نظــر

قبيله پرستي

اجمل ښکلی

له پاڼيڼي نه روايت شوی، چې پښتانه يو قوم نه دی، بلکې د قومونو ګډوله ده. دا خبره به سمه نه وي؛ خو د قومي يووالي پر وړاندې د پښتنو سخت قبيلوي غبرګون دا مبالغه امېزه خبره واقعيت ډوله کوي.

هر کله چې د پښتنو دغه قبيلې د قوميت په تار کې سره پېيل شوي؛ نو په سيمه کې يې بدلونونه راوستي. په اسيا کې اروپايي کلونليزم له همدې ويرې دا قبايل خپاره واره ساتل او هڅه دا وه، چې قبيلويت پکې نورې جرړې هم وغځوي، چې د پښتون نشنليزم په نامه سره راټول نه شي.

دا د قبيله پرستۍ بهرنی لامل دی؛ خو په درون کې د پښتنو جغرافيې هم د دوی له قبيله پرستۍ سره مرسته کړې. د تعليم نشت، د بېلابېلو پښتني سيمو ترمنځ د لويو لارو او ټرانسپورټ د نشت له امله د تګ راتګ او د تجارت فقدان هم پښتانه قبيله پرست ساتلي دي. که د يوې سيمې توليدات په اسانه بلې سيمې ته ورسي او يوه سيمه له اقتصادي پلوه په بلې پورې غوټه شي؛ نو دا به له قبيله پرستۍ نه د ژغور اغېزناکه لار وي.

خو يو بل مهم لامل په ټولو پښتني سيمو کې د دولت نشت دی. پښتنو چې له اوله ازاد قبايلي ژوند کړی، له مرکزيت او مرکزي دولت سره يې مخالفت ښودلی. همدا علت دی، چې کله ناکله د امير عبدالرحمن خان غوندې مستبد مرکزيتپال واکمن په زور د مرکز تابع کړي.

ازاد ژوند په پښتنو کې د ازادۍ روحيه توده ساتلې ده او د همدې روحيې له مخې که کوم يرغلګر د دوی د تابع کولو هڅه کړې، دوی ورسره سخت جنګونه کړي او دا جنګونه يې د خپل ازاد قبيلوي ژوند د حفاظت په نامه کړي. دا ازاد قبايلي ژوند دوی ته د نيکونو د لاس نښه پاتې ده، چې معمولي سازښت هم پرې نه شي کولی او که ويې کړي، دا به يې له خپل تاريخ او خپلو اسلافو سره جفا وي. ښايي، د دې سازښت په نه کولو دوی له ترخو واقعيتونو سره مخ شي او له ژونده پکې لاس ووينځي؛ خو تاريخ ورته تل په غوږ کې د بې ثمره جګړو سندرې غږولې دي.

پښتنو د ازادۍ زياتره جګړې د يوه مستحکم سياسي نظام د جوړولو لپاره نه، بلکې د ازاد قبايلي ژوند لپاره کړي دي. دا جګړې د بهرني يرغلګر پر وړاندې څه چې د داخلي مرکزيت پر وړاندې هم شوې دي.

قبيلوي ژوند په پښتنو کې لرغونی تاريخ لري او دا تاريخ هله بدلېدای شي، چې موثرې اقتصادي او سياسي لارې چارې ورته وکتل شي.

د يوه مستحکم سياسي نظام پر وړاندې سخت قبيله پرست غبرګون له خپلو نيکونو سره د خيانت او له نويو بدلونونو نه د دوی ويره هم ښيي. د نوي سياسي نظام په منلو بايد دوی ډېر قبيلوي او قومي ارزښتونه وبايلي؛ خو دوی دې ته حاضر نه دي.

د نويو سياسي نظامونو کار له قبيلو او قومونو سره نه وي. د دوی کار له فرد سره دی. د دوی په کتاب کې جرم فردي دی او هر پرمختګ د فرد د خپل فکر محصول دی.

د يوه مستحکم سياسي نظام نشت په ټولنو کې د بقا ويره پيدا کوي او له دې ويرې قبيلوي ټولنې پخپله ځان ته اصول ټاکي. دې اصولو ته دوی نرخونه وايي. دا اصول له فرده د خپلو فردي غوښتنو قرباني غواړي. دلته فرد د ټولنې په خدمت کې وي او بايد ځان له ټولنيز چوکاټ سره عيار کړي. که يې نه کړي؛ نو د ټولنې د بقا سوال مطرح کېږي.

