ټولنیزه برخه

دماشوم قاتل چي کله تر دروازه باهر سو، سمدستي يي نیم مخ تور سو

قاري احسان

دهجرت په دو شپیتم کال کله چي عبد الله بن حنظلة د یزید دمنکراتو پر بنا د هغه سره بیعت مات کړ، نو یزید بن معاویة له شام نه د مسرف بن عقبة په مشرۍ پنځه سوه کسیز لښکر مدیني منوري ته ور ولیږی.

دالحرة پر مقام چي د مدیني شرقي خواته واقع دی دمسرف لښکریانو د عبد الله او دهغه دملګرو سره سخت جنګ وکاو، په دې ورځ دیزید دلښکریانو په لاس دښځو او ماشومانو سوا د غسیل الملائکة حنظلة دزوی عبد الله په کډون یو زر او اوه سوه مهاجرینو انصار، او لس زره عام مسلمانان په شهادت ورسېدل.

انا لله وانا الیه راجعون

دیزید لښکریان دمدیني دخلکو کور په کور ګرزیدل، او دظلمونو لړۍ يي روانه ساتلي وه.

د انصارو دیوي ښځي بچی (مؤریخین لیکي: چي ممکن دا به يي انا وه نه مور) په غیږ کي و، تی يي ورکاوه، چي دشامي لښکر یو لښکري يي کورته ورغلی، ټول سامان يي ترینه چور کړ، بیا يي ورته وویل: سره زر راکړه، کنه تابه هم ووژنم او دا وړوکی بچی به هم درته مړ کړم.

دانصارو ښځي ورته وویل: الله دي مړ کړه، څنګه دا هلک وژني ددې هلک پلار ابو کبشه د نبي علیه السلام صحابي دی، او زه بیا د هغو ښځو نه یم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يي بیعت کړی دی.

دماشوم لا دمور تی په خوله کي و چي ده ظالم هلک په دواړو لاسو پورته کړ او له دیوال سره يي داسي وویښتی چي ماغزه يي پاش پاش سول.

انصاري ښځي وویل: څه مي په لاس کي نسته، کنه بچیه ستا فدیه به مي ارو مرو ورکړي وه.

په “روض الانف” کي لیکي: كله چي دا قاتل د کور تر دروازه باهر سو، نو نیمايي مخ يي تور سو، تر اخیره ژونده يي دا نشاني وګزیدله، او په نیم تور مخ يي ژوند تر سره کاو.

دا ورځ په تاریخ کي په یوم الحرة سره یاديږي، په دې ورځ دشام لښکریانو دمديني پر اوسېدونکو ډیر ظلمونه وکړل، مشهور صحابي ابو سعید الخدري رضی الله عنه هم په دې وخت کي په کور کي ناست و، چي یو شامي ورغلی ورته ویل يي: څوک يي؟ هغه جواب ورکړ، چي د نبي علیه السلام صحابي ابو سعید الخدري یم.

دې لښکري ورته وویل: چي هغه مال او پیسي دې څه کړي، هغه راکړه، ابو سعید رضی الله عنه ورته جواب ورکړ، چي تر تا وړاندی چي څوک راغلی و، هغوی یووړل. نور هیڅ راسره نسته.

دې لښکري تر ژیره کش کړ، او هر هغه څه يي ترینه چور کړل چي په کور کي يي و، تر دې پوري چي د کور پرش يي هم ور پرېنه شود.

دا په تاریخ کي پر مسلمانانو دحضرت عمر او عثمان رضي الله عنهما د پیښو نه دریمه درنه حادیثه وه چي په ډیر ظلم او لوړ شمیر مسلمانان په کي شهیدان سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x