شعـــــرونه

د غېرتونو منار

هلال مهاجر

د غزا د ډول غربا د تورو شرنګ دی
د آسونو ترپهار د غشو شنګ دی

عبیده ابن جراح توره په لاس ده
ښکاري بیا نن د اسلام او کفر جنګ دی

بیا خالد ابن ولید صفونه جوړ کړل
دهرقل په لښکر باندې غورځنګ دی

بیا ضرار ابن اضر میدان ته راغئ
د جورجان پر پلویانو ژوندون تنګ دی

لا خو مټې شته، لا تورې مو زنګ نه دي
لا ساتلی مو سنګر او لا ګړنګ دی

هر یو ول دې دپګړۍ غازي طالبه
لوړ منار د غېرتونو او د ننګ دی

اې د وخت سپینه رهبره ستاله وېرې
په لړزان غربي ښامار غربي پیرنګ دی

ستا هر قول، هر یو فعل مجاهده
دې مغرورې دنیاګۍ ته خطر زنګ دی

رب دې تل لره کامران د وخت امامه
د هلال غزل په تاباندې ګل رنګ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x