نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۷)

په تاسف سره باید وویل شي چې نوموړي د ننګ او ناموس سپېڅلي مفاهیم نه وو درک کړي، او دهغو په ارزښت نه پوهېدو. هېڅکله یوه بدکاره نشي کولی چې د یوې مسلمانې، یوې افغانې، او یوې داسې کورنۍ ننګ او ناموس وګرځي چې بنسټ یې پښتونېزم وي! د افغان مسلمان ولس د هر قوم په منځ کې، همدا ډول د پښتنو قبایلو په منځ کې هېڅکله د فتانې په څېر یوه بې ننګه او بې عزته فتنه نه شي را پیدا کېدی!

په اصل کې د افغانستان د ټولو قومونو په منځ کې چې هر څوک د فتانې په څېر د بدو اعمالو مرتکب وګرځي، د مرګ لایق ګڼل کېږي او په خپله سزا رسول کېږي! مګر پلار مې ړوند شوی و، د فتانې په بد اخلاقیو او فسادونو یې سترګې پټولې! نوموړي به هر وخت د غیرت خبرې کولې! خو له نجیب او مېرمنې څخه یې په خپل ملاتړ سره هر څه وبایلل.

پلار مې چې کله په پېښور کې دنده تر سره کوله، د محمد داود او پښتونستاني ملګرو تر منځ یې رابط و، د محمد داود له دغه اعتماد نه یې ناسمه استفاده کوله. په ګڼو بانو مانو به یې ډېرې زیاتې پيسې خپل جیب ته اچولې!  پر دې سر بیره نوموړي به د نجیب په مشوره له تجارانو څخه بډې اخیستې!

پلار مې د څو دلیلونو له مخې د رشوتخورۍ او سوء استفادې په برخه کې د نجیب لارښوونو ته اړتیا لیدله، پلار مې بې زړه و، مګر نجیب یوه ذره هم د قانون ضد کړنو له تر سره کولو نه یرېدو. له دې پرته، نجیب پوهېدو چې پلار د دولت مامور او د خپلو کړنو مسول دی، نه دی؛ ځکه خو د نجیب مشورې او مداخلې خپله د نجیب لپاره بې کاره پایلې نه درلودې! نجیب پیسو ته اړتیا لرله، او غوښتل یې د پلار له لارې په هر ډول چې کېږي، مفتې او بې ستړیا پیسې لاسته راوړي. پلار چې د نجیب په واسطه له اختلاس او د بډو اخیستو له لارې د نجیب د مشورو په نتیجه کې کومې پیسې تر لاسه کولې، یوه برخه یې له حاجي سحر ګل او حاجي ضراب ګل سره چې په هزاربزو مشهور وو، او د تجارت کسب یې کولو اېښودلې. یوه برخه به یې نجیب د خپل عیش او عشرت لپاره لوټلې، که به نجیب ډېرې پیسې نه تر لاسه کولې، د ده او مېرمنې تر منځ به یې جګړه پېښېده! او له پلار سره به مې د نجیب مناسبات خرابېدل! حمیرا سراج هم په خپل ځانګړي مکر سره پلار او مور ته مې دوکه ور کوله، او د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ له لارې به یې پیسې ترې شکولې!

نجیب له دولسو کلونو وروسته د طب پوهنځۍ پای ته ورسوله، له عسکري خدمت وروسته، د بالامرغاب په روغتون کې د خپلو نمرو مطابق په دنده وګومارل شو، مګر ده نشوای کولی چې د کابل د مکرویانو د عیش او عشرت آسوده او مفت ژوند د شمال د بیچاره خلکو د خدمت لپاره پرېږدي! د کمونیزم او روس له خدمت نه سترګې پټې کړي! د هر ډول ملي، وطنپالنې، غریبپالنې او خواخوږۍ له احساس نه بې برخې هلته یې له تګ نه انکار وکړ! د ډاکترۍ له دندې چې دده له شخصیت او ټيپ سره برابره نه وه استعفا وکړه، د خپل ګوند په منځ کې خپل دایمي کار او د کمونیستي عقېدې په خپرولو یې لاس پورې کړ.

نوموړی به هر ژمی د چکر لپاره له خپلې مېرمنې سره پلار ته مې پېښور ته ورتللو.  په دې وخت کې د کي جي بي فعال غړي شاه محمد دوست چې د افغانستان له اشغال نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر مقرر شو، په پېښور کې د قونسل په توګه دنده تر سره کوله. نجیب له دوست او دکورنیو چارو له وزیر فیض محمد سره د پاکستان د کيڼ لاسو ګوندونو، او د پاکستان د کمونیست ګوند په منځ کې د صوبه سرحد په قبایلو او بلوچانو کې سیاسي کار پر مخ وړلو، له دې وروسته به بیا هند ته تللو، هلته به د هند له کمونیست ګوند سره په تماس کې کېدو، هند له همغه وخت راهیسې د نجیب او کي جي بي تر منځ رابط و، نجیب په همدې کلونو کې د کي جي بي غړیتوب تر لاسه کړ، د قبایلو او صوبه سرحد په منځ کې یې هم د روس او هم د ځان په ګټه ډېر ښه کاروبار تر سره کړ.

