علماءِکرام بايد په هر ډګر کي پياوړې وي

عبدالرحمن محمود

په 1818ميلادې سنه کښې د هند پر مځکه داسې يو عالم و دنيا ته راغى”شيخ رحمت الله” چي الله،ج، ئي پر لاس په زرهاٶ هندوان مسلمانان کړل.

کله چي انګريزانو هند اشغال کړ، أو هندوستان د أنګريزانو په واک کي داخل سو، انګريزانو اراده وکړه چي د هند له خاورې څخه مسلمانان يومخ ورک کړي، أو يايې نصرانيان کړي، ددي غرض لپاره يې بي شميره راهبان او پاپان او د مسيحيت مبلغين راوستل چي په رأس کي يې”اب پندر”نومى راهب وو چي په فصاحت او علميت کي يې خورا شهرت درلوښت، نوموړى راهب او ورسره ملګري ئي د مسلمانانو په نصراني کولو بوخت شول او د مسلمانانو وزړوته يې د اسلام متعلق شبهات او شکوک ورأچول، تر څو چي شيخ رحمت الله د اسلام په دفاع کي راپورته سو أو علانيتا يې ږغ وکړ چي د پاپ ” اب پندر” سره ومناظرې ته تيار يم أو دهغه څخه غواړم چي مناظره راسره وکړي.

أب پندر” دا موقع غنيمت وبلله او هيله ئي پيداسوه چي د مناظري وروسته به په زرهاٶ مسلمانان او هندوسيان نصرانيت قبول کړي.

مناظره جوړه سوه په زرهاٶ خلګ ئي نندارې ته ورغله.

أول خبرې پاپ وکړي أو د اسلام متعلق ئي شبهات او شکوک وارد کړل، بيا ئي د رسول الله صلى الله عليه وسلم، متعلق ملحدانه څرګندونې وکړي، شيخ رحمت الله اول وار په ترتيب سره د ” باب پندر” جوابونه په کمال اطمنان او په سړه سينه سره ورکړل، بيا يې ددوى د “انجيل مقدس”څخه د عيسى عليه السلام ألوهيت باطل أو عبديت ئي ثابت کړ، له يادو ئي د انجيل مقدس پاڼې لوستلې أو د اسلام د حقيت او د محمد،صلى الله عليه وسلم، د نبوت اثبات يې ددوى له کتابه څخه ورته وکړ.

څنګه چي مناظره پاى ته لا نوه رسيدلې چي لس زره هندوس راغله او ايمان ئي قبول کړ، د پاپ پزه سپيره شوه او په شرمونو وشرميد.

د مناظرې وروسته شيخ رحمت الله په پټه سره مکې مکرمې ته ولاړ، ځکه چي أنګريزې جنرالانو ئي پر سر انعام مقرر کړ او دهغه د وژلو اراده ئي وکړه، کله چي مکې مکرمې ته ورسيد د خلافت عثمانې خليفه “عبدالعزيزخان” ئي د زرهاٶ مسلمانانو سره استقبال ته راووت، او دهغه ډاډ ګيرنه او غاية احترام ئي وکړ، خليفه عبدالعزيز خان چي د مناظرې ټوله قيصه دشيخ رحمت الله له خولې څخه واورول نو هغه ته يې أمر وکړ چي ددغه مناظرې ټول أړوند موضوعات په يوکتابي شکل کي راجمع کړي، شيخ رحمت الله هم هغه سي وکړه او د مناظري أحداث او وقائع يې په يو کتاب کي راجمعه کړه او دکتاب نوم ئي “اظهارالحق”کښيښود.

د يوې نيمې پيړى وروسته دغه کتاب د يوځوان عالم په لاس ورځې أو دهغه په ذهن او ژوند کي دومره تغيرات راولې أو تر دي حده ئي رسوې چي راهبان او پاپان ئي د نوم له اوريدو څخه وارخطاکيږې، أو زړونه وو حواس ئي کار پريږدي، هغه ځوان څوک دى؟ هغه ځوان مناظر اسلام کاسر اعناق النصارى “أحمدديدات رح” دى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د