شعـــــرونه

ستړى ستومان

سټــرى ستومــــان يې لږ آرام خو وكړه
ډېــــر سرګــــردان يې لږ آرام خو وكړه
 
لږ به دي څڼـــــي له ګردو پاكــــي كړم
بيرته روان يې لـــــږ آرام خـــــــو وكړه

تورو تيــــارو مو را خوږمن كړل زړونه
ته مــو درمـــــان يې لــږ آرام خو وكړه

چې شبګيـرۍ د سنګـــرونــــو ګالــــې
ته طــالــب جـان يې لـږ آرام خو وكړه

پښې دي تڼاكي دي بدن دي ټوک ټوک
نن پريشـــان يې لــــږ آرام خــــو وكړه

ته مــــو د هيلــــــو د خوبو تعبيــــر يې
ته مي جانان يې لـــږ آرام خــــو وكړه

د دردېــــــــدلــو زورېــــــــدلو خلكــــــو
د زړو أرمـــــان يې لــــږ آرام خو وكړه

د فقيرانـــــــو په جامــــــو كي ګــرځې
شاهِ شاهان يې لــــږ آرام خـــو وكــړه

دا چې نظام دي په شعـــرو كي وايــم
رابانـــدي ګــــران لـــږ آرام خو وكــړه

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x