نظــر

د سعود ستړې کورنۍ، او ناراضه امریکا

شریف جواد

تیره اونۍ د سعود د کورنۍ هغو څرګندونو دنیاوال او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ اوسیدونکي سخت حیران کړل چې د نوموړې کورنۍ د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت په شوری کې خپل غیردایمي عضویت په دې دلیل رد کړ چې ګواکې دغه سازمان د فلسطینیانو او اسرائیلو شخړې ته د حل لارې په موندلو کې پاتې راغلی.

د آل سعود د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چې ملګرو ملتونو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمالوونکو ته سزا ورنکړه، او د سوريې ولس یې د کیماوي وسلو له ګواښ څخه ونه ژغوره، نو ځکه یې په دغه سازمان کې له ګډون څخه انکار کړی.

تر اوسه پورې د سعودیانو د دغه تصمیم په اړه په نړیواله کچه د پام وړ کوم غبرګون نه دی لیدل شوی، هغو امریکایانو چې د ال سعود د حمایت او ملاتړ په برخه کې به پرې ډیر حساب کیده، هم ددغې پریکړې په اړه، د سعودیانو د توقع خلاف، ډیر سوړ غبرګون وښود، او د خارجه وزارت ویاندې یې ایله همدومره وویل چې دا د هغوی داخلي پریکړه ده په مونږ پورې اړه نه لري.

ښايي په تیرو ۶۰ کالو کې دا لومړی ځل وي چې د سعود کورنۍ د فلسطیني مظلوم ولس (نوم) په خوله راوړي، دا هغه فلسطین دی چې کله په ۱۹۴۸ کال کې په دوه ټوټو ویشل کیده او په نتیجه کې یې د اسرائیلو دولت مینځ ته راتلو په هماغه بیګا په ملګرو ملتونو کې د عربي هیوادونو استازي راغونډ شول او په ګډه یې د ال سعود له کورنۍ په ټینګه غوښتنه وکړه چې د اسرائیلو د رسمیت پیژندلو په صورت کې امریکا د تیلو په بندیز وګواښي. که د آل سعود کورنۍ هماغه وخت ددغه کار ګواښنه قدرې هم کړې وی بویه چې د اسرائیلو نوی زیږیدلی دولت په زانګو کې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهلې او نن ورځ به فلسطیني ولس د اسرائیلو تر وحشت لاندې د مظلومیت ژوند نه تیراوه. خو د آل سعود کورنۍ په ډیرې بې شرمۍ د یادې غوښتنې بالکل برعکس اعلان وکړ، او ویې ویل چې په سعودي کې به د امریکا منافع هیڅ کله له خطر سره مخامخ نه شي ځکه چې په سعودي کې میشت امریکایان (اهل الذمه) دي او ساتنه د قرآني ارشاداتو له مخې په مونږ واجب ده. او په دې توګه د اسرائیل وحشي دولت تاسیس او د هغه مظلوم ولس پر زړه چاړه خښ شو د کوم پر مظلومیت چې نن ورځ د سعود کورنۍ د مکر اوښکي تویوې.

په حقیقت کې هغه عوامل چې د سعود کورنۍ یې دغه تصمیم نیولو ته اړ کړه نور دي، هسې یې د خلکو د تیرایستلو لپاره د فلسطین او سوریې نومونه رامخکې کړي خو د پردې تر شا نور لاملونه پراته دي.

یو له دغو عواملو څخه په سوریه کې له نظامي مداخلې څخه د امریکا په شا کیدل دي. د سعود کورنۍ، چې په یوه اسلامي هیواد کې د مسلمانانو د وینو له بهیدلو پرته ژوند خوند نه ورکوي او د مسلمانانو په کورونو د اور په بلو لمبو من من غوښې اخلي، هغه وخت وقهریده چې امریکا په سوریه باندې له پوځي برید څخه په شا شوه، سوریه د مزیدې ورانۍ او ویجاړۍ وژغورل شوه او د مسلمانانو د وینو د توییدلو امکان له مینځه ولاړ.

دغه راز د ایران او امریکا هغه نوې پالیسۍ چې له څه مودې راهیسې دواړه هیوادونه د ایران د اتومي شخړې پر سر د یوې حل لارې موندلو ته رسیدلي، او ویل کیږي چې دواړه هیوادونه تر بل هر وخت یو بل ته نږدې شوي او په اړیکو او سیاستونو کې يې د پاموړ مثبت بدلون راغلی. او څرنګه چې ایران په سیمه کې د سعودیانو مهم حریف دی دغه کار د آل سعود غوصه راوپاروله او د احتجاج په توګه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د غړیتوب له منلو ډډه وکړه. دا د امنیت شوری هغه غړیتوب دی چې د سعود کورنۍ یې د ترلاسه کولو لپاره پوره ۱۵ کاله هلې ځلې او کوښښونه کول، او ویل کيږي چې څلور کاله مخکې یې دا هڅه هم کړې وه چې د امنیت په شوری کې د لبنان غړیتوب د پیسو په بدل کې وپیري.

د سعودیانو په اند ایران په سوریه، عراق، یمن او بحرین کې نفوذ لري او لاسوهنه کوي او امریکایان پرې پوهیږي خو د ایران د لاس د لنډولو لپاره هیڅ اقدام نه کوي.

