افغانستان

رویټرز: هلمند کې د طالبانو «ځانګړي ځواکونه» جنګیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو «ځانګړي ځواکونه» چې په وسلو مجهز او سنبال دي، جګړه مخ پر وړاندې وړي.

رویټرز خبري اژانس د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان سیدمراد له قوله لیکلي چې طالبان په درنو وسلو، منظم لباس، د شپې لېدلو په ټيکنالوژۍ او په پرمختللیو وسلو سنبال دي.

سیدمراد زیاته کړې چې د طالبانو ځانګړي ځواکونه د «سرې قطعې» په نوم یادیږي چې د شپې دوربینونو په شمول، ۸۲ ملي متري توپونه راکټونه، پیکاوې، امریکايي توپکونه، درنې او پرمختللې وسلې لري.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډګرمن چارلس کلیولنډ ویلي چې ښايي افغان ځواکونو له طالبانو سره د جګړې په کرښه کې د شپې د لېدلو تيکنالوژي لیدلي وي خو ناټو تر دې دمه په دې اړه هېڅ ثبوت نه دی موندلی.

نن ټکی اسیا ته هم د طالبانو یوې معتبرې سرچېنې وويل چې د نظامي طالبانو له منځه ځيني هغه ځوانان چې جسمي او فکري روزني زياتي ورکول شوي وي په ياده قطعه کې ځای ورکول کيږي.

هغه زیاته کړه چې دوی په ځانګړو ټوپکونو چې د شپې دوربينونه پر نصب شوي وي سمبال دي ، ښه نښه ويشتونکي دي او له نقشې سره سم خپله دنده پر مخ وړي.

د سرچېنې په وینا دوی له پلان وروسته عمليات تر سره کوي او تر خپل منځ داسي تشکيلات لري چې يوه ډله يې بلي ته د جګړې په ليکو کې هوسايي ورکوي.

هلمند په تېره یوه لسیزه کې د بهرنیانو لپاره هم د مرګ کنده وه، یواځې په دغه ولایت کې د بهرني ځواکونو د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۰۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

رویټرز د خبر له مخې اوسمهال طالبان د هلمند په ډيری ولسوالیو کنترول لري او د هلمند په مرکز لښکرګاه یې بریدونه روان دي چې افغان او امریکايي ځواکونه یې دفاع کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

الله پاک دې زما وروڼو ته نور هم قدرت ورکړي چې اشغالګر وشړي او لنډغرو، رشوتخورو ، زناکارو، بې استعداده ملحدينو ته کلکه شرعي جزا ورکړي !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x