نادري ناولده

د سپيانو د غپا له وجي یې سپيان او د هغوی څلور تنه مالکان ووژل

د امریکا په اریزونا ایالت کي یوه کس د یوې کورنۍ څلور تنه غړي او د هغوی دوه سپیان ووژل، او بیا یې خپله هم ځان وواژه.

د سیمي پولیس وايي چي قاتل کیدای شي خپل څلور همسایګان د هغوی د سپيانو د غپا له وجي وژلي وي.
پولیس زیاتوي چي د قاتل دغه وحشي کړنه هیڅ نه شي توجیه کولای چي ولي یې دا کار کړی، خو نورو همسایه ګانو یې ویلي چي د سپيانو د غپا څخه به یې بد وړل، او هر وخت به یې د هغوی سره پر دغه جنجال وو.

پولیس وايي کله چي دوی ته د ډزو اطلاع ورسیده، نور سمدستي د پيښي ځای ته ځان ورساوه، او وې موندل چي د یوه کور په یوه ساحه کي دوه تنه مړي پراته وه، چي په ډزو وژل شوي وه، او په کور کي دننه یوه میرمن د خپل ۱۷ کلن زوی سره په ډزو ویشتل شوې پرته وه.
او زیاته وي چي کله د همسایه کور ته ورغلل، نو هلته هم یو کس په وینو کي لت پت پروت وو، او تر څنګ یې توفنګچه پرته وه، چي په وینو لړلې وه، او په صحنه کي چي څومره ډزي شوې وی، د همدې توفنګچې څخه شوي وی، او داسي مالومیدل لکه قاتل چي وروسته خپل ځان هم په خپله وژلی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x