوړ دوز کلورین(high chlorine dosage) او مناسب پرمختللي چاڼ (advanced filtration process) په طریقه سره کولای شو اوبه د ویروسونو څخه پاکي کړو.

که چیري اوبو کې (Escherichia coli) بکټریا وجود ولري د ناروغیورا منځ ته کوونکو میکروارګانیزمونو شتون ته اشاره کوي. د انسان د غایطه موادو په ۱ ګرام کې زر میلیونه (l08-109 ) داني (Escherichia coli) شتون لري. که چیري د څښلو د اوبو د یوي منبع (drinking water supply) د تحلیل په نتیجه کې اوبو کې (Escherichia coli)

وموندل شي ،نو ویلای شو چې اوبه د ککړو اوبو (waste water) په وسیله چټلي شوي دي . د افغانستان په لویو ښارونو (کابل، هرات ،قندهار، مزارشریف ، ننګرهار ‎) کې د څښلو اوبه د ککړو اوبو په وسیله چټلي شوي دي چې د دې په نتیجه کې سلګونه وطنوال د ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

ځیني کیمیاوي مادي زهرلرونکي تاثیرات له ځانه ښيي،

ارسنیک(Arsenic)،کادمیوم(cadmium)،کروم(chromium)، سرب ( lead)،سیماب(rcury)،سلنیوم(selenium) په شان درانده فلزات (heavy metals) د انسان په وجود کې د زهري تاثیراتو (toxic effect) سبب ګڼل کیږي.
ارسنیک(Arsenic) د فلز په حالت کې بې زهرو دی ، که چیري له اوبو یا هوا کې له نم سره یو ځای شي زهر لرونکی (As2O3) مرکب منځ ته راځي.دا مرکب د انسان د فلج ، عصبي سیستم د خرابۍ سبب ګرځي. د غیر عضوي ارسنیک(inorganic arsenic) مرکبات د سرطان د ناروغۍ سبب ګڼل کیږي.

که چیري وجود کې سیماب را غونډ شي ، د سر درد ، ستړیا ، لاس او پښو درد را منځ ته کیږي.د غاښونو شاوخوا غوښو التهاب،غاښونو کې آسماني-بنفش د سیمابو خط منځ ته راځي.روحي ستونځې ، د حافظې کمزوري ، وجود، لاسونو او پښو کې حسي اختلال را منځ ته کیږي.

کادمیوم(cadmium) او مرکبات یې په انسانانو کې د سر درد ، د تندې حس، د ستوني وچوالی، غصه کیدلو او تخریش لرونکي ټوخلي په شان ستونځو زیږنده ګڼل کیږي.

سرب او د هغې مرکبات د بې اشتهایۍ،د ګیډې درد، ستړیا، د بدن عمومي ضعیفوالی ، فلج او د حسي غړو د خرابۍ سبب ګرځي.

کلوراید(C1-) په اوبو کې د سوډیم کلوراید(NaCl) په ډول پیداکیږي. که چیري په اوبو کې په زیاته اندازه سودیم کلوراید (NaCl) شتون ولري اوبو ته د انسان او یا حیوان ادرار ګد شوي دي.

کروم(chromium) د معدې د زخم،د سینې درد،د سږو او د پښتورګو د ناروغیو سبب ګڼل کیږي.

مونږ ته په کار ده چې د اوبو د سرچینو ساتنه وکړو ، د اوبو د سرچینو د ککړتیا مخه ونیسو . کابل کې د څښلو د اوبو کوهیان د ککړتیا له سخت ګواښ سره مخ دي، د وطنوالو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی، د دې ستونځو هوارۍ د دولت او ملت ګډ مسولیت دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د