افغانستان

هلمند : د لشکرګاه او ديشو امنيه قوماندانان ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل):د هلمند مرکز لشکرګاه او دېشو ولسوالۍ امنيه قوماندانان په يوه چاودنه کې ژوبل شوي.

پېښه پرون غرمه شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځته شوې کله چې امنيه قومندانان د مرکز لشکرګاه له لوري د چارګل پمپ سيمي نه د تېرېدو په حال کې وو.

په چاودنه کې د لشکرګاه امنيه قومندان آقانور کېتوز او د دېشو ولسوالۍ امنيه قومندان جانان له ۶ نورو پوليسو سره يو ځای ژوبل شوي.

چارواکو د يادي پيښي پخلی کړی او د بريد مسؤليت طالبانو منلی.

چارواکي وايي آقانور کېتوز د ماين په چاودنه کې د هلمند ـ کندهار پر لويه په نهرسراج سيمه کې کې ژوبل شوی.

امنيتي چارواکي وايي دوی د هلمند ـ کندهار لويه لار چې له تېرو دوو هفتو راهيسي بنده وه د ترافيکو پر مخ خلاصه کړې خو طالبانو بيا د لويي لاري د خلاصېدو خبرونه رد کړي.

نن ټکي آسيا ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې لويه لار لا هم د امنيتي ځواکونو په وړاندي بنده ده او له کندهاره درې ورځي وړاندي د جنرال رازق راغلې قوه يې د ستارخان په کنډک کې ښکيل او تر محاصرې لاندي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x