نوموړی تر ننه پورې دخپلو همغو کارونو مېوه خوري، د شوروي بادارنو له خوا د کارمل په پرتله نجیب ته ترجیح ورکول همدا د نجیب د پښتونیزم مسله، د پاکستاني او هندي ټولنو ژوره پېژندنه، د پاکستان په دننه کې د قومونو او قبیلو تر منځ تفرقه اچول، د پاکستان د کیڼ لاسو ګوندونو مشران تطمیع کول د نجیب د سیاست ځانګړنې دي.
کله چې محمد داود د سیاسي وجوهاتو له مخې په ۱۹۷۷ کې خپل دريځ نوی کړ، او غوښتل یې چې یو بل لوری ونیسي، شوروي اتحاد د خپل توسعه طلبي او تفوق طلبي خاصیت له مخې نه غوښتل چې افغانستان مستقل هېواد وي او د ناپیلتوب خپلواک سیاست پر مخ یوسي. بریژنیف چې د شوروي د کمونیستي ګوند په سر کې یې قرار درلود، د محمد داود نوی تمایل یې د شوروي اتحاد د ګټو لپاره ګواښ وګڼلو، او تصمیم یې ونیولو چې د خلق او پرچم ډلې چې د شوروي د ګټو د خوندیتوب مخکني مزدوران وو، سره یو کړي، او ددوی په واسطه هغه کرغېړن پلان چې د افغانستان د سیاسي برخلیک لپاره یې طرح کړی و پلی کړي.

د ۱۳۵۶ هـ ش کال د چنګاښ په میاشت کې د خلقیانو او پرچمیانو د مرکزي کمېټې د ګډې ناستې په دایرېدو سره د خلق دیموکراتیک ګوند د بیا یووالي اعلان وکړ، او خطر زنګونه وکړنګېدل!  په نویې مرکزي کمېټه چې له ګډې ناستې وروسته منځ ته راغله دیرش کسان شامل وو، چې له دواړو ډلو نه په مساوي توګه پنځه لس پنځه لس کسان ټاکل شوي وو.

نور محمد تره کی د عمومي منشي او ببرک کارمل د ګوند د دوهم منشي په توګه وټاکل شول، نجیب هم له ټاکل شوې ناستې وروسته په مرکزي کمېټه کې غړیتوب درلود. نوموړي په عین وخت کې د کابل ښار د کمېټې د منشي په توګه هم دنده تر سره کوله.

د ۱۳۵۶ کال په ورستیو کې د زرجان په نامه د یو خلقي له خوا د پلان د وزیر علي احمد ترورول د دیموکراتیک خلق د ګوند او د شوروي د کرغېړنو نیتونو ښکاروندی او ثابتوونکي وو، چې غوښتل یې نا امني او سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کړي، او بیا د سیاسي ثبات د نه شتون په بهانه په کودتاه لاس پورې کړي. د داود رژیم را وپرځوي او د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي!

زرجان د ماسپښین شاوخوا د پلان د وزیر د قلم مخصوص مدیریت ته لاړ، او له خرم سره د لیدو غوښتنه یې وکړه، په دې وخت کې خرم د جاپان له یوه رسمي پلاوي سره لیده کاته درلودل، زرجان نوموړی د توپانچې په زور د لېدو کتو له خونې څخه را بهر کړ، د پلان وزارت له ودانۍ نه یې بهر وویست، او بیا یې د وزارت د دروازې په خوله کې د توپانجې په ډزو ووژلو! او خپله وتښتېد!

