یوځل بیا د کیري د مداخلې ضرورت

نن ټکی اسيا سرمقاله : له تیرې پنجشنبې راهیسې چې د ډاکټر عبدالله د انتقادي نیوکو له امله د ده او ولسمشر غني ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شوې داسې ښکاري چې هغه نوره هم د سختیدو په لور روانه او فکر نه کیږي چې د حکومت د مؤسیسنو (امریکایانو ) له مداخلې پرته دي هواره شي.

کومه ناسته چې د شنبې په ورځ د ښاغلي غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ په پام کې نیول شوي وه هغه هم د دوي ترمنځ د وضعیت د ترنګلتیا له کبله لغو او ښاغلي عبدالله دې ته مجبورشو چې د ستونزې د حل په اړه په کابل کې ځینو غربي سفارت کارانو او همداراز خپلو تنظمي ملګرو ته رجوع وکړي.

خو د ښاغلي عبد الله له دغو ټولو پټو او ښکاره لیدنو کتونو او هلو ځلو سره سره بیا هم داسې نه ښکاري چې له نوموړي سره دي په ګډ تعامل کې د ښاغلي غني په دریځ کې نرمښت راغلی وي.

ښاغلي غني چې پرون یې د ځوانانو په روزنیز سمبولیک پارلمان کې خبرې کولي له ډاکټر عبدالله سره رامنځته شوي اختلاف ته یې په اشاري سره وویل:

د دولت په رهبرۍ کې باید “شخصي سلیقې” څنګ ته پریښودل شي ، او مشر باید د محیطي پیښو په اړه دعکس العمل ښکاره کولو په ځای د محیط بدلو لو کوښښ وکړي.

د ملي یووالي حکومت طبیعت ته په کتو سره دا محتمله وه چې ډیر له وړاندې د هغه د دوو سیالو خواوو ترمنځ د حکومت د اړونده قضایاوو په اړه دا ډول ستونزې او مشکلات رامنځته شوي وای.

ځکه د دغه ډول دوه سرې نظام بیلګه د نړۍ پرمخ هیچ چیرته نه لیدل کیږي او نه هم له قانوني او اداري لحاظه د چلښت وړ ده .

په افغانستان کې هم د یاد دوه سري نظام د مشروعیت لامل یواځي د کیري په لاس ایجاد شوی هوکړه لیک دی چې نن ښاغلی عبدالله هم یواځې د هغې عملي کول د ستونرې حل ګڼي او ځان هم تنها د هغې پلي کیدو ته ژمن بولي اوبس.

د حکومت تیره دوه کلنه دوره پرته له دې چې د هیواد او ولس په ګټه کوم کار وکړې ټوله د حکومتي دندو د مناصفې او ویش پر سر تیره شوه او نن چې يي د دواړه لورو ترمنځ کومه ستونزه راغلی هغه هم یواځې د واک د تقسیم پر سر ده.

اوس د یادې ستونزې حِدت او زیاتوالی داسې مرحلې ته رسیدلی چې فکر نه کیږي د شخص جان کیري له مداخلې پرته دي د بل چا په هرډول منځګړیتوب او مداخلې سره هغه هواره شي.

ځکه د حکومت د تأسیس ، او دهغه د کاري مودې د تمدید مسؤلیت ښاغلي جان کیري یواځې د خپل ځان صلاحیت بولي ، نو که چیري یاد حکومت په خپلو دولتي اجراءاتو کې له ستونزو سره مخ کیږي د هواري واک او صلاحیت به يي د ده له لوري حل کیږي.

سره له دي چې تیره ورځ د سولې د عالي شوری مشر ښاغلي پیرګیلاني د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ د ستونزې د هواري لپاره د منځګړتوب اعلان وکړ ، خو داسې ښکاري چې د حکومت د طرفینو ترمنځ را پیداشوې ستونزې د ښاغلي پیر ګیلاني د منځګړیتوب تر صلاحیت ډیرې لوړي وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رحمت الله رحمت
میلمه
رحمت الله رحمت

که د کابل د دوه سري حکومت چارواکي حبثیت لري.
له سر لیکنې سره نشر سوی تصویر د ګډ حکومت مشرانو د محکومیت او ذلت ښکاره تمثیل دی.
هوکه ! د امریکي د بهرنیو چارو وزیر د ګډ حکومت دواړه مشران د ملزمینو (مجرمینو) په حیث احضار کړي او داسې ښکاري چې د څه په اړه ورته کوم جدي ګواښ کوي.
د یوه خپلواک هیواد مشر هیڅکله هم د اجنبي دغه ډول ګواښ نه قبلوي .
که د دوه سري حکومت مشرانو خپلواک حیثیت لرلای باید په هیڅ قیمت یې د غه ډول د غلامیت او محکومیت تصویر نه وی قبول کړی .

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

لوی سبب یی دولسوالیودلاسه وتل اودولایتونوومرکزوته ددوی اوددښمنومملکتوددښمنانو رانژدی کیدل او ددوی دمجبور
فوج مرال ضعیفه کیدل دی اوس یی نه کیری علاج پیداکولای سی نه دکیری غولامان ددی علاح بس یواسلامی شورا
جوړیدل اوامریکایی فوجونه په تمامه معنادملکه وتل اود اسلامی شوراترهدایت لاندی نوی انتخابات دافغانستان دملت
داذهانومطانق کول یی علاج دۍ اوبس