
څلور بيتونه/ لطف الله خيرخوا
لطف الله خيرخوا
خوی د لېوني او دا ترخې ورځې
عيش ونوش مستي او دا ترخې ورځې
وخاندې تک شين شې په شا وغورځې
دومره بې غمي؟ او دا ترخې ورځې
ډېر دې وي ښه ډېر دې وي، خو څه په کار
دا پوده سړي او دا ترخې ورځې
ووايه چې څه مناسبت لري؟
ياره بې رُخي او دا ترخې ورځې