ټولنیزه برخه

کله باید ګیلاس هم په ځمکه کېږدئ!

ژباړه: سلیمي نړیوال

استاد د درس د شروع کېدو نه مخکې د اوبو نه ډک ګیلاس واخیست، او هغه یې پورته ونیو، تر څو ټول یې وویني وروسته یې له خپلو زده کوونکو پوښتنه وکړه: ستاسې په نظر ددې ګیلاس وزن به څومره وي؟

زده کوونکو ځواب ورکړ: د ۵۰ نه تر ۱۰۰ ګرامه پورې به وي، استاد وویل: زه هم پرته له وزن کولو نه پوهیږم، چې ددې وزن به څومره وي. خو زما پوښتنه دا ده: که زه دا ګیلاس د څو دقیقو لپاره همداسې ونیسم څه به پېښ شئ؟ زده کوونکو وویل: هېڅ به هم پېښ نه شي. استاد بیا پوښتنه وکړه: ښه، که یې د یوه ساعت لپاره همداسې ونیسم څه به پېښ شئ؟

یوه زده کوونکي وویل: لاس به دی لږ لږ درد وکړئ…

که یې ټوله ورځ په لاس کې ونیسم، بیا څه؟

یوه بل زده کوونکي وویل: لاس به مو بې حسه شي، عضلي به مو تر فشار لاندې راشي او فلج به شي. او زه پدې مطمین یم چې مریضې به مو تر روغتونه ورسوې، ټولو زده کوونکو وخندل.

استاد وویل: ښه ډېر ښه، آیا پدې وخت کې د ګیلاس وزن تغیر کوئ؟

ټولو زده کوونکو ځواب ورکړ ویل یې: نه نه کوي.

استاد وویل: نو څه شي د عضلاتو د درد سبب کیږي؟ ددې په مقابل کې باید زه څه وکړم؟

زده کوونکي هم حېران پاتې شول، یوه یې وویل: ګیلاس په ځمکه کېږده.

استاد وویل: همدارنګه د ژوند ستونزي هم په همدې ډول دی.

که هغه د څو دقیقو لپاره په ذهن کې وساتي، کومه ستونزه نشته.

که د یوه لوی وخت لپاره دی دهغه په اړه فکر وکړ، په درد به شي.

که لدې نه دی هم ډېر وخت د په ذهن کې وساتل فلج به مو کړئ، او نور به د کوم کار توان ونلرئ.

د ژوند د مشکلاتو په اړه فکر کول اړین دی، خو له هغې نه هم مهم دا دی، چې د هري ورځې په پای کې مخکې له وېده کېدو هغه په ځمکه کیږدئ.

پدې توګه تر فشار لاندې نه راځي، هره ورځ سهار پیاوړي او په حال به خوبه پاڅې، او د ورځې په اوږدو کې چې هره ستونزه درته پېښیږي نو د هغه نه د خلاصون وړتیا به ولري.
زما ملګریه! دا په یاد ولره، چې د اوبو ګیلاس همدا اوس په ځمکه کېږده!

ځکه ژوند همدا دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x