شعـــــرونه

د اعداد مدرسه/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

چمتو فعال په توره شپه کې اوسه
ګرانه بيدار ګوره پيره کې اوسه

غږ په ملګرو هر ساعت کې کوه
سم په تماس مخابره کې اوسه

پام کړه مبايل جېب کې مه ګرځوه
ټوپک په لاس ډکه چانټه کې اوسه

دښمن ته غلی په کمين کې کېنه
د غره لمن يا په باغچه کې اوسه

عادي حالت کې به خاکسار ګرځېږې
ډک له غرور په معرکه کې اوسه

د بيت المال سره احتياط به کوې
تل د اعداد په مدرسه کې اوسه

د خپل امير ښه اطاعت پکار دی
ښه په اخلاص رب ته سجده کې اوسه

سپېڅلی صف درنه ګډوډ چې نشي
په دې روانه قافله کې اوسه

کله زموږ د غزل شپې ته راځه
د( عرفاني ) سره حجره کې اوس

ورته لیکنې

Back to top button