خو جالبه دا ده چې د سعودي په شان د یو هیواد لپاره چې د امریکا د نظامي اقتصاد د ملا تیر تشکیلوي لازمه دا وه چې خپله غوصه او احتجاج په داسې بڼه څرګند کړي چې اقلا امریکا په خپل موقف کې بیاکتنې ته اړ باسي، باید د آل سعود کورنۍ لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره په امریکایانو وړیا تیل درولي وی په دې توګه به یې د خلکو په وړاندې غصې او احتجاج وزن او ارزښت پیدا کړی وی او نړۍ ته به یې هم ثابته کړې وی چې رښتیا هم د سعود کورنۍ په فلسطین او سوریه کې د مسلمانانو په حال ځوریږي.

په تاسف سره باید ووایو د سعود هغه کورنۍ چې تل یې د حرمینو د تقدس په پوښ کې تبارز کړی له امریکا سره یې د نږدې اړیکو راز هم د مسلمانانو د وینو په تویولو کې ونډه اخیستل وه، او د لیرې والي او خوابدۍ اساس یې هم د بې ګناه مسلمانانو د وینو په تویولو ټینګار او اصرار دی.

په هر صورت، دا به هیڅ عاقل ونه مني چې د امنیت شوری له غړیتوبه د آل سعود د انکار له دلایلو څخه یوه د فلسطین قضیه ده. که داسې نه وي نو دلته دا پوښتنه په ټینګه مطرح کیږي چې که د سعود کورنۍ رښتیا هم د یو مسلمان ولس په حال غمجنیږي او د فلسطیني مسلمانانو مظلومیت یې د کاڼي زړونه دردمنوي، نو بیا د سوريې او فلسطین د مسلمان توپیر په څه کې دی؟ ولې په فلسطین کې د مسلمانانو په مظلومیت د مکر ژړا کوي خو په سوریه کې بیا هماغه مسلمانان د امریکايي بمونو لاندې په خپلو وینو کې لمبیدلي غواړي؟

آیا دا هماغه آل سعود نه دي چې د فلسطین او سوریې په مسلمانو ولسونو تر خپلې وسې سختي او تکالیف راولي او د دار دغه کړۍ پرې نوره هم ورتنګوي؟ که د سعود کورنۍ په رښتیا هم د سوریې د ولس له غمه مړ وي ولې د سعودي په ۲۲ لکه کیلومتره مربع خاوره باندې د سوریايي مهاجرینو لپاره د پنا ځای نشته او له سعودي څخه وتلو ته اړ ایستل کیږي؟

دا هماغه آل سعود دي چې کله په غزه باندې د اسرائیلي بمونو باران وریده ددوی په خوله باندې د دومره ډار او ذلت مهر وهل شوی وه چې لږ تر لږه یې د اسرائیلي وحشت لفظي غندنه هم ونکړه.

خو حقیقت دا دی چې د سعود کورنۍ همیشه د (کلمة حق ارید بها باطل) تر قاعدې لاندې د مسلمانانو تر مینځ د فتنې تخم شیندلی، د مسلمانانو د وحدت او یووالي پر خلاف یې سیاستونه پرمخ وړي دي، او دا ځل د خپلو شومو اهدافو د تطبیق لپاره د فلسطین او سوریې له مسلمانو ولسونو سره د خواخوږۍ او همدردۍ کاذبه نعره اوچتوي.

خو یو حقیقت چې ښايي له د سعود له کورنۍ څخه پټ وه او یا یې پرې سترګې پټې کړې وې اوس به ښه په ثبوت رسیدلی وي، که د سعود کورنۍ هرڅومره د امریکا په چوپړ کې منډې ووهي او ځان ستړی کړي، بالمقابل امریکا به کله هم د آل سعود منافعو ته په دومره درنه سترګه ونه ګوري لکه څومره چې ال سعود د امریکا د منافعو د خوندیتوب لپاره د هر ډول اسلامي احساس او دیني شعور تر پښو لاندې کولو ته چمتو دي، چې ژوندی مثال یې د ایران او سوریې په اړه د آل سعود د مزاج مخالف د امریکا سیاستونه دي. هغه دوستي چې اساس یې نامشروع او د بنسټ ډبره یې ناوړه اهداف وي کله هم پایښت، رښتینولي، ګټه او نتیجه نه لري.

له بلې خوا د آل سعود وروستۍ خوابدي او د امریکا لاپروايي د اسلامي نړۍ هغو حاکمانو ته هم یو پیغام لري کومو چې خپلې ټولې ملي او شخصي شتمنۍ، طبیعي زیرمې، تیل، هوايي او ځمکني حریمونه او نور امکانات شپه او ورځ د امریکا په خدمت کې وقف کړي، په یو نه یو ډول د اسلامي امت په ځپلو کې له امریکا سره د جوال خوله نیسي، او ددین او ملت پر سر د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره تجارت کوي. دغه پیښې د نړۍ غلامو دولتونو دا پیغام ورکوي چې که د امریکا د خوشحالۍ لپاره تر اوسني ذلت لس چنده زیات خپل ځانونه ذلت ته ورکړي او خپل سرونه تر دې هم ورته ټیټ کړي، کله به هم امریکا له خپلو مصالحو څخه ستاسو د منافعو لپاره تنازل ونکړي، او لکه د سعود د کورنۍ په څیر به د (ستړي هندو او ناراضه خدای) پر برخلیک اخته وئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x