«وانټ وایګل ولسوالۍ د خلکو په مرسته سقوط کړی»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د نورستان ولایتي شورا پخوانی رئیس وايي چې په وانټ وایګل ولسوالۍ کې عامو ولسي خلکو له طالبانو سره د ولسوالۍ په سقوط کې همکاري کړې.

ښاغلی «امان الله عنایت الرحمن» وايي چې امنیتي ځواکونه هیڅ ولسي ملاتړ نه لري او د معاش او تنخوا لپاره وخت تېروي. نوموړی زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمینځ لوی واټن موجود دی او پولیس فقط په دولتي ودانیو کې د ځان ساتنې غم اخیستي وي.

د نورستان ولایتي شورا پخوانی رئیس وايي چې له امنیتي ځواکونو څخه د ولس د نفرت کچه دې حد ته رسېدلې چې تېره ورځ د «وانټ وایګل» ولسوالۍ په سقوط کې عامو ولسي خلکو مهم رول ولوباوه.

نوموړي له اریانا تلویزون سره په خبرو کې وویل:

«تېره ورځ عام ولسي وګړي د امنیتي ځواکونو په خلاف راپورته شول، آن تر دې چې کوچني-کوچني ماشومان د دوی په پوستو ورختل او له پولیسو سره یې جګړه کوله».

ښاغلی امان الله زیاتوي چې له دې څخه معلومیږي چې خلک له پولیسو څخه څومره کرکه او نفرت او امنیتي ځواکونو څومره ولسي ملاتړ بایللی دی.

د هغه په باور امنیتي ځواکونه د معاش او پیسو په خاطر څو پیسو ته ناست دي او ولس یې له یاده ایستلی دی.

د نورستان ولایتي شورا پخوانی رئیس په امنیتي ځواکونو نیوکه کوي چې له ولس څخه یې فاصله اخیستې او اندېښنه څرګندوي چې پولیس د دې وړتیا نه لري چې له ولسونو سره ښه چلند وکړي.

نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دې چې طالبان په کې پراخ شتون لري، تېره ورځ د دې ولایت د «وانټ وایګل» ولسوالۍ له سختو جګړو وروسته سقوط وکړ او د طالبانو لاس ته ولوېده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د