په قبايلي ټولنو کې فرد بالعموم په درو لومو کې ښکېل وي. لومړۍ لومه کورنۍ ده. هر فرد بايد د خپلې کورنۍ د عزت لپاره خپل ځان د خپلو مشرانو تابع کړي. قبايلې ټولنې چې نارينواکه ټولنې وي، پلار پکې مهم نقش لوبوي. هره لور او زوی د پلار، تره، ماما او مشر ورور هوکړې ته اړ دي.

دويمه لومه قبيله ده. د کورني ژوند حفاظت د قبيلوي اصولو پر غاړه دی. هره قبيله له کورنيو جوړه ده. دا قبيله له نورو قبيلو سره بالعموم منفي سيالي کوي. دا منفي سيالي کله جګړه ييزه وي او کله په نورو بڼو راڅرګندېږي. درېيمه لومه قوم دی. قوم له قبيلو نه جوړ دی؛ خو د قومي يووالي اړتيا او جذبه ايله هله ښکاره شي، چې له بهر نه درېيم کس مداخله وکړي، ګنې په قبيلوي ټولنو کې قبيله پرستي په دې هم پياوړې وي، چې د سيالۍ لپاره او د کمترۍ د احساس د کمولو لپاره بله لاره نه وي.

په قبايلي ټولنو کې مشران او سپين ږيري مهم نقش لري. مشران د ارزښتونو امانتګر، باتجربه او هوښيار خلک ګڼل کېږي، چې ټولې پرېکړې يې د قبيلې په خير او تعقل ولاړې وي.

د مشرانو دې نقش په قبايلو کې د دوی د احترام حس پيدا کړی؛ نو که مشر پر خپل کشر فرد باندې ښکاره ظلم هم کوي، مطلب د ده ښه غواړي او په هر حال کې يې احترام کېږي او د هرې ناروا پر وړاندې يې کشر له خپلو معقولو خواهشاتو تېرېږي؛ خو مهذبو ټولنو درک کړې، چې احترام د اړتيا له مخې نه، د عاطفې او ترحم له مخې وي. په مهذبو ټولنو کې د مشرانو له ډېرو نظرونو سره مخالفت کېږي او دا يواځې له يوه فرد سره د بل فرد مخالفت ګڼل کېږي.

په قبايلې ټولنو کې قبيلوي سيالۍ په افرادو کې قبيلوي تفاخر پياوړی کوي. دا تفاخر بيا د قبيلې په دننه کې د کورنيو د سيالۍ په بڼه راښکاره کېږي. په يوه قبيله کې يوه کورنۍ د ښه اقتصاد يا نفوذ له امله پر نورو ځان غوره ګڼي.

قبيلوي وياړ يا تفاخر کوم واقعي اساس نه لري او زياتره پر احساساتو ولاړ وي. د پښتنو په جغرافيه کې د
بېلابېلو سيمو او قبيلو ترمنځ د مدنيت توپير کم وينو او په هر ځای کې له يو رنګه خلکو سره مخېږو.

د مدنيت او قبايليتوب دا توپير په پښتني قبيلو کې خپور وور دی. د هرې سيمې خلک چې ښارونو ته راغلي، په ژوند کې يې بدلون حس کړی ؛ خو دې مدني بدلون په دوی کې بيا هم د قبيلوي تفاخر جرړې نه دي وچې کړې او دا بدلون يې قبيلوي ګڼلی او پر همدې بنسټ يې نور پښتانه قبايل کږلي. د قبيلوي تفاخر بل علت خپلو ارزښتونو ته شديده وفاداري هم ده.

د ناواقعي قبيلوي تفاخر له مخې د يوې قبيلې يا سيمې خلک د بلې قبيلې يا سيمې خلکو ته په ټيټه سترګه ګوري او دومره پکې قبايلي تناظر پياوړی وي، چې که د يوې سيمې يا يوې قبيلې يو فرد ورسره بد وکړي؛ نو هغې ټولې سيمې او هغې ټولې قبيلې ته په بده سترګه ګوري؛ خو موږ وينو، چې پښتانه ټول يو شان بېوزله، ناپوهه او پاتې دي.

