
موري ستا په وياړ!
بشیر احمد ”سلطاني”
ستا په سترګو کې ښکلا د جنت وینم
پټ کوګل کې دي رڼا د جنت وینم
لوی مقام او لوی عزت الله درکړی
قدم لاندي دي ځلا د جنت وینم
موري تاته په درتلو مې زړګی یخ شي
ستا په شتون کې آب هوا د جنت وینم
ستا د ناز نواز آواز مي غوږ کې ګرځي
ستا په غیږه کې فضا د جنت وینم
رب ده ایښې ستا رضا کې خپل رضا ده
ستا رضا بس ابتدا د جنت وینم
(بشیر) ستا دعا ته محتاج دی ګرانې موري
تګ په دې لاره صفا د جنت وینم