افغانستان

دګوانتنامو د ۳ افغان زندانيانو په ګډون ۱۵ تنه اماراتو ته سپارل کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د امريکا د ګوانتنامو له زندان څخه ۱۵ تنه زندانيا ن چې درې تنه يې افغانان دي متحده عربي امارتو ته سپاري.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان وايي چې ۱۵ تنه هغه زندانيان چې درې پکې افغانان او ۱۲ نور يې د عربي هيواد يمن تبعه دي له هر اړخيزو څيړنو او تحقيقاتو وروسته عربي متحده امارتو ته سپارل کيږي؛ خو دا نه دي ويل شوي چې ياد کسان به خپلو کورنيو ته کله سپارل کيږي.

د امريکا د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې له ګوانتنامو زندان څخه ددغو ۱۵ تنو له خلاصون وروسته به په ياد زندان کې ۶۱ تنه زندانيان پاتې کيږي چې پنځه يې افغانان دي.
سرچينه زياتوي چې د ګوانتنامو له زندان څخه د زندانيانو د ويستلو پروسه وروسته له هغې پيل شوې ده چې په ۲۰۰۹ زيږديز کال کې د يو فرمان له مخې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و چې ددغو زندانيانو قضیې دې په هر اړخيز ډول وڅيړل شي.

عربي امارتو ته په سپارل کيدونکو درې تنه افغانانو کې يې عبيدالله او محمد کمين او حمدالله تره خيل د کابل ولايت اوسېدونکي دي، حاجي حمدالله تره خيل د کابل د ده سبز ولسوالۍ د ترخيلو د سيمې د مشهور ديني عالم شيخ الحديث مولوي سيد اغا تره خيل زوی دی، چې په ۲۰۰۲ زيږديز کال کې امريکايي ځواکونو د دوی په کور د شپې د چاپې پرمهال نيولی و چې بيا يې ګوانتنامو ته وړی و.

همدغه راز د خوست ولایت اوسېدونکي عبيدالله او محمد کمين هم له تېرو ۱۱ کالونو راهيسې په ګوانتنامو زندان کې زندانيان وو او په دوی تور و چې د افغانستان په ختيځ کې يې له القاعده او طالبانو سره اړيکې درلودې؛ خو عبيدالله او محمد کمين دغه تورونه رد کړي دي او نه هم امريکايي محکمې ددغو تورونو په اړه کوم ثبوتونه وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د ۱۲ تنو يمني زندانيانو نومونه د عبدالمحسن، عبدالرب صالح ال بوسي، عبدالرحمان سلیمان، محمد ناصر یاهي خسروف قزاز، عبدل محمد احمد نثار المهاجري، محمد احمد سید الاضاحي، عبدالقادر المظفري، محمد عبدالعزیز المجاهد، سعید احمد محمد عبدالصارم جربح، محمد کمین، ظهار عمر حامص بن همدون، حامد الرزاق چې په حاجي حمیدالله هم شهرت لري، مجید محمود عبدو احمد، ایوب مرشد علي صالح، عبیدالله او بشیر ناصر علي ال مروله ياد شوي دي.

د ګوانتنامو زندان وروسته له هغه چې د ۲۰۰۱ زيږديز کال په اکتوبر کې په افغانستان يرغل وکړ، د امريکا د پخواني ولسمشر جورج بش په امر دغه زندان جوړ شو چې په افغانستان او پاکستان کې يې په سلګونو طالبان او القاعده شبکې غړي له نيول کېدو وروسته په دغه زندان کې وساتل.

د يادونې وړ ده چې په دغه زندان کې د نړۍ د بيلابېلو هيوادونو ۶۸۴ تنه زندانيان ساتل شوي وو، چې ډير يې شکمن او بې جرمه وو او له کلونو زندان تيرولو وروسته هم امريکايي محکمو پرې د جرم ثبوت وړاندې نشو کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x