د قبيلوي تفاخر ښکارندويي هغه ټوکې هم کوي، چې په ټولو پښتني قبيلو پورې کېږي.

د همدې افراطي قبيله پرستۍ له امله د يوې سيمې يا يوي قبيلې خلک له بلې قبيلې يا د بلې سيمې له خلکو سره په اسانه اړيکه نه غځوي، ځکه د دوی ژوند د خپلې قبيلې تر وګړيو محدود پاتې شوی دی او له نورو قبيلو نه ويرېږي. په پرمختللو ټولنو کې حساب په فرد کېږي. که يو فرد د اړيکو ساتلو وړتيا ولري، د هغه قبيلې او کورنۍ ته نه کتل کېږي؛ خو پښتانه د خپلې قبيلې کمزوری کس د بلې قبيلې په ممتاز وګړي نه ورکوي او هغوی ورته پست خلک ښکاري.

دا قبيله پرستي ان په لوستو وګړو او علمي مرکزونو کې هم وينو، چې د فردي استعداد پر ځای قبيله او سيمه پالي. دا خلک په نورو کې هم د قبيله پرستۍ حس پياوړی کوي.

په لويديځ کې چې نظام د هر څه لپاره قوانين جوړ کړي، قومي او قبايلي نرخونه له منځه تللي دي او پر فرد باندې ان د کورنۍ تسلط هم ختم شوی. هلته عاقل او بالغ فرد يواځې قانون ته مسوول دی.

ښايي د لويديځ له هغومره فردي ازادۍ سره د مخالفت جواز د کورنۍ د تاوان په نامه وښودل شي؛ خو په پښتني ټولنه کې تر حده زيات قبايلي او کورني تسلط فرد له کماله غورځولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

ښکلی صاحب زما په فکر که دا لیکنه دی د نن ټکی اسیا پر ځای کابل پرس ته ورلیږلی وای ‌‌‌‌‌‌ډیره به پرځای وه ځکه دا د هغوی تفکر دی . پاتی شوه د قبیلی خبره هغه داسی ده چی پښتانه ټول قبایل دی چی موږ ورته قومونه وایو او دا له ځانه یوه ‌‌‌‌‌‌ډیره عمیقه فلسفه لری او هغه داسی ده چی د نوموړی فلسفی مطابق انسان پر محیط باندی برتره او مهم دی. یعنی ددی فلسفی مطابق انسان د محیط له قیده ازاد دی . د مثال پ‌‌‌‌‌‌ډول کله چی تاسی له کوم پښتانه څخه پوښتنه کوی چی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند د اجمل ښکلی صاحب لیکنه هم د نشنلیزم ( د وطن پرستی ) په ملاتړ نه وه ډیره بیطرفی پکی تر سترګو کیږی یعنی د قومیت او قبیلو منفی اړخونه یی په ګوته کړی . لږه برخه یی بیا داسی معلومیږی چه شکلی صاحب دی د قوم او قبیلی ملاتړ کړی وی . زما ارزونه د قوم او قبیلی په اړه : طبیعی خبره ده چه د انسانانو تر منځ مادی او معنوی ګډ مخرجونه شتون لری هغه : لمړی : د وینی شریکوالی : دا هم کچی لری یعنی نزدی او لیری شریکوالی ، لیری شریکوالی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

بیانزی صاحب د خپل قوم ، ټبر او هیواد وطن پالل په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول په هیڅ دین او مذهب کی ناروا ندی بلکی د بل قوم ، ټبر او هیواد سره ضد او ړوند تعصب کول یوه پوچه او ناروا مفکوره ده . موږ هر‌‌‌‌‌‌ډول حرب ، ضد او تضاد یواځی او یواځی له باطل سره کوو او بس . بعضی کسان خپل ټبرته چوپړ وهل د نورو قومونو او ټبرونو ته په کنځاکولو ، توهینولو او د نورو خلکو له ځانه په ټیټه لیدلو کی وینی چی نوموړی عمل ته موږ نشنلیزم یا قوم پرستی وایو . قوم پالل… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

دلته زما مطلب دا وو چی مینه کول په هر صورت کی یو جایز عمل دی خو ضد او حرب یواځی باید د بآطل سره وشی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x