افغانستان

طالبان: د پلونو او ښوونځیو نړول زمونږ کار نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په هیواد کې د عام المنفعه تاسیساتو د ساتلو او خوندیتوب ډاډ ورکړی او هغه تورونه یې «د دښمن بدناموونکې هڅې» ګڼلي چې ګویا طالبان پلونه او ښوونځي نړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د دوی هیڅ فرد اجازه نه لري چې پل، ښوونځي یا کلینیک وران او وسوزوي.

طالب ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په رسنیو کې په لغمان ولایت کې د یو نړیدلي پل انځورونه خپاره شول او په طالبانو تور پورې شو چې یاد پل یې نړولی دی.

ښاغلی مجاهد وايي چې له پلټنو وروسته یې معلومه کړې چې نوموړی پل اربکیانو ۶ میاشتې مخکې د دې لپاره نړولی وه چې سیمې ته د طالبانو د ورتګ مخه ډب کړي.

طالب ویاند نه یوازې د نوموړي پل نړول د اربکیانو کار بولي، بلکې زیاتوي چې کله ځینو موسساتو په سیمه کې د طالبانو په همکارۍ د یاد پل د بیرته رغولو هڅه وکړه او اړین تعمیراتي توکي یې سیمې ته راوړل شول؛ اربکیانو يې ټول سامان لوټ کړ او بیا يې آوازه واچوله چې طالبانو پل نړولی.

طالبان وايي چې دغه پل ۶ میاشتې مخکې اربکیانو نړولی او بیا یې هغه تعمیراتي توکي هم چور کړي چې یوې موسسې د پل د بیارغونې لپاره راوړي وه
طالبان وايي چې دغه پل ۶ میاشتې مخکې اربکیانو نړولی او بیا یې هغه تعمیراتي توکي هم چور کړي چې یوې موسسې د پل د بیارغونې لپاره راوړي وه

ښاغلي مجاهد د عام المنفعه تاسیساتو د تخریب ګڼې بېلګې وړاندې کړي چې تر شا یې محلي پولیس او اربکیان لاس لري خو په رسنیو کې یې پړه په طالبانو تپل کیږي.

طالبانو د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بندېدو پېښې ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې له تحقیقاتو وروسته معلومه شوې چې اربکیان سیمې ته ورغلي او له طالبانو سره د همکارۍ په تور یې د خلکو ښوونځي او کلینیکونه بند کړي دي.

طالبان وايي چې دا انځور پخوانی دی، او د هغه وخت انځور دی چې د دولتي عسکرو د هاوان مرمۍ په ښوونځي کې لګېدلې وه.
طالبان وايي چې دا انځور پخوانی دی، او د هغه وخت انځور دی چې د دولتي عسکرو د هاوان مرمۍ په ښوونځي کې لګېدلې وه.

طالبانو په خپلې اعلامیه کې هغه راپورونه هم ناسم بللي چې تېره ورځ د دوی لخوا د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې ښوونځي او مکتبونه په نښه شوي او زیاتوي چې تېره ورځ د دولتي عسکرو د هاوان څو مرمۍ په یوه څېرمه ښوونځي کې لګېدلي. پر دې پېښې سربېره طالبان د سیمې خلکو له قوله وايي چې په تېرو څو کلونو کې د ښوونځي د نړیدو یا ویشتل کېدو کومه پېښه نه ده رامینځته شوې.

طالبان وايي چې دغه پېښه د «دښمن» لخوا رامینځته شوې خو په رسنیو کې يې «مجاهدینو» ته منسوب کړه.
طالبان وايي چې دغه پېښه د «دښمن» لخوا رامینځته شوې خو په رسنیو کې يې «مجاهدینو» ته منسوب کړه.

طالبانو ولس ته ډاډ ورکړی د عام المنفعه تاسیساتو ساتلو ته متوجه دي او ټینګار یې کړی چې په قصدي توګه هیڅ ټولګټي بنسټ ته ضرر نه رسوي.

د طالبانو لخوا رسنیو ته د استول شوې دغې اعلامیې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم رارسېدلی چې د موضوع د ارزښت له پلوه یې کټ مټ خپروو:

د ښونځيو د سوځولو او پلونو د نړولو د آوازو د حقیقت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني

له تیرو څو ورځو څخه د دښمن لخوا په رسنیو کې په بیلابیلو ځایونو کې د پل د نړیدو او د ښونځيو د سوځيدو په اړه راپورونه خپریږي او پړه يې هم پر مجاهدینو اچوله کیږي.

موږ د دښمن دغه ډول ادعاوې په کلکه ردوو، دا چې دښمن په نظامي ډګر کې له ماتې او تيښتې سره مخ دی؛ غواړي په دا ډول افواهاتو او پروپاګند خپرولو سره اذهان مغشوش کړي او د مجاهدینو پر ضد د تبلیغاتو لپاره توکي پیداکړي.

د اسلامي امارت د اصولو له مخې هيڅ مجاهد اجازه نلري چې یا پل وران کړي او یا ښونځي وسوزوي، په مجاهدینو پورې د دا ډول پيښو تړل، هميشه د مغرضو کړیو خصوصا دکابل ادارې د استخباراتو بدناموونکي هڅې دي چې ملت باید ورته بيدار اوسي.

څو ورځې وړاندې د لغمان په ولایت کې د یو پل د نړیدو راپور خپور شو او پړه يې پر مجاهدینو واچول شوه، کله چې موږ په سیمه کې تحقیق وکړ، هغه پل د اربکیانو لخوا ۶ میاشتې وړاندې د دې لپاره الوزول شوى وو ؛ چې سیمې ته يې مجاهدین ور تیر نشي.

کله چې ځينو مٶسسو د یاد پل د بیرته رغولو هڅه وکړه د اسلامي امارت سیمیزو مسئولینو هم ورسره همکاري وکړه او د پل د بیا رغولو آسانتيا يې ورته برابره کړه.

چې کله د پل د جوړیدو لپاره مواد او اړین توکي سیمې ته راوړل شول؛ اربکیانو يې ټول سامان لوټ کړ او په دا سبا يې آوازه واچوله چې طالبانو پل نړولی.

د لوګر په محمدآغه کې د دښمن له خولې راپورونه خپاره شول چې ګنې مجاهدینو ښونځيو او کلینیکونو ته د بندیدو امر کړی.

موږ چې تحقیقات وکړل، سیمې ته اربکیان ورغلي، خلکوته يې ویلي، د دې لپاره چې تاسو له طالبانو سره همکاري لرئ او هغوی ته خوراک او شپه ورکوئ، موږ هم ستاسو ښونځي او کلینیکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو او نور باید یادې ادارې بندې وي.

دغه موضوع دښمن په رسنیو کې د مجاهدینو پسې وتړله او آوازه يې خپره کړه چې ګنې په لوګر کې طالبانو ښونځي او کلینیکونه بند کړي دي.

دښمن د خپل پروپاګند د يقني ښودلو لپاره ځينې پخواني تصویرونه هم په رسنیو کې خپاره کړي چې ښيي له کوم ښونځي څخه دود پورته کیږي، په داسې حال کې چې اوس په لوګر کې هيڅ ښونځي ته چا اور نه دی اچولی، هغه تصویر پخوانی دی چې په ښونځي کې د مزدورو عسکرو د هاوان مرمۍ لګیدلي وه بیا يې یوې برخې اور اخيستی وو.

تیره ورځ يې په زابل کې هم د طالبانو لخوا د ښونځي د سوځولو راپور خپور کړ، کله چې مو پلټنه وکړه، مجاهدین په یاده پيښه هيڅ خبر نه دي، د سیمې خلک هم وايي چې دا څو کاله کیږي موږ دلته د ښونځي د نړیدو یا ویشتل کیدو کومه پيښه نه ده لیدلي، خو یوه خبره شته چې تیره ورځ په زابل کې د دښمن په پوستو باندې د مجاهدینو لخوا برید شوی وو، دښمن چې کله په متقابلو ډزو پیل وکړ د هاوان څو مرمۍ په یوه څیرمه ښونځي کې لګيدلي.

یاده پيښه د دښمن لخوا رامنځته شوي، خو په رسنیو کې يې مجاهدینو ته منسوب کړه.

هیوادوال باید آګاه ووسي چې د اسلامي امارت مجاهدین هيڅ ښونځي او عام المنفعه ځای او شي ته په قصدي ډول ضرر نه رسوي، د امارت مشرتابه په مکرر ډول مجاهدین د یادو تأسیساتو ساتلو او مصئونیت ته متوجه کړي دي.

کله مو چې په رسنیو کې دا ډول يو طرفه او د دښمن د خولې پروپاګند اوریده ؛ تاسو پوه شئ چې دا د مجاهدینو په ضد د بدنامونکو تبلیغاتو برخه ده او هيڅ باور پرې ونکړئ، که خدای مکړه مجاهدینو ښونځي او پلونه نړولای؛ په ورځ کې به مو په سلګونه ښونځي سوزیدل او همدومره پلونه به له منځه تلل.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۱۱/۱۲هـ ق

۱۳۹۵/۵/۲۵هـ ش ــ 2016/8/15م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

مجاهد صاحب کور دی ودان الله ج دی خیر درکړی زړه دی راجمع کړ نن سبا دا خبر دی عامو خلکو له خولی هم اوریدل کیدی څرنګه چی کره شواهد او دلایل مونږ سره هم نه وی ۰ نو دغه انتقادونه دخلکو به مو اذهان مشوش کړه څه موده مخکی په پکتیا کی دیوه پل دنړیدو تور هم مجاهدینو ته منسوب شوی وو خو بیا یی چا رد ونکړ مونږ سره تشویش پیدا شی مجاهد صاحب ددغسی تورونو چی پړه یی په مجاهدینو غیر حق وراچول کیږی دهماغه وخت سره یی زر ردوه تر څو دمسلمانانو دخوابدی مخه نیول شوی… نور لوستل »

احمدی وقاص

مجاهدصاحب جنتی شی مونږښه پوهیدوچه داکاردطالبانوندی بلکی داکاردغرب دمزدورانودی دوی تل داکوښښ کوی چه ددی وطن اصلی بچیان بدنامه کړی کله په یونوم کله په بل نوم طالب بدناموی خوددوی داکوښښونه هسی ددوی له خپل زان سره ظلم ده اولس ددوی په خبراعتمادنکوی اولس خپل دوست اودښمن پیزنی پلونه اومکاتب هغه سوک ورانوی چه ددی اولس دښمنان دی دکفاروغلامان دی ددین اووطن خائنان دی هسی دخولی مسلمانان په حقیقت کی دوی دوخت منافقان دی والسلام احمدی وقاص

محمد

دا ښکاره خبره ده چې داسی کارونه خپله حکومت او یا یی د دوی باداران کوی او بیا یی پر مجاهدینو ور اړوی ډیری داسی پیښی سوی دی چې دوی کړی وی خو دوی یی د خپلی ناکامی د پټولو په خاطر کوی او یا د اولس او مجاهدینو د ذات البینی نفرت لپاره په کار اچوی ——– اللهم اخذلهم خذلانا کبیرا

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx