افغانستان

ملي دفاع وزارت ته څېرمه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته څېرمه چاودنه شوې.

د یاد وزارت مرستیال ویاند برید جنرال محمد رادمنش ویلي چې چاودنه نن سهار نهه بجې په یوې شخصي کورلا باندې د مقناطیسي ماین پر مټ وشوه چې له کبله یې یو بریدمل او یو ملکي وګړی ژوبل شول.

رادمنش زیاته کړله چې ټپي بریدمل له یادې سیمې څخه تېریدلو چې چاودنه وشوه او دی يې له کبله ټپي شو. هغه د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

طالبانو ویلي چې دغه چاودنه دوی کړې او د ملي دفاع وزارت ډیری کارکوونکي یې مړه او ژوبل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x