ټولنیزه برخه

دخلکو په اصلاح کې عمري سیاست!

مجيب الرحمن عمر

وایي چې د عمر (رضی الله عنه) مجلس ته به یو شامي سړى راتلو چې له څه مودې راهیسې يې ونه لید ، له ملگرو یی وپوښتل چی هغه فلاني شامي ملگري له څه مودې راهيسې نه ښکاري ولې؟

ملگرو ورته وویل : هغه څه ورځې مسلسل شراب وڅکل، اوس ورک دی پته یې نه لږي ،
بس فورا عمر (رضى الله عنه ) خپل کاتب راوغوښت او ورته یي وویل : ولیکه :

داخط دعمر بن الخطاب له لوري دې فلانکي ته
السلام علیکم .

له سلام نه وروسته د هغه الله حمد اداکوم چې له هغه پرته بل حق معبود نشته بیایې دا آیت ورته ولیک :
{ غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِى الطَّوْلِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ } ،

مطلب یې دادی چې که الله د سخت عذاب والا دی نو گناهونه هم بښي او توبه قبلوي .
بیایې ملگرو ته مخ راوگرزوو چې ددې ورور لپاره مو دالله نه خصوصي دعاء وغواړئ چې الله یې زړه رابیدار کړي او الله ته توبه تایب شي .
کله چې د عمر خط ور ورسید نو همیشه به یې داآیت تکراراوه :
{غافر الذنب وقابل التوب شديدالعقاب}

له عذابه یې ویره ولی یم ، خو دمغفرت وعده یې هم راسره کړې ده .
همیشه به یې دا ایت لوست او ژړل به یې آن تردې چې توبه یې وویستله او نیک انسان ترې جوړ شو .
عمر (رضی الله عنه) ته چې دا خبره راورسیدله .
نو ملگرو ته یې وویله :
کله که مو کوم ورور خطاشو او تیرووت نو سم یې کړئ ، او دالله نه ورته دتوبې دتوفیق دعاگانې وغواړئ . او د ورور په گمراهئ کې دشیطان مه ملگری کيږئ.
تفسيرابن کثير
دغافرسوره
( ٣ ) ايت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x