ورزش

پلاتیني: د فټبال په نړیوال جام کي باید د آسیايي هیوادونو ونډه زیاته شي

نن ټکی اسیا – رویټرز: د اوروپا د فټپال د اتحادیې مشر او د فیفا مرستیال مشر ښاغلي میشیل پلاتیني ویلي چي د فټبال په نړیوال جام کي د 2018 نړیوال جام نه وروسته باید 40 دولتونه په راتلونکو نړیوال جامونو کي برخه واخلي، تر څو د آسیا او افریقیا زیات شمېر هیوادونه په دغه سیالیو کي برخه واخلي، او د اوروپا د سیالي کونکو هیوادونو شمېر هم کم نه سي.

باید وویل شي چي اوس مهال د فټبال په نړیوال جام کي یوازي 32 هیوادونه برخه اخلي، چي د هغو څخه 13 هیوادونه یوازي د اروپا څخه ګډون کوي، پنځه د افریقا څخه، او یوازي څلور یا پنځه هیوادونه د آسیا څخه.
ددې تر مخه د فټبال د نړیوال فیډرایسیون مشر بلاتر هم ویلي وه چي آسیا او افریقیا تر اوسنۍ ونډي زیات ته اړتیا او استحقاق لري، ځکه دغه دواړه قارې د جنوبي امریکا او اوروپا په پرتله په فیډراسیون کي زیات غړي لري.
باید وویل شي چی افغانستان هم د فټبال د نړیوال فیډرایسیون غړی هیواد دی، او په روان کال کي په نیپال کي تر سره شوې د جنوبي آسیا سیالیو کي لومړی مقام وګاټه.
که د فټبال په نړیوال جام کي د آسیا د هیوادونو ونډه زیاته شي، نو ددې امکان به نور هم ګړندی شي، چي افغانستان د کرکیټ په څیر د فټبال نړیوال جام ته هم لاره ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x