ددغه کودتاه د پېښېدو او د دیموکراتیک خلق د ګوند د پلان په اړه دشوروي په سفارت کې نور محمد تره کي په یوه بلنه کې د هغو خبرو په ترڅ کې چې د افغانستان د نفوس شمېرنې او احصايې د سریزو په هکله ( چې په ۱۳۵۶ کال کې د محمد داود د جمهوري دولت لخو ا یې پلان طرح شوی و ) د مرکزي احصايې رئیس عبد الکریم حکیمي ته یې داسې وویل: ( دا سرشمېرنه به هېڅ کله تر سره نشي)

دحزب دیموکراتیک خلق د رهبرۍ د پلاوو غړي ښه پوهېدل چې څه پلان به تر سره کېږي! او څه به پېښېږي! د ۱۳۵۷ کال په پسرلي کې د شوروي د کي جي بي سازمان د توطیې پر اساس میر اکبر خیبر ترور شو! باید پوښتنه وکړو چې روسانو ولې نوموړی ووژلو؟  ځکه چې نوموړی ددې سخت مخالف و چې دحزب دیموکراتیک خلق دې سیاسي واک تر لاسه کړي او هغه هم د کودتاه له لارې! نوموړی په دې اند و چې ګوند لا تر اوسه د واک د لاس ته راوړلو او ساتلو لپاره وړ تیاری نه لري؛ ځکه چې ګوند د افغانستان د اکثریت خلکو له ملاتړ او ساتنې څخه برخمن نه دی! او یوازې د بین المللي ځواکونو ( د شوروي ملاتړ ته اشاره ده ) په ملاتړ تکیه نشو کولی!  نوموړي د مارکسیزم د دکتورانو په څېر د خلکو ملاتړ له انقلابي واک نه لوړ ګڼلو!

مګر شوروي اتحاد او دګوند درهبرۍ پلاوو غړو په هغه وخت کې دا ډول نظریات مردود ګڼل، بر دې سر بېره روسیې داسې یو فلز غوښت چې د هغه په واسطه د حزب د یموکراتیک خلق له لارې د پرچمیانو او خلقیانو تر منځ وحدت ونښلوي!

دغه فلز باید پخلاینه بله کړې وای! تر څو د داود د رژيم پر ضد د ګوند د غړو د تحریک انګېزه علني شي، له دې مخکې د کي جي بي ماشين غوښتل د ګوند په اړه دګوند د مشرتابه او غړیو ثبات او استقامت، او د ګوند د مشرتابه لپاره د غړیو اطاعت وآزمايي! په مستقیم ډول د ګوند دمشرتابه او غړیو د راغونډولو علني کول، او په یو نازک وخت کې د ګوند په مشرۍ د یوې لويې غونډې رهبري کول د کي جي بي د ماشین له نورو موخو څخه وو.

خیبر په مرموزه توګه ماښام مهال په هغه سرک باندې چې له انصاري واټ نه جلا کېږي او ددولتي مطبعې په لوري ځي ووژل شو!

د نوموړي وژل ددې باعث شول چې د محمد داود حکومت او د دیموکراتیک خلق ګوند یو له بل سره ښکر په ښکر شي، په دې حال کې ګوند خپلو ټولو نظامي سازمانونو ته د تیار سی امر کړی و، د ګوند د رهبرۍ پلاوو د میر اکبر خیبر ترور د افغانستان د تاریخ د تحول نقطه وبلله، او هغه یې د خاموشۍ د شکست پیل او د حرکت چینه اعلان کړه.
ګوند د میر اکبر خیبر مړی د څو زره نفري لاریون په بدرګه د شهدای صالحینو په هدیره کې ښخ کړ، او په همغه ځای کې د ګوند سیاسي سند چې د ګوند د راتلونکي دريځ او نیتونو څرګندونه یې کوله د ببرک کارمل له خوا ولوستل شو،  او د محمد داود حکومت ته د زور آزمایلو چلنج ور کړل شو!

یوه ورځ وروسته، یعني د غوايي په شپږمه، یوه دولتي اعلامیه د رادیو افغانستان له لارې خپره شوه، په همدې ترتیب رسما اعلان وشو چې نور محمد تره کی او ببرک کارمل له یو څو ملګرو سره یې ګرفتار شوي او محاکمه به شي!

د سبا ورځې په سهار ( دغوايي اوومه ) د افغانستان تاریخي تراژيدي پیل شوه! د غوايي د اوومې کودتاه تر سره شوه، د اسلم وطنجار د ټانک په ډز سره توروالی او تیارې، استبداد او وحشت، انسان وژنه او جنایت پيل شول! ولسمشر محمد داود، ورور یې محمد نعیم او د کورنیو غړي یې چې په کابل کې وو، او همغه د کودتاه په شپه په ارګ کې سره غونډ شوي وو، ټول د پرچمیانو او خلقیانو په واسطه په بې رحمۍ سره ووژل شول! ان چې وړو ماشومانو یې هم خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړ!

د یموکراتیک خلق ګوند له نامشروع لارې سیاسي واک غصب کړ، او په نړۍ کې یو بل دولت د د توسعه طلبه شوروي اتحاد د سیمه ایزو ګټو د ساتنې او پیره دارۍ د چوپړیانو په حلقه کې ور اضافه شو! د افغانستان خپلواکۍ او حریت رنګ و بایللو، د کمونیزم د انقیاد زنځیر زمونږ د ملت د ژوند د تمامیت له ځمکې را تاو شو!

