شعـــــرونه

څه ويل غواړي راته

داكوم شپونكى وهي شپېلۍ څه ويل غواړي راته
كه كوم يتيم وهي سلګۍ څه ويل غواړي راته

ساده خبرې چي كومه ورنه بيت جوړېږي
بيا مي دشعر شاپېرۍ څه ويل غواړي راته

لكه چنار داسي زلمي خو يې له واره ړنګ كړل
نور ديرغل سپېره سېلۍ څه ويل غواړي راته

دبې حياډيمكراسۍ دا ببر سرې بلا
دفحاشۍ وهي ناندرۍ څه ويل غواړي راته

نه يم خبر چي كوم ظالم به وي داظلم كړى
چي دا شكېدلې غاړګۍ څه ويل غواړي راته

زه درنه ځمه رڼو ستورو نور دفكر ټال ته
خبر به نه ياست چي سپوږمۍ څه ويل غواړي راته

مجلس  دي خوږ دى كه هرڅووي باندي موړ به نه شم
«الهامه ! »  ځم نور چي  موركۍ څه ويل غواړي راته

                                            2013/10/28.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x