ښه او خوندور شعر، لیکوال: صديق الله بدر
د ګڼو تعريفونو په منځ کې د شعر يو ښه او د منلو وړ تعريف دا دی، چې شعر په وزم لرونکې ژبه د خيال او فکر عاطفي تړون دی. په دې تعریف کې د شعر اساسي توکي فکر، خيال، وزم او عاطفه په ګوته شوي، یعنې هر هغه شعر، چې دغه توکي په کې موجود وي؛ هغه ښه شعر دی.
شاعر باید خپله خبره، چې شخصي تجربه يې وي؛ د ښکلو کلماتو په کارولو سره په سندريز ډول په داسې بڼه راونغاړي، چې پر نورو ژور اثر وکړي. دا خبره دا معنی نه لري، چې د دې کار په ترسره کولو سره د شاعر کار پای ته رسېږي. نورې لارې چارې هم کېدای شي د شعر په لا ښه کېدو او خوندور کېدو کې ډېر اثر ولري.
زموږ ډېری شاعران په ديواني شاعرۍ روږدي دي او د همدې عادت له مخې د تقليد په لومو کې ايسار پاتې کېږي او يوه خبره په هغه بڼه کوي، چې بيا بيا ويل شوې ده. هماغه زلفې وي او مارن، هماغه سترګې او نرګس او هماغه ساقي او جام، خو ښه شاعران د ژوند نورې تجربې هم په ښکلې بڼه راسره شریکوي، چې راته ډېر اشنا دي او په شاعرانه ډول له بیانولو یې خوند اخلو، ځکه زموږ له واقعي ژوند سره ډېر نږدې وي.
په داسې تجربو کې يوه هم په شعر کې د کليوال ژوند انځورول دي، هغه هم په داسې بڼه، چې ژبه یې يې هم کليوال خوند او رنګ ولري. د داسې شعرونو په ويلو کې د کامیابو شاعرانو کمال دا دی، چې دغسې شعرونه يې تر ډېره پورې يوې منظرې ته پاتې کېږي او ژبه يې د يو کليوال د زړه په څېر پاک او د مينې په اوبو وللی وي. لاندې شعر همدغه خصوصیت لري:
شډل اشنا
شډل اشنا ښه شو، چې راغلې په خېر
د مېږو پوڅه مې ساتلې درته
شينكي بادرنګ مې دي له خپل پالېزه
هغه غړكه له شړومبو ډكه ده
((نوين)) شړومبى به ترې ښه ډېر وڅښو
ابۍ كټوه په ځاى كړې چېرې
ها د جوال شا به څه ولټوو
ماته ابۍ هره ورځ ((گاړه)) ساتي
هغه نن ته وڅټه
د غرمې خوب به راځه
د هغه توت سيوري ته ورسوو
كه دې ذكات څه د سندرو باسې
نو مازيګر به يو څه لوړ وخېژو
يوه غرنۍ به ښه په شرنګ ووايو
سږ كال مو غر وطنه! ډېر سپېره دى
پرې، چې په غره كې ازانګې راشنې شي
هسې اشنا د چا راپام خو نه دى
دې ګريوانو ته به غبرګ لاس واچوو
د زړه خواله به سره وكړو راځه
چې د ماښام چلم مو وڅكول
بيا به پښې را پسې و كښوو
تا به له سپو نه څه په څنګ تېر كړم
زموږ كېږدۍ نه به پېلوځى واخلې
ما ته يوه لنډه نرۍ لار معلومه
چې ستاسو كلي ته ځي
دا شعر د نوښتګر شاعر عبدالرحمن ومان نیازی دی. دلته په دې شعر کې موږ خپل ځان په يو ازاد طبیعت کې احساسوو، چې د انسان طبیعي غوښتنه ده. دلته هغه څه ويل شوي، چې تجربه کول يې ډېر خنډ نه لري. زموږ ډېری اوسني سنتي شاعران هغه خبرې کوي، چې حتی يو ځل يې هم نه وي تجربه کړې. مثلا يو شاعر راپاڅېږي د شرابو او مستي خبره کوي. دا چې وینا يې پر موږ اغېز نه کوي، علت يې دا دی، چې دغه مضمون او خيال یې له نورو شاعرانو اخستی وي او د هغه فکر او خيال په روزلو کې ناکام راځي، خو ومان هغه خبره کوي، چې خپله تجربه يې ده او صميميت په کې نغښتی وي.
د دې شعر خوند په دې کې دی، چې شاعر د کليوال ژوند د انځورولو لپاره کليواله ژبه کارولې. دا کار ځکه کوي، چې د همداسې يو ژوند د انځورولو لپاره د بیان همداسې ژبه په کار ده.
که په دې شعر کې د هغې د فضا او موقعيت په نظر کې نيولو سره موږ هغه د چا خبره ښاري او تر دې وراخوا ديواني او ډېره ادبي ژبه وکاروو، د شعر خوند او اغېز کموي. دا يو داسې شعر دی، چې په اورېدو سره يې هم کليوال ترې خوند اخستی شي او هم د ښار اوسېدونکي.
د ومان د دې شعر خوند په دې کې دی، چې د داسې ژوند انځور زموږ مخې ته ږدي، چې ډېر خوند په کې پروت دی. د ښه، ښکلي او خوندور شعر کمال دا نه دی، چې موږ هغه په ډېرو ذهني انځورونو وپسولو، بلکې هغه ته باید ژوند ورکړو. ژوند شعر دی، شعر يو جسم دی او دغه جسم روح ته اړتیا لري. که هر شاعر دغه راز په ښه ډول درک کړ، هغه ښه او خوندور شعر لیکلای شي، لکه چې ومان لیکلی دی.
لیکوال: صديق الله بدر