کودتاه چیانو د خپل حکومت د انقلابي شورا د غړیوکابینه اعلان کړه، نور محمد تره کي د انقلابي شورا د ریاست او د صدر اعظمۍ چوکۍ ونیوې! ببرک کارمل د دواړو پوستونو د معاون په توګه، یعني د انقلابي شورا معاون، او د صدر اعظم معاون وټاکل شو! مګر دغوايي دغه خونړۍ کودتاه او د پرچمیانو او خلقیانو ګډ برخلیک چې د روسانو په واسطه ټاکل شوی و، د ګوند ددغه دوه ډلو ترمنځ واقعي یووالي تامین نشوای کړای! ظاهرا د د ولت درئیس او د صدر اعظم په توګه د تره کي ټاکل کېدل چې خلقی و، او په دواړو چوکیو کې ببرک کارمل د معاون په توګه، باید د خلقیانو او پرچمیانو د قناعت وړ ګرځېدلي وای، او ددواړو ډلو تر منځ یې باید په دولت کې موازنه ساتلې وای، مګر عملا داسې ونه شول! څو ورځې تېرې نه شوې چې بیا هم د نوي واک ته رسېدلې ګوند د ډلو تر منځ کورني اختلافات را څرګند شول! حفیظ الله امین د خلقیانو د استازي او سرکرده په توګه د کودتاه د فرمان د صادرولو د ادعا پر اساس په ببرک کارمل او پرچمیانو بریدونه او غورځنګونه پیل کړل! د ورځو په تېرېدو سره د خلقي او پرچمي ډلو تر منځ د ګوند د مرکزي کمېټې او انقلابي شورا په د ننه کې درز زیاتېدو،  ببرک کارمل د کمزوي وضعيت په لوري وو، حفیظ الله امین د نجیب او وکیل چې دواړه له پرچمي ډلې څخه وو، او د مرکزي کمېټې غړي وو د برطرفۍ غوښتونکی شو، نوموړي په دې اړه نور محمد تره کې ته د انقلابي شورا په ناسته کې یو یاد داشت ور کړ چې د بحث لپاره مطرح شو!

په یاد داشت کې راغلي وو چې نجیب د کابل ښار د کمېټې د منشي په توګه د ګوند د ملکي غړو په منځ کې د خپلې ډلې په ګټه فعالیت کوي، اوعبد الوکیل د نظامي غړو تر منځ همدا کار تر سره کوي؛ ځکه باید دوی توبیخ شي او د فریکسیون بازۍ او ډلبازۍ د فعالیتونو له وجې باید له هېواد نه بهر ته لاړ شي! او د سفیرانو په توګه وګومارل شي! نوموړي انقلابي شورا ته یو بل پېشنهاد وسپارلو، چې د انقلابي شورا غړیتوب ته له خلقي ډلې نه د یوولسو کسانو د ور زیاتول په اړه و. ببرک کارمل پوهیدو چې په انقلابي شورا کې د خلقیانو په زیاتوالي سره د ده موقف کمزوری کېږي، نو له همدې کبله یې له نوموړو پېشنهادونو سره ډاګیزمخالفت وکړ! دغه زیاتوالي په انقلابي شورا کې د نظرونو تناسب سره ګډوډولو! ببرک کارمل د پورتنیو ملاحظاتو او په انقلابي شورا کې د موقف دکمزورتیا په نظر کې نیولو سره چې پایله به یې له کار او ګوند نه دده لیري کېدل او سقوط و، تصمیم ونیو چې د انقلابي شورا ناسته پرېږدي! نوموړی له خونې نه بهر شو.  (  چېرته ځې؟ ) سید محمد ګلاب زوی چې هغه مهال د نور محمد تره کي د ګارد مشر و، له نوموړي نه یې پوښتنه وکړه!

کارمل: ( بهر ته! زه نشم کولی ددې موضوع په اړه په تصمیم نیولو کې ګډون وکړم )

ګلاب زوی خپل ماشیندار د تهدید په توګه له اوږې را وایست، په لاس کې یې ونیو! په داسې حال کې چې د ټوپک شپېلۍ یې د ببرک کارمل لوري ته ور واړوله ویې ویل: ( سمدستي دانقلابي شورا جلسې ته را وګرځه! په رای ګیرۍ کې برخه واخله! یا مخالفه رایه ور کړه او یا موافقه! ) …

نور بیا

لیکوال: صدیق الله راهي د ډاکتر نجیب ورور.

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

———-

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x