افغانستان

اسټرالیا د روان کال تر پایه خپل ځواکونه باسي

د اسټرالیا لومړي وزیر اعلان وکړ چي ددوی هیواد به نور په افغانستان کي خپل جګړیز فعالیت ته د پای ټکی کښيږدي، او د روان کال په وروستیو کي به خپل وروستي یو زر (۱۰۰۰) عسکر چي د روزګان په ولایت کي ځای پر ځای دي، وباسي.

د اسټرالیا لومړي وزیر ټوني ابوټ چي تیره شپه ناوخته په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید، وویل: چي د استرالیا تر ټولو اوږده جګړه به په نیژدې راتلونکي کښي پای ته ورسیږي.
د نوموړي وویل چي دا جګړه به په کامیابۍ او او ناکامۍ پای ته ونه رسیږي، خو امید یې څرګند کړ، چي افغانستان به تر پخوا اوس ښه وي.

نوموړی تیره شپه د خپل هیواد اسټرالیا څخه ترین کوټ ته په خاص الوتکه کي د خپلو عسکرو سره په یو ځانګړي پروګرام کي د ګډون لپاره ورسید، چي دغو فوځیانو د خپلو عملیاتو او جګړې د پای ته رسیدو په مناسبت جوړ کړی وو.

د اسټرالیا هیواد رسما خپل د 40 تنو عسکرو وژل منلي دي، چي په تیر لسو کلونو کي په افغانستان کي د طالبانو سره په مخامخ جګړو کي وژل شوي دي، او تر 260 زیات نور ټپیان شوي دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر وویل چي دوی به د افغانستان څخه د وتلو وروسته هم د دغه هیواد سره خپلي مرستي او د افغان پولیسو او فوځ روزنه به جاري وساتي.

ددغه هیواد د عسکرو د وتلو وروسته هم تمه کیږي چي په افغانستان کي تر راتلونکي کال 2014 پوري ۳۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰ روزنکي عسکر بیا هم په کابل او کندهار کي پاته سي، او اسټرالیا به ۳۶ ملیونه ډالره کلنۍ مرسته د افغانستان سره په روزګان کي د پرمختګ کارونو لپاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x