نظــر

د اشغال په شتون کې ازادي لمانځل/ ابوبلال انوري

ابو بلال انوري

ازادي لمانځل ازادي ترلاسه کول ازادي غوښتل دا ټول ملي افتخارات او ویاړونه بلل کیږي خو ؟

زمونږ دهیواد او ګاونډ پاکستان موجوده ازادي لمانځل نه پوهیږم ځینې اولسونه یا تیروتلي خلک څنګه تعبیروي په دواړو هیوادونو کې په روان حالت کې ازادي لمانځل ځان پورې خندا دا اوبس ؟؟؟

ځکه مونږ وایو مونږ له انګریزانو ازادي ترلاسه کړې مګر دانګریزانو ټول قوت دلته شتون لري ځمکه او فضاء خو لاڅه کوې چې فکرونه هم ددوی له اسارت نه دي ازاد ژوند نه شي کولای ؛؛؛

نو دا په هیواد کې دپنځوس اشغالګرو صلیبیانو فوځي شتون په کومه معنی اخلۍ آیا دوی مونږ ته ازادي راکوي که مونږ له دوی ازادي اخیستي وای نو نن به مو دهیواد سرنوشت جان کیري نه ټاکلو په هیواد کې به مسلمانانو ته اسلامي قوانین پلي شوي وای په کورونو به موشپې کفار او داخلي ګوډاګیان نه راختلی زمونږ دټولنې سرمایه چې پوهان اوعلماء دي هغوی به یئ زندانونو ته اچول په جماتونو او دینې مدارسو به مو بمبار نه کیدلی روحانین او ملي مشران له مو نه وژل کیدلی دمظلوم اولس په کورونو په جماتونو په جنازو او دوادونو په مراسمو به وحشیانه بریدونه نه ترسره کیدلی ؛؛؛

لنډه داچې دازادۍ ټول هغه موانع او مفسدات چې باید دازادۍ په شتون کې وجود ونه لري هغه ټول وجود لري نو په داسې کرغیړنو حالاتو کې په خوله دازادۍ نوم اخیستل یواځې ځان ته پیغور ورکول دي او ازاد قومونه ځان پور خندول دي نورهیڅ نه دي ؛؛؛

دهیواد زمیني حقائق که وګورو نو اندازه لګولی شو چې ازادي مو که څه هم نیکونو په خپلو مټو او همت ترلاسه کړې وه مګر اوس مو دلاسه وتلې ده او بله داچې ازادي څه خیرات هم نه دی چې په سوال به یئ کچکول کې درته واچوي او بیا له دښمن دازادۍ تمه ساتل نو بیا لوی حماقت او ناپوهي ده ؛؛؛
او دتعجب وړ خبره داده چې دوی وایئ مونږ دازادۍ ورځ لمانځو او له انګریزانو مو ازادي ترلاسه کړې نو همدا مهال یئ انګریزان له پوره ځواک سره سرته ولاړوي یواځې هغه څه باید ووایئ چې اولس پرې وغولوي نور داوسني اشغال او دانګریزانودتجاوز او تیري یادګیرنه هم باید ونه کړي ؛؛؛

پاکستاني اولس هم دازادۍ لمانځلو جشنونه او غونډې وکړې مګر نه پوهیږم دوی کومه ازادي لمانځي هغه فرنګ چې دیوې معاهدې او موافقې لاندې یئ پاکستان تل دخپل مستعمر هیواد په توګه تاریخ ته وسپارلو مګر دا ویده قومونه بیاهم ځان غولوي او دازادۍ لمانځلو جشنونه کوي نو دلته کټ مټ هماغه اساسي قانون دهیواد سرنوشت جوړوي کوم چې فرنګیانو جوړ کړی دی او اوس مهال هم دپاکستان آیئن هماغه دی کوم چې فرنګیانو تصویب او پلی کړی دی ؛؛؛

بیا که دپنجاب خلک او اولس وګورو نو هغوی ته یو څه واک او اختیار په دولتي او سیاسي او نظامي برخه کې ترلاسه دی مګر دپاکستان پښتانه چې دازادۍ جشن لمانځي دا نو بیا بیخي دخپل تاریخ مسخ کول او دازادۍ نوم رسوا کول دي ؛؛؛

ځکه له یو پلوه په هیواد دفرنګي قانون حاکم دی ترهغه وروسته بیا په دوی دپنجاب چوهدري او سردار واکمن دي نو پښتون خو بیچاره یواځې په پښتونخواه کې هم داختیار خاوند نه دی چې داد پاکستان ازادي لمانځي بله داچې دپنجاب له خوا د پښتنو سره کوم ظلم او ناروا کیږي وایم هندوستان به یئ کشمیر کې دکشمیریانو او اسرایئل به یئ دفلسطینیانو سره هم نه کوي ؛؛؛

نو په داسې نا موازنه او بې عدالته نظامونو کې دازادۍ لمانځل دازادۍ نوم ته سپکاوی او خپل تاریخ ته سپک کتل دي ازادي یواځې په میړانه همت او فکري او نظامي مبارزه ترلاسه کیدلی شي نو له دښمنانو او یهودو او دهغوی په شتون کې دازادۍ لمانځل له خپل تاریخ او پلرونو اونیکونو سره تاریخي جفاده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه مسعود

انوری صاحب زه ستاسی د افغانی او اسلامی غیرت ستاینه او نمانځنه کوم ، مګر دا پوشتنه درته کوم ( چاته یی وایی ، ستاسی مخاطب څوک دی ؟ ) نن صبا د هماغو اشغالګرو میدیا د همدغه غلامانو ګیدړانو به واک کی ده ، همدغه غلامان ګیدړان پکی مفتیان او قاضیان دی د شوری وکیلان او یا لکه د احمدشاه او میرویس نیکه به شان باباګان دی . تم انګریزانو ته د افغانی غازیانو د غیرت کچه د لمر په شان په داګه شوی ، دوی دا ځل د نورو غلامانو او بادارانو سره به بدرګه او د هر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x