
مولانا فضل الرحمن د مهاجرینو ویستلو سره مخالفت وښود
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر چې د حاکم ګوند سره په حکومت کې هم شریک دی، د افغان مهاجرینو د ویستلو سره مخالفت ښودلی دی.
مولانا فضل الرحمن چې په پلازمېنه اسلام اباد کې يې یو سیمینار ته وینا کوله وویل چې د ۳۰ کاله مېلمهپالنې وروسته یو ځل بیا مهاجر جګړې ته لېږل او د مهاجرو په زور ویستل ناسم کار دی.
هغه په حکومت غږ وکړ چې مهاجرین اور او وینو ته په زور ټيل نه وهي ځکه دې سره د افغانانو په زړونو کې د پاکستان مخالف احساسات پیدا کیږي.
مولانا فضل الرحمن ټينګار وکړ چې د دښمنۍ پر ځای دې افغانانو سره دوستي وکړل شي.
درې ورځې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر سردار حسین بابک هم د افغان مهاجرینو په اړه د حکومت د پالیسۍ مخالفت کړی و او ویلي وو چې ایالتي حکومت د امنیت په راوستلو کې ناکام شوی دی نو پړه یې په افغان مهاجرینو ور اچوي.
هغه ایالتي شورا ته په وینا کې وویل چې د عملیاتو په نوم افغان مهاجرین د هېواد په بېل بېلو سیمو کې ځورول کیږي.
تر دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي خیبرپښتونخوا ایالت د افغانانو ګڼلی و او ویلي وو چې هېڅوک نشي کولای چې افغان مهاجرین په خپل خاوره کې وځوروي.
هغه زیاته کړې وه چې که افغان مهاجرین د هېواد په نورو برخو کې ځورول کیږي نو دوی دې خیبرپښتونخوا ایالت ته راشي.
د پاکستان د حکومتي چارواکو په څرګندونو کې تر هغه وروسته بدلون لېدل کیږي چې افغان مهاجرینو مشرانو د پاکستاني چارواکو سره د مهاجرینو د ځورونو په اړه وکتل او د مهاجرینو بېرته وطن ته ستنېدنې زور واخېست.
ستا دا دستار جور له تيكري مولانا
دين دي شعار خو سياسي مولانا
د بنجاب واك باندي راضي مولانا
ته يي بر حق باكستاني مولانا
هم ديموكرات هم مذهبي مولانا
هم يي ملكي أو هم فوجي مولانا
د بشتانه يي ازاري مولانا
اي ناخلفه أفغاني مولانا
يي امريكا ته أمريكي مولانا
هم بريطانيا ته بريطاني مولانا
ستا يو تعريف ده كتابي مولانا
عصري بلعم باعوري مولانا