نظــر

د پاکستانۍ څرخکې د عملې د سپارلو معامله

معين احمد خروټی

د اګست د میاشتې په ۴ نیټه چې کله د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې ازبکستان هیواد ته تلونکې پاکستانۍ څرخکې بیړنۍ ناسته وکړه ډیری رسنیو او د هیواد سیاسي شنونکو دا موضوع یوه معما و بلله او پر هغې یې ډیرې لیکنې وکړې.

د تیرې پنجشنبې په ورځ پاکستانیو رسنیو ناڅاپي خبر ورکړ چې د څرخکې عمله د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني لوري ته سپارل شوي او له هغه ځایه روغ رمټ اسلام اباد ته رسیدلي.

وروسته یاد خبر سوړاو چايي د ریښتیا، درواغ سپیناوی ونه کړ.

تیره ورځ د پاکستانیو رسنیو ترڅنګ کورنیو رسنیو هم دا خبر ورکړ چې په ازره کې د کینول شوې پاکستانۍ څرخکې عمله پاکستاني لوري ته سپارل شوي او هغوی د خپل هیواد مرکز اسلام اباد ته رسولي.

د دې خبرونو تر خپریدو وروسته که یوه اونۍ وړاندې په ازره کې د یادې څرخکې بیړنۍ ناسته معماوه اوس د هغې د عملې د خوندیتوب او بیا پاکستان ته یې په پټه خوله ورسپارل بله معما ګرځیدلې چې هرڅوک يي په اړه د تفحص او پلټنو غوښتونه کوي.

دا سمه ده چې کله ناکله د هیوادونو او یا سیاسي او پوځي سازمانونو ترمنځ یولړ داسې موضوعات پیښیږي چې هغه په یوه مشخص جریان پوري تړاو لري او که يي جزئییات له ولس سره شریک نه شي هم عام ذهنیت نه مشوش کوي.

خو دغه ډول موضوعات چې د یوه هیواد په ځمکني تمامیت او د هغه د حریم په نقضولو پوري تړاو ولري ، یوځای د چارواکو لخوا د خپل حریم په دفاع او خوندیتوب کې بیغوري وشي اوبل ځای بیا همدا ناقضین پرته له دې چې د هغوی د عزائمو او زمونږ د وطني حریم د نقضولو پوښتنه تري وشي همداسې په پټه خوله خپل هیواد ته وسپارل شي له شکه پرته چې په خپلو چارواکو باندې د ولس د بي اعتمادۍ او بي باوري لامل ګرځي .

د پاکستانۍ څرخکې په اړونده موضوع کې که دولت ښکیل وي او که طالبان باید د یادې موضوع جزئییات یې له ولس سره شریک کړي وای، خامخا به ښکیل لوري د یادې موضوع په پټ ساتلو کې خپل مصالح لري ، مګر د خپل ولس په اعتماد کې اخیستل او له دغه ډول موضوعاتو څخه یې باخبره ساتل تر بل هر مصلحت لوړ او مهم مصلحت دی.

دا شونې ده چې د څرخکې د عملې د سپارلو په مقابل کې به بالمثله معامله شوې وي، خو د معاملې له ترسره کیدو وروسته خو باید د هغې جزئییات له ولس سره شریک شوي وای.

د یادې پیښې له جریانه اوس پوره لس ورځې تیریږي چې دولت او طالبان دواړه د هغې اړه کوم غبرګون نه لري.

کله چې د ولس مسؤل جهتونه دومره کم زړه او بي جرئته وي چې اقلا د خپل حق په دفاع کې د خپل غږ اوچتولو وړتیا نه لري مشکل دی چې بیا دي د هیواد په نورو محوري قضایاوو کې ولس ورباندې اعتماد وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

د بعضو معلوماتو له مخی په نوموړی هیلیکوپتر کی روسی او پاکستانی نظامیان موجود وو . زه فکر کوم چی دا خبره ددی لپاره چی په نوموړی هیلیکوپتر کی روسی نظامیان موجود وو د امریکایانو څخه ددی خبری د پټولو په خاطر ممکن دا خبره ګونګه ساتل کیږی

محمد نعیم سادات

دوهم خروټی صاحب د هلیکوپتر لپاره د څرخکی کلیمه استعمال کړی ده چی دا کلیمه کاملا پر ځای کلیمه ده او په پښتو ژبه کی موږ هیلیکوپتز ته څرخکه ویلای شو . بعضی دوستان د هلیکوپتر لپاره د چورلکی کلیمه استعمالوی چی نومړی کلیمه له سره په پښتو ژبه کی هیلکوپتر ته نشی استعمالیدای . او نه دا کلیمه په پښتو ژبه کی کوم معنی افاده کوی . زه پوهیږم چی بعضی دوستان غواړی چی پښتو ژبی ته خدمت وکړی خو خدمت باید پدی ‌‌‌‌‌‌ډول وی چی دا خدمت ژبه بی مفهومه نکړی ځکه چی پښتو ژبه یا د پښتو… نور لوستل »

engener habib

ههههه ولا عجیب خلګ یاست هره ورځ د۴۵هیوادونو سلګونه فوځي الوتکي دهمدې ولس پرسر نه یوازي چې پروازکوي.بلکې همدا ولس بمباروي…دغه پاکستانانیانو باندي کوم ثبوت پیدانشو.نور به څه ورباندي کول؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x