ادبي لیکني

پښتو ته ژباړه او اړتیا!

 امان‌الله ايمان

ژباړه د نن عصر د وروسته پاتې ملتونو شدید ضرورت دی، هغوی چې د ګڼو لاملونو له کبله یې نسلونه بې سواده پاتې شول او نوره نړۍ تر سپوږمۍ ورسیده او ورڅخه مخکې شوه، ورته لازمه ده چې د پرمختللو ملتونو او هیوادونو د پرمختللي مسیر د تعقیب لپاره، له هغوی څخه د پرمختګ نوي او معاصر مفاهیم زده کړي، دا کار د ژباړې له لارې شونی دی.

لویدیځ هغه مهال تمدن ته ورسید، کله یې چې د شرق د پوهانو کتابونه او علوم خپلو ژبو وژباړل، ژباړه یو ولس ته تمدن لیږدوي او هغه له حتمي شکست څخه ساتي. ما وار وار ویلي او بیا هم وایم چې د نړۍ اوسني پراختیا ته په کتو، له معاصر تمدن سره د همغاړي کیدو او خپل ځوان نسل په نویو نړیوالو اکتشافاتو د سمبالښت لپاره تر ټولو لنډه لاره داده، چې زده کړی، مسوول، قلم په لاس ځوانان نوي علوم او مفاهیم خپلې ژبې پښتو ته راواړوي.

ژباړه له نویو مفاهیمو او پرمختګونو سره د خپلو ولسونو د نښلولو په لومړنیو ګامونو کې ده، یعنې ژباړه د نوي تمدن د بنسټ له خښتو څخه ده، داسې ولسونه شته که د نړۍ په هر ګوټ کې د نویو پراختیاوو په باب کوم کتاب لیکل کیږي، د ورځو په رپ کې یې خپلې ژبې ته ژباړي او د ولس مینه یې ورباندې ماتوي، دغه ولسونه په خپل هدف او ژوند کې بریالي دي، هغوی خپل امکانات همدې ته عیار کړي چې په ډیره چټکۍ سره د ولس د ښیرازۍ لپاره تر نورو اوچت ګام پورته کړي.

دا ډول ګامونه، اړونده ولسونه نور هم د بریا مسیر ته نښلوي. ژباړه لکه څومره چې لذت لري، همغومره پیچلی او له زړه تنګو او باریکیو ډک کار هم دی، ژباړن باید په دواړو ژبو بلا برلاسی وي، ستره حوصله ولري، هغه باید د اصلي متن روان، په خپله ژباړه کې دقیق او باریک وساتي، د لیکنې د محتوی اصلي لوری ترې کوږ نه شي، د محتوی هغه اصلي خوند یې باید د امکان تر حده په ژباړلي متن کې ساتلی وي، دومره پيچلې یې ونه ژباړي چې لوستونکی په اصلي متن که څه هم ورباندې نه پوهیږي، شکر وباسي.

په ژباړه کې پر لفظي مهارتونو سربیره، د دواړو ژبو د محتوا روان ته پام ډیر ضرور دی. ضرور نه ده چې ژباړه دې په ډیرو پيچلو او سوچه اصطلاحاتو وشي، روانه، سلیسه او عام فهمه ژباړه تر ټولو ډیر خریدار او لوستونکي لري، ځینې ژباړې لکه د تعقیداتو ټولګې داسې وي، چې ځان پوهول پرې د ژباړې ژباړو ته اړتیا لري.

په پښتو برخه کې د ژباړې ماهر استاد زبیر شفیقي په دې اړه موږ ځوانانو ته دلچسپه مشوره لري وایي:

د ژباړې په اړه مې یوه مشوره ځوانو قلموالو ته همدغه ده چې تر ممکن حده باید د ازادې ژباړې روش غوره کړی، تحت الفظي ژباړه تر ډیره بې معنی ده، ما تر اوسه زیاتره ادبي او یوه برخه سیاسي او ژورنالیستیک اثار ژباړلي دي، ځکه یې تر اوسه په همدغه یوه روش روږدی یم، د ژباړې تخصصي تکتیکونه ما نه لوستي او نه مې پرې فکر کړی دی، بس په طبیعي شکل مې دې چار ته دوام ورکړی دی.

دا بیخي زما د زړه خبره ده. د شفیقې صیب په خبره سربیره، زما وړاندیز دادی، چې هر ځوان که په خپله تخصصي رشته کې ژباړه وکړي، ښایی پرمحتوا، دلچسپه او لوستونکي ته بې ازاره، معنی رسوونکې او پخه ژباړه وي، زه ډاډه یم چې د اجتماعي یا حقوقي علومو یو محصل به د (متراف) کلمه په ریاضي یا طبیعي علومو کې داسې بې خونده وژباړي چې ښايي لوستونکی ورته وخاندي، ځکه (مترادف) کلمه په ریاضي علومو کې بیله اصطلاح ده چې ځانګړې معنی او د ځانګړي مفهوم لپاره کارول کیږي، خو په حقوقي یا اجتماعي ماحول کې بیا مترادف ټکی د هم معنی کلمو لپاره کارول کیږي، د همدغه باریکیو د ښه درک، او د لوستونکو د ښې تندې ماتیدو په پار، ضرور ده متخصصانه ژباړه وشي، او د متخصصانه ژباړې لپاره اړینه ده چې هرڅوک په خپله رښته کې کار وکړي، څو د کار پایلې اوږدې او مثبتې وي.

نه پوهیږم دا به زموږ د اوسني نسل نیکمرغي وي که بدمرغي، چې ځوان نسل کله د مسوولیت پير ته رسیږي، ډیری یې د دې پر ځای چې مسوولانه د خپل ولس د ښیرازۍ او د پوهې د تعمیم لپاره ګام واخلي، به اکثرو د ځوانۍ په موسم کې د تکلفي شعر ابدي پیریان کښیني او د ژوند تر پایه یې د خیالي مینې په سمندرونو کې لمبوي او د ژوند ټوله هستې، خپل ولس ته په څو خیالي ټولګو کې ډالۍ کړي او له دې نړۍ لاړ شي.

زموږ ضرورتونو او د نړۍ شته واقعیتونو او پرمختګونو ته په کتو، ماته دا کار ډیر بې هوده ښکاري، کټ مټ لکه د معدې ناروغ ته، چې د غاښ د درد درمل تجویز شي! زموږ تیر نسلونه خپل ولس ته د خدمت پر ځای، د پردیو د بې باکه جګړو په هوس کې وسوزیدل، موږ جګړه وکړه هغوی خپل وطنونه له جګړو وساتل او پرمختګ یې وکړ، موږ نه ځانته نیکمرغي راوړه نه نورو ته، سربیره پر هغه، د نړۍ پر اوږو یو دروند پیټی هم شولو، چې له امله یې، د نړۍ له پرمختللي کاروان څخه څو ګامه شاته پاته یو، خو که اوس هم معاصره مسوول نسل دغه ټکي ته پام وکړی، کولی شو، چې د خپل ولس په اصلي ټپ مو پټۍ لګولې وي او په راتلونکې کي یې د تمدن اصلي معراج ته ورسوو، لا هم ناوخته نه ده.

زه ډاډه یم چې که لس تنه ځوانان، د شعر د سرابي سرکښه سمندر له خیالي څپو خپل احساسات را بهر کړي او هر یو له خپل مسلک سره سم، د لسو علومو په برخه کې په څو کلونو کې لس لس کتابه ددې ولس د بدې ورځې په پار، وژباړي، د یو ملت برخلیک ته به یې غوڅ بدلون ورکړی وي او یو حتمي شکست به یې دړې وړې کړی وي، ولس ته به یې یوه تلپاتې ښيرازي ورکړې وي.

سپینه خبره داده چې نن په نړۍ ډیر داسې نوي علوم او انکشافات شته، چې د جګړو له برکته، زموږ ځوان نسلونه حتی لا پرې خبر نه دي، خو د علم په زیور پسوللیو ټولنو، د هغو اکتشافاتو په زور نن ټوله نړۍ رام او د ځان یې کړې ده، د علمي تندې له لاسه مو لا هم په مرکزي پوهنتونونو کې په ګوتو کښل شوي د کلونو غبار وهلي چپترونه لکه عتیقه اثار، چې اوس مهال هیڅ تطبیقي اړخ نه لري، د محصلینو په لاسونو کې په نندارییزه بڼه اړوي، دا معاصر علوم چې د بشریت لپاره تر ټولو ښه تسهیلات او د ژوندانه پرمختللې بڼه وړاندې کوي، په خپله نه تر لاسه کیږي او نه تر لاسه شوي، هڅې ته اړتیا ده.

فلسفه، د نړیوالو اړیکو اصول، چاپیریال ساتنه، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، دیپلوماسي، حقوقي فلسفه، نوې تکنالوژي، انټرنیټ، فزیک، کیمیا، الجبر، اقتصاد، محاسبه، مالي، بانکداري، نړیوال اقتصاد، سوله او جګړه، امنیت، هغه نوي مفاهیم او علوم دي چې د نړۍ او ژوند بڼه یې اړولې او نه پاملرنه ورته ددې احتمال ډیروي چې یو مهال دې په شدیدې علمي قحطۍ کې راګېر شو، زده کړی نسل کولی شي د خپل ولس تنده په یادو برخو کې د ژباړې په زور ماته کړي.

ډاډه یم چې له بده مرغه، پښتو ژبه په یادو رشتو کې د هیڅ په برابر څه لري، لامل یې هم ددغو ارزښتمنو مفاهیمو او علومو په اړه بې تفاووتي ده.

ژباړه، د خپل ولس د علم او تمدن له پرمختللي کاروان سره د یو ځای کیدو، یو چټک ګام دی او باید پورته شي. نن د نړۍ هیوادونه د بل هیواد د ښکیلاک لپاره، وینو تویولو او د لښکرو چمتو کولو ته اړتیا نه لري، اتوم، دیپلوماسي، فزیک، تکنالوژي، انټرنیټ، اقتصاد، سوله، امنیت او.. هغه نوي مفاهیم دي چې د هر څه بڼه یې اړولې ده، په دغو مفاهیمو کې پښتون علمي نسل ته ځای په کار دی، دغه موقعیت موږ د ژباړې له لارې څه ناڅه تثبیتولی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x