افغانستان

د جګړې په روان موسم کي هره اونۍ 80 کسه پولیس وژل شوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرچیني وايي چي د روان کال په ووړي یا د جګړې په موسم کي هره اونۍ د افغانستان د پولیسو څخه 80 کسان د وسلوالو طالبانو په لاس وژل شوي دي.

دا یوازي هغه عدد دی چي د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو په اړه اعلان شوی.

 

د دغه وزارت مرستیال ښاغلي سلیم احساس رسنیو ته ویلي چي له کله نه طالبانو په افغانستان کي خپل د جګړې وروستي عملیات پيل کړي، هغوی ټول ټال 6604 بریدونه تر سره کړي، چي په هغو کي 50 سرتیري بریدونه، او 1704 پر پولیسو مخامخ بریدونه شامل دي، چي له کبله یې 1273 ملي پولیس، 779  محلي پولیس، 858 ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چي ددې تر څنګ د پولیسو او ملکیانو په منځ کي 5500 زخمیان ثبت شوي دي.

ښاغلي احساس ویلي چي ددې عملیاتو ترکیز د کابل شاوخوا ولایتونو کي زیات وو، لکه په غزنی لوګر، او وردګ ولایتونو کي، چي پلازمیني کابل ته نیژدې ولایتونه دي.

باید وویل شي چي دا شمېره یوازي د پولیسو په اړه اعلان شوې، د دفاع وزارت خپل د فوځ په لیکو کي د مړو او زخمیانو شمېر نه دی اعلان کړی، خو دومره یې ویلي چي په مرګ ژوبله کي تر پخوا زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کي د موسم له کبله هر کال د جګړې موسم د اپریل یا مئي میاشتي څخه پيلیږي، او بیا د نومبر میاشتي پوري غځیږي، سږ کال هم طالبانو خپل د عملیاتو د پيل رسمي اعلان د اپریل د میاشتي پر 27 نیټې باندي وکړ، او ویلي وه چي دوی به د سرښندونکو بریدونو، نفوذي عملیاتو (green on blue) د ځمکي د ماینونو او مخامخ جګړو او پراخ بریدونو په واسطه خپل عملیات تر سره کړي.

باید وویل شي چي څه موده مخکي د امریکا یو جګ پوړي چارواکي د ناټو په یوه کانفرانس کي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي وه چي ددوی استخباراتي معلومات دا ښيي چي سږ کال به طالبان د ژمي به موسم کي هم خپل مقاومت ته دوام ورکړي، او د بهرنیانو په ضد به خپلو عملیاتو او بریدونو ته